اسلامی بشری حقوق (5)

ګرانو او قدرمنو دوستانو د اسلامی بشری حقوق نومې لړۍ په تېر مطلب کښې مو دې ته اشاره وکړه چې د وړومبی او دویم نړیوال جنګونو بوږنوونکی واقعاتو عامه افکار دې ته مجبور کړل چې د بشری حقوقو مفهوم ته خاصه پاملرنه وکړی. ځکه چې د دغه مفهوم بنیاد د انسانانو د حېثیت

ګرانو او قدرمنو دوستانو د اسلامی بشری حقوق نومې لړۍ په تېر مطلب کښې مو دې ته اشاره وکړه چې د وړومبی او دویم نړیوال جنګونو بوږنوونکی واقعاتو عامه افکار دې ته مجبور کړل چې د بشری حقوقو مفهوم ته خاصه پاملرنه وکړی.
ځکه چې د دغه مفهوم بنیاد د انسانانو د حېثیت د برابرۍ، له نژاد، نسل، ژبې، مذهب، جنسیت او داسې نوروڅخه د تېرېدواصل او همدارنګ د پېوستون اصل کولې شی د نړۍ د مختلفو ملتونو ترمېنځ د سولې، دوستۍ او ورورولۍ زمینه برابروونکے وی. په همدې لړ کښې د بشری حقوقو نړیواله اعلانیه او له هغې وروسته د مدنی او سیاسی حقوقو مېثاق او د اقتصادی، اجتماعی او کلتوری حقوقو میثاق تصویب شو. له دغه دورانه وروسته هم د ښځو، ماشومانو، کډوالو او مزدورانو وغېره په شان له ځپل شویو پرګنو څخه د ملاتړ په هدف سره مختلف کنونشنونه تصویب شول. د نړیوالو میثاقونو او کنونشنونو په تدوین او تصویب سره بشری حقوقو د پام وړ د اجرا ضمانت ولرۀ او بنیادونه یې لا مضبوط شول.
د دې باوجود چې د بشری حقوقو نړیوالې اعلانیې خپله نړیواله دنده د بشری حقوقو وده او د انسانانو برابری مطرح کړه په مختلفو براعظمونو کښې د بشری حقوقو د ودې او ساتنې لپاره بیله بیل غورځنګونه رامنځته شول. د بشری حقوقو سیمه ایز غورځنګ د نړیوالې اعلانیې د دندې په خلاف نه شوو ګڼلې، د دغه غورځنګ منطق دا ؤ چې له دې امله چې د اعلانیې د اصولو پوره کېدنه او اجرا کېدنه لا تر اوسه په نړیواله توګه نه ده رامنځته شوې نو ځکه لږ تر لږه دې په سیمه ایزه سطح اجرا شی. د سیمه ایز والی دغه غورځنګ د اروپا، امریکې، افریقې او اېشیا په حدودو کښې کتې شوو.
په اروپا کښې د اروپا د شورا او د اروپا د اقتصادی ټولنې په نامو دوه سیمه ایزې ادارې چې د اوږدې مودې لپاره او په متواتره توګه موجودې وې بالاخره په خپلو کښې یوځاے شوې. د اروپا شورا یوه نړیواله اداره ده چې د لندن د نولس سوه نهۀ څلوېښتم کال د مۍ د پینځمې د معاهدې له مخې یې بنیاد کېښودے شو. دغه شورا په هغو هېوادونو مشتمله ده چې په بنیادی اصولو کښې د اروپائی تمدن په بنیاد ګډ تفاهم او درک لری او د جوړېدو مقصد یې له دویم نړیواله جنګه وروسته له کمیونېسټی ګواښونو سره مقابله وه.
تر اوسه پورې د اروپا د شورا ترملاتړ لاندې له سلو نه زیات کنونشنونه برابر او جوړ کړې شوی دی. د دغه کنونشنونو شمېر له هغو ازادیو سره اړوند دے چې د غړیو حکومتونو لخوا تصویب شوې دی او اروپائی کنونشنونه د څارنې د څه رنګوالی او محتوا له نظره د نولس سوه پنځوسم کال د نومبر د څلورمې نېټې له تصویب شویو ازادیو او بشری حقوقو څخه ملاتړ او د هغو ضمانت ورکول له هغو څخه دی. دغه کنونشنونه د نولس سوه درې پنځوسم کال د ستمبر په دریمه نېټه اجرائی اعتبار پېدا کړ. نوموړے کنونشن انفرادی، اجتماعی، مدنی او سیاسی ازادۍلری چې په ډېموکرېټکو حکومتونو کښې د اجرا وړ دی.
له بلې خوا د اروپائی اقتصادی ټولنې رول هم د بشری حقوقو په قلمرو کښې تر یوۀ حده دپام وړ دے د نولس سوه یو پنځوسم کال د پېرس او د نولس سوه اوۀ پنځوسم کال د روم په عهدنامو کښې له اقتصادی هدفونو نه وراخوا د خلقو لپاره د ژوند او کار د حالاتو ښه کولو ته ګروهنه هم د پام وړ ده. همدارنګ د بشری حقوقو احترام له اقتصادی ټولنې سره د هر حکومت د وابستګۍ نه انکارېدنکے شرط دے.
اروپائی پارلېمان له بشری حقوقو څخه ملاتړ په متواتره توګه په خپله اېجنډا کښې راوستۀ او په دې لړ کښې یې د کلی یا خاصو مسائلو په اړه یو شمېر پرېکړلیکونه تصویب کړی دی. د نولس سوه شپږ اتیایم کال د فرورۍ په اولسمه او اتلسمه نېټو د اروپائی څانګې سند چې پکې بې له څه سرحده په تدریجی توګه د اروپائی بازار ځاے پرځاے کېدنه اټکل شوې ده په خپله سریزه کښې تاکید کوی چې دولس غړی هېوادونه ټول په اساسی قوانینو او د بنیادی بشری حقوقو او ازادیو او په تېره بیا د اجتماعی ازادۍ، برابرۍ او انصاف په زمینه کښې له اروپائی اجتماعی منشور څخه د ملاتړ د کنونشن د غړیو هېوادونو په نورو قوانینو کښې د پېژندل شویو بنیادی حقوقو له اساسی کولو سره ملې ډېموکرېسۍ په وده ورکولو ژمن دی. د نوموړی سند په دوام کښې د نولس سوه نهۀ اتیایم کال په دسمبر کښې د شورا په ذریعې د بنیادی اجتماعی حقوقو لپاره د اتحاد منشور تصویب شوے دے.
په امریکه براعظم کښې هم د بشری حقوقو د مفهوم د راژوندی کولو او د هغو د ودې په لړ کښې مختلف اقدامات وشول. په نولس سوه اته څلوېښتم کال کښې د بوګوټا کانفرانس د جوړېدو په وخت د امریکائی حکومتونو د ادارې منشور او د حقوقو او دندو امریکائی اعلانیه ومنلې او تصویب کړې شوه. دغه اعلانیه یوازې د حقوقی اعتبار نه لرونکے یو سپارښت لیک ؤ. دغه اعلانیه په سن خوزې کاسټریکا کښې د امریکائی حکومتونو د ادارې لخوا له بشری حقوقو سره اړوند د تصویب شوی نولس سوه نهۀ شپېتم امریکائی کنونشن سره فرق لری چې د نولس سوه اتۀ اویایم کال د جولائۍ په اتلسمه نېټه د اجرا مرحلې ته رسېدلے دے. دغه کنونشن یو تفصیلی متن دے چې د یوې معاهدې په شکل کښې راغلے او د امریکې د اعلانیې د اصولو بیانوونکے دے، خو په عېن حال کښې د جنوبی امریکې د هېوادونو نه وده کوونکی حالت ته په پام سره حقیقت پسندانه نۀ ښکاری. کنونشن کله کله مدنی او سیاسی حقوقو ته په زیات دقت سره پاملرنه کوی، په داسې حال کښې چې د اقتصادی، اجتماعی او کلتوری حقوقو به اړه د احتیاطی چلند ښودونکے دے. دغه حقوق د هر هېواد امکاناتو او وسائلوته په پام سره له تدریجی پراختیا سره تړاو لری. دغه پراختیا په نولس سوه اتۀ اویایم کال کښې د یو دوویشت ماده ای ضمیمې د پروټوکول په بنیاد چې په اصولی توګه په اجتماعی حقوقو مشتمل دے تر یوۀ حده بڼه نیولې ده. دغه پروټوکول په اوس حال کښې له حکومتونو سره د الحاق لپاره ابلاغ شوے دے.
افریقا له استعماره له ازادۍ باوجود تل له بشری حقوقو څخه د ملاتړ او ودې له غورځنګه لرې وه او ده. د افریقا د یووالی منشور چې په نولس سوه درې شپېتم کال کښې په آدیس آبابا کښې تصویب شو،په خپل برخلیک باندې د خلقو په حق او د استعمار او نژادی تبعیض په خلاف په مبارزې متمرکز دے.د بشری حقوقو افریقائی منشور د یو بدلون ښودونکے بللے شوو. د غه د بشری او د خلقو د حقوقو یو منشور او د بشری حقوقو د یو ډله ایز او متحد نظر بیانوونکے دے چې د نولس سوه یو اتیایم کال د جون په دولسمه نېټه په نائېروبی کښې د افریقا د وحدت د ادارې په عمومی اسمبلۍ کښې تصویب شو او د نولس سوه شپږ اتیایم کال د اکتوبر په دولسمه نېټه د اجرا مرحلې ته ورسېد چې د نولس سوه نهۀ اتیایم کال تر آخره پورې ورسره پینځۀ دېرش هېوادونه یوځاے شوی دی.
منشور د نولس سوه اتۀ څلوېښتمې نړېوالې اعلانیه کښې ځینې خاص حقوق په ځان کښې ځاے کړی دی، خو ګڼ شمېر خاص اوصاف لری. دغه منشور په ابتداء کښې د پراختیا د حق په اهمیت قائل دے او د سیاسی مدنی حقوقو د احترام لپاره د لازمی شرط په څېر دے. دغه سلسله مراتب چې تر اوسه یې په افریقا کښې یولړ بد اثرت کړی دی په حقیقت کښې د بشری حقوقو په زمینه کښې د پراختیا پالنې د نظریې نېغ په نېغه اجرا ده. په دویمه مرتبه کښې منشور په مختصره توګه اقتصادی، اجتماعی او کلتوری حقوقو ته توجه کړې ده چې دومره د پام وړ نه ده.
د اېشیا براعظم د نړۍ د ترټولو زیاتو نفوسو، ډېرزیات کلتوری تنوع او د لرغونو مذهبونو او افکارو په ملاتړ سره د نړۍ د نورو سیمو په نسبت یو خاص حالت لری. له همدې امله په دغه سیمه کښې د بشری حقوقو او ازادیو د خیال ساتنې په اړه له مختلقو مشکلاتو سره اوس هم د ختیځ یا ختیځی زمکې به نامه هېوادونو ترمېنځ د سیمه ایزو څارونکو لارو چارو او د ګډو حقوقی چارو په تدوین کښې څه مهمه کامیابی نه ده ترلاسه شوې. په عېن حال کښې له سیمې نه په لاندې سطحو کښې په ځینو کوششونو او لاسته راوړنو سترګې نۀ شوو پټولې. د مثال په توګه د آ سه آن په قالب کښې د جنوب ختیځې اېشیا د سیمې هېوادونو د بشری حقوقو په اړه یو لړ ګډ اسناد تصویب کړی او د نوموړو اسنادو د تعقیب لپاره یې هم یو لړ لارې چارې کاروالې دی. همدارنګ د سارک په نامه د هېوادونو ډلې د بشری حقوقو په اړه یولړ ګډ اسناد تصویب کړی او په خپل مېنځ کښې لازم الاجرا بولی.
په اوقیانوسیې سیمه کښې هم د د دغې سیمې د هېوادونو ترمېنځ د بشری حقوقو په زمینه کښې یو لړ ګډ اسناد تصویب شوی دی. د عربو اتحادیې غړیو هېوادونو هم چې اکثر یې د اېشیائی هېوادونو په قطار کښې ګڼل کیږی ګډ اسناد تصویب کړی دی چې د بشری حقوقو عربی منشور یې ترټولو مهم دے.
د هرې جغرافیائی سیمې له کورنیو فعالیتونو نه علاوه چې د سیمه ایزو لارو چارو د بڼه نیونې او د بشری حقوقو په مخ بیائېلو لپاره ترسره شوی او ترسره کیږی ملګرو ملتو هم د دې په درک کولو سره چې له کلتوری، اقتصادی، اعتقادی او نورو مهمو اړخونو له لحاظه د هرې سیمې تقاضاوې دی ورته پاملرنه کړې ده چې د بشری حقوقو د نړیوالو اصولو د حقیقی عملی کېدنې امکان رامنځته شی، د عمومی اسمبلۍ د مصوبو یا د بشری حقوقو د کمېشن او د هغه په ځاے د بشری حقوقو د شورا د مصوبو په قالب کښې له بشری حقوقو څخه د ملاتړ او په مخ بیائېلو سیمه ایزو ترتبیاباتو په عنوان سره یې یو لړ اقدامات ترسره کړی دی چې په خاصه توګه په اېشیا او اوقیانونسې سیمه کښې د پام وړ ظرفیت جوړونو او په ځینو سیمه ایزو ګډو لارو چارو او مفاهیمو باندې د وفاق او ځینو غږمتلیاو د حاصلولو سبب شوی دی.
د لویدیځې فلسفې او نظریې له مخې د بشر د نړیوالو حقوقو د مفاهیمو د ترویج او د هغو د نړیوال والی افکارو د ترویج او د حکومتونو لخوا د دغو مفاهیمو د منلو لپاره د تبلیغ او تشویق په مقابل کښې په اسلامی نړۍ کښې له اسلامی اصولو سره د دغوځینو مفاهیمو د مخالفت په دلیل یو لړ مختلفې مقابلې رامنځته شوې چې د اسلامی بشری حقوقو د اعلانیې د برابرېدو سبب شوې چې په راتلونکی پروګرام کښې به د دغې اعلانیې د تصویبېدو د چلند څېړنه وکړوو انشاء ا....
 

Add new comment