ولې ځینې اولادونه له خپل مور او پلار څخه کرکجن کېږي ؟

کېدای شي د ځینو ارزونو له نظره د حل لاره یې آسانه وي، خو وخت ته اړتیا لري، تاسو باید له خپلو اولادنو سره د مینې او محبت د رامنځته کولو له پاره باید تل صبر کوونکي واوسئ . له هغوی سره مینه وکړئ او هغوی ته وخت ورکړئ . ډېری اولادونه له خپل مور او پلار سره مین

ژباړن : عطا محمد میاخېل
کېدای شي د ځینو ارزونو له نظره د حل لاره یې آسانه وي، خو وخت ته اړتیا لري، تاسو باید له خپلو اولادنو سره د مینې او محبت د رامنځته کولو له پاره باید تل صبر کوونکي واوسئ . له هغوی سره مینه وکړئ او هغوی ته وخت ورکړئ .
ډېری اولادونه له خپل مور او پلار سره مینه کوي، مګر دا حالت هغه مهال را منځته کېږي، چې والدین له خپلو اولادونو سره د ډېرې مینې او مهربانۍ له مخې چلند وکړي . په    هغه صورت کې چې د هغوی اړتیاوې پوره نه شي، نو په هغوی کې له خپل مور او پلار څخه د لرې والي حس را منځته کېږي . مور او پلار تل له خپلو اولادونو سره مینه کوي او دا مینه ذاتي ده، ځکه چې هغوی یې دنیا ته راوړي دي، مګر یوازې دا د اولادونو له پاره بسنه نه کوي .
د خپلې خوښې شرایط :
اولادونه د خپلو اړتیاوو د پوره کېدو په لټه کې دي. هر څومره، چې سترېږي، نو تمې او اړتیاوې یې هم لا پسې څرګندېږي . که چېرې مور او پلار په سمه توګه هغوی درک نه کړي او د هغوی عاطفي او مادي اړتیاوې پوره نه شي او محدودیتونه ورته وټاکي، نو د اولاد ناخوښي پیلېږي، په تدریجي توګه ناخوښي په کرکه بدلېږي، هغوی تمه لري، هر څنګه چې کېږي  والدین باید د دوی د شخصیت پرمختګ ته ارزښت ورکړي .
د محیطي شرایطو اغېز :
 د اولاد د کرکې بل لامل د هغو شرایطو اغېز دی، کوم چې والدینو یې د هغوی له پاره رامنځته کړی دی، لکه څرنګه چې هغوی په باندني چاپېریال کې اغېز منونکي دي، د کور شرایط او حالات هم پرې اغېزه کوي . ډېری میندې او پلرونه په کور کې په پرله پسې بحث، جنجال او خپګان  سره  خپل اولادونه تر رواني فشار لاندې راولي، په دې حالاتو کې هغوی نه شي کولای، چې په سمه توګه په درسونو او یا هم په خپلو ګټورو فعالیتونو تمرکز وکړي . همدارنګه له کور څخه بهر له نا مناسبو شرایطو سره، لکه : بېباکه ملګري او دوستان، چې تل هغوی په ناسمه لاره بیایي، خپل اولاد په یوه پېچلي حالت کې ګورئ، همدا ده، چې د هغوی له لورې خپلو والدینو ته توهین او سپکاوی پیلېږي او خپل مور او پلار ځان غوښتونکي او کبرجن ګڼي .
د حل لارې :
کېدای شي د ځینو ارزونو له نظره د حل لارې آسانه وي، مګر وخت ته اړتیا لري، تاسو له خپلو اولادونو سره د مینې او محبت د رامنځته کولو له پاره باید تل صبر ولرئ، له هغوی سره مینه وکړئ، هغوی ته وخت ورکړئ او هغوی درک کړئ؛ د هغوی خبرو ته په دقیق ډول غوږ ونیسئ؛ هغوی وهڅوئ، ترڅو له خپلو بدو ملګرو څخه لرې شي او په دې لاره کې له هېڅ مرستې څخه ځان مه سپموئ؛ له هغوی سره د درسونو په پرمختګ او خپلو موخو ته په رسېدو کې مرسته وکړئ . هڅه وکړئ داسې شرایط را منځته کړئ، چې د هغوی شخصیت پرمختګ وکړي او پام یې مثبت لوري ته را وګرځي .
ډېری اولادونه له خپل مور او پلار سره مینه کوي، مګر دا حالت هغه مهال را منځته کېدای شي، چې والدین له هغوی سره د ډېرې مینې او مهربانۍ له مخې چلند وکړي. په هغه صورت کې، چې د هغوی اړتیاوې پوره نه شي، نو په هغوی کې له خپلو والدینو څخه د لرې والي حس را پیدا کېږي، تل په مور او پلار باندې خپل اولادونه ګران وي او له هغوی سره ډېره زیاته مینه کوي او دا مینه ذاتي ده، ځکه چې هغوی یې دې نړۍ را وړي دي، مګر د اولادونو له پاره یوازې دا بسنه نه کوي .

Add new comment