۳۰۰ وسله والو ته د مرګ ژوبلي د اوښتو ادعا وسوه .

په ارزګان کې د ملي اردو د ځواکونو په عملیاتو کې د دولت ۲۹۹ تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښې ده . د تيرو څو مياشتو راهيسي د ارزګان په څلورو ولسواليو کي درني جګړي رواني دي او افغان ځواکونه د وسله والو طالبانو سره په خونړيو جګړو بوخت دي . د ۲۰۵ ا

په ارزګان کې د ملي اردو د ځواکونو په عملیاتو کې د  دولت ۲۹۹ تنو وسله والو مخالفینو ته مرګ ژوبله اوښې ده  . د تيرو څو مياشتو راهيسي د ارزګان په څلورو ولسواليو کي درني جګړي رواني دي او افغان ځواکونه  د وسله والو طالبانو سره  په خونړيو جګړو بوخت دي . د ۲۰۵ اتل قول اردو  قوماندان بريدجنرال داوودشاه وفادار وايې ،  چي دا عمليات د شفق په نوم دي او تر دې مهاله يې د دولت ۱۹۵ تنه وسله وال مخالفین وژلي او ۹۹ تنه ټپیان سويدي . نوموړی وايې چې د عملياتو ډيره برخه هوايي بريدونه او د توپچي کارونه ده . قوماندان زياتوي چې په دې حوزه کې د طالبانو تر نامه لاندې ډیر بهرني جنګیالي هم د افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دی . وسله والو طالبانو تر دې مهاله ددولتي چارواکو ددغه څرکندونو په غبرګون کې څه ندي ویلي . د نوي کال په راتلو سره د امنیتي ځواکونو له لوري په هلمند او ارزګان ولایتونو کې پراخ عملیات پیل سوي او  دواړو لوري يو او بل د درنو زيانونو ادعاوي کوي  .

Add new comment