الهی دینونه باید له تکفیری او سرزورو ډلوسره د مقابلې لپاره سره متحد شی

د ایران د تقلید ستر مرجع ایت الله مکارم شیرازی بیګا په قم کښې د واټیکان د صلحې او عدالت د پاپی شورا له مشر کارډینال پیټر تورکسون سره په کتنې کښې د قم د علمیه حوزې او د واټیکان داړیکو په پیاوړتیا دخواښې په څرګندولو سره وویل هیله من یم چې دغه کتنې د الهی د

 د ایران د تقلید ستر مرجع ایت الله مکارم شیرازی بیګا په قم کښې د واټیکان د صلحې او عدالت د پاپی شورا له مشر کارډینال پیټر تورکسون سره په کتنې کښې د قم د علمیه حوزې او د واټیکان داړیکو په پیاوړتیا دخواښې په څرګندولو سره وویل هیله من یم چې دغه کتنې د الهی دینونونو دمشرانو لخوا د بشریت د دنیا دمشکل دحل لپاره یوه(۱) دریڅه ووسی .
دایران دتقلید ستر مرجع ددنیا ننیو مشکلاتو ته په اشارې سره وویل اختلافات، اخلاقی فسادونه ، اقتصادی او سیاسی مشکلات داوسنۍ نړۍ ترټولو مهم مشکلات دی او ددینونونو ملګرتیا ددغو مشکلاتو په ختمیدا کښې اغیز شیندونکی کیدلای شی .
د واټیکان د صلحې اوعدالت دپاپی شورا مشر کارډینال ترکسون هم په دغه کتنې کښې په دې خبرې سره چې ددنیا خلک اوس له جنګ او وینې بهیدا سره ښکیل دی وویل ددینونونو ترمینځ تعامل نړیواله ټولنه الهی نظم ته نږدې کولای شی .

Add new comment