شېخ ابراهیم زکزاکی د حق د لارې مبارز (2)

شېخ زکزاکی عقیده لری چې اسلام یو نړیوال پېغام دے او یوازې له عربو سره متعلق نۀ دے بلکه له ټولو انسانانواو ټولو کلتورونو او تهذیبونو سره تعلق لری. د هغۀ له نظره سوچه محمدی (ص) اسلام هم هغه له مینې،مهربانۍ او ورورولۍ ډک اسلام دے چې د خداے د ګران رسول (ص) اه

 ګرانو او قدرمنو دوستانو زمونږ تودۀ سلامونه قبول کړئ. د دې موضوع په تېره برخه کښې مو د نائجېریا د مسلمانانو د مشر شېخ ابراهیم یعقوب زکزاکی له لوړو, ژورو د ډک ژوند ځینې برخې تاسو عزتمنو ته وړاندې کړې.
همدارنګ مو له امام خمېنی (رح) سره د هغۀ د کتنې په اړه وویل چې په دغه کتنه کښې څه ډول د شېخ زکزاکی په زړۀ کښې تل پاتې کېدونکې لمبه راوچته شوه او پکې د هغه د روحی او معنوی ژورو بدلونونوسرچینه شوه. هغۀ امام خمېنی (رح) په مختلفو شخصیتی، دینی او سیاسی اړخونو کښې تر ټولو غوره عملی نمونه وموند او د هغۀ له مریدانواو پېروکارو وګرځېد. له هغې کتنې وروسته وو چې د نائجېریا ستر شخصیت شېخ ابراهیم زکزاکی د خداے د ګران رسول (ص) د پاکو اهلبېتو علیهم السلام مکتب قبول کړ او په کریمانه چلندونو او نه ستومانه کېدونکو کوششونو سره په یو مېړنی او انصاف لټوونکی مشر بدل شو. هغه داسې رهبر شو چې په زړونویې حکومت کوۀ. هغۀ په نائجېریا کښې د عمل په اخلاص او انسان جوړوونکو هلو ځلو سره داسې انسانان تربیت کړی دی چې د امام حسېن او د نورو اهلبېتو علیهم السلام د مکتب عاشقان دی. د اسلامی غورځنګ یو غړے او د زکزاکی یو نزدې کس حسن بالا وائی: ((د دې وجه چې شېخ په اوس حال کښې دغه ټول پلویان لری په نائجېریا کښې د شېخ نرمه او سوله ایزه رویه ده. دا چې له شلو کلونو نه په کمه موده کښې د نائجېریا شیعه مسلمانان څو میلینو ته رسیږی د شېخ له ښۀ سلوکه بغېر چې له اهلبېتو امامانو علیهم السلام څخه یې تاثیر اخېستے دے بل څه نه دی.))
د شېخ زکزاکی د فعالیتونو نتیجه د دې سبب شوې ده چې د نائجېریا شیعه مسلمانانو په تېرو دریو لسیزو کښې زیاته وده کړې ده او په میلینونو خلق له سنی او مسیحی مذهبونو څخه د اهلبېتو علیهم السلام مکتب ته راوړېدلی دی.
شېخ زکزاکی عقیده لری چې اسلام یو نړیوال پېغام دے او یوازې له عربو سره متعلق نۀ دے بلکه له ټولو انسانانواو ټولو کلتورونو او تهذیبونو سره تعلق لری. د هغۀ له نظره سوچه محمدی (ص) اسلام هم هغه له مینې،مهربانۍ او ورورولۍ ډک اسلام دے چې د خداے د ګران رسول (ص) اهلبېت علیهم السلام پرې ترټولو ښۀ عمل کوونکی وو.
شېخ زکزاکی وائی: ((اسلام د یو نړیوال پېغام په توګه راغلے دے چې زمونږ افکار بدل کړی. البته د خلقو کلتور او تهذیب په خپل ځاے باقی پاتې کیږی خو د فکر او عمل له مخې بدلیږوو. د مثال په توګه یو کس چې مسلمانیږی که له دې مخکې یې د خپل اجتماعی شخصیت د ساتنې په دلیل دروغ نه ویل نو له مسلمانېدو وروسته د خداے پاک د رضایت، له مرګه وروسته په ژونداو جنت او دوزخ باندې د عقیدې په وجه دروغ نه وائی. دا د یو مسلمان کس د کردار د ټولو اړخونو په باره کښې صحیح ثابتیږی. هغه نور نو د خداے پاک د رضایت د حاصلولو او هغۀ ته د نزدې کېدو لپاره کوشش کوی چې ښۀ اعمال ترسره کړی.)) شېخ زکزاکی په دوام کښې تاکید کوی چې: ((هغه ټول مثبت اړخونه چې یو انسان یې له مسلمانېدو وروسته مومی د هغه بدلون د قوت په وجه دی چې ورته توحید ویل کیږی.))
یو نائجېریائی محصل چې د شېخ زکزاکی په ذریعې سره شیعه شوے دے وائی: (( زکزاکی په نولس سوه اتیایم کال کښې له ایرانه له هم هغه راستنېدو په وخت کښې د خپلو نویو عقائدو په معرفی کولو کښې د تشیع نوم نه اخېستۀ او ټولې خبرې او بلنې یې د ((اسلامی ورورولۍ)) تر عنوان لاندې مطرح کولې. یعنې خلق به وړومبې د هغۀ کریمانه چلندونو ته جذبېدل او بیا به یې مذهب ته راوړېدل.
د هغۀ لخوا د وړاندې شویو تعلیماتو له مخې د نائجېریا شیعه مسلمانان زړۀ راښکونکے اسلامی کردار لری. هغوی حتی خپل جوماتونه هم له سنی مسلمانانو څخه نۀ دی بیل کړی او د نائجېریا زیاتره بې وزلې او مسکینې سنی کورنۍ د شیعه ؤ په سرپرستۍ کښې ژوند کوی او همدغې موضوع د آل سعود وهابیان سخت قهرجن کړی دی. په دې وروستیو کښې او د منا له غمیزې وروسته شېخ زکزاکی د سنی مسلمانانو کورونو ته د تعذیت او تسلیت لپاره لاړ او د منا د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږی څرګنده کړه او هغوی د دغه عالم په امامت کښې نمونځ ادا کړ.))
د دغه محصل د وېنا له مخې: (( په اوس حال کښې د اهلبېتو علیهم السلام د مکتب پېروکار د نائجېریا د خلقو ترمینځ ښه نوم لری. هر ځاے کښې چې خلق له یو شیعه سره مخامخیږی نو پوهیږی چې ورباندې پوره پوره اعتماد کولې شی، او په دې پوهیږی چې هغه دروغ، غلا یا بل غېر قانونی کار نه کوی. او د کردار دا ټولې ښکلاوې د شېخ زکزاکی د پرله پسې کوششونو نتیجه ده.))
نائجېریا اوس او د د غه ستر او مظلوم دینی عالم له نه ستړې کېدونکو هلو ځلو وروسته د خداے د ګران رسول (ص) د پاکو اهلبېتو علیهم السلام د مکتب له اتو نه تر دولسو میلینو پورې پېروکار لری. په نائجېریا کښې د خداے دګران رسول (ص) د اهلبېتو علیهم السلام په تېره بیا د امام حسېن (ع) مینه وال او عاشقان په یو شانداره حرکت کښې د خپلې مینې او عقیدت ښودنه کوی. په میلینونو مسلمانان د امام حسېن (ع) د شهادت د اربعین یا څلوېښتۍ په ورځ څو کېلومیټره پیاده تلو نه پس ځانونه په زاریا ښار کښې بقیت ا... نومې امامبارګاه ته رسوی چې د خپلو دینی وروڼو ترڅنګه د امام حسېن (ع) په غم کښې ویر او ماتم وکړی.
د معتبرو رپوټونو له مخې دغه په خپله خوښه پیاده تګ چې د نائجېریا د مسلمانانو له عشق، مینې او اخلاصه سرچینه اخلی د عراق د اربعین له میلینونو خلقو له پیاده تګ نه وروسته په دنیا کښې دویمه رتبه لری. هر کال دغه عاشقان مخ په زیاتېدو دی او ویل کیږی چې سږکال د نائجېریا لس میلین کسانو په دغه پیاده تګ کښې ګډون لرۀ. دغه ټول هر څه په نائجېریا کښې د شېخ زکزاکی د وجود په برکت دی.
خو په نائجېریا کښې د اهلبېتو علیهم السلام د مینه والو مسلمانانو د شمېر زیاتېدنه د سعودی، امریکې او جنایتکار صهیونېسټ رژیم د اندېښمنې سبب شوې وه. هغوی په مختلفو دسیسو او په هغه نفوذ سره چې د نائجېریا په حکومتی او اطلاعاتی مراکزو کښې لری د خلقو د بدلون په مقصد پوه شوی دی. هغوی کلونه وشول چې له هغۀ څخه ویریږی. له هغه وخت څخه چې هغه د اقتصادو د څانګې یو مېړنې محصل ؤ. شېخ زکزاکی اوس چې کوششونه یې کامیاب شوی دی له مخکې نه زیات د کورنیو او بهرنیو دښمنانو له قهر او غضب سره مخامخ شوے دے. دښمنان زیاتره له دې ویریږی چې هسې نه اسلام ته مخ په زیاتېدو ګروهنه د نائجېریا د حکومت د نسکورېدو او د شېخ زکزاکی په مشرۍ د یو اسلامی حکومت د جوړېدو سبب شی. هغوی له دې ویریږی چې هسې نه شېخ زکزاکی په یو بل خمېنی بدل شی او د ایران په شان د اسلامی حکومت په جوړولو سره په نائجیریا کښې د پردیو د نفوذ لاسونه وتړی.
د مسلمانانو له زیاتېدو څخه د سعودی، امریکې او همدارنګ د نائجېریا د حکومت احساس د دې سبب شو چې په شېخ زکزاکی باندې دباوونه زیات شی . په دوه زره څوارلسم کال کښې د قدس د نړیوالې ورځې په موقع د خلقو له سولې او امنه ډک لاریون کښې وو چې د نائجېریا د حکومت او فوځ قهر راوپارېدۀ او فوځیانو په خلقو باندې په ډزو کولو سره د شېخ زکزاکی درې زامن شهیدان کړل. خو دغه مېرنی او مظلوم مشر د خپلو زامنو د جنازې نمونځ ادا کړ او اعلان یې وکړ چې دوی د کربلا د شهیدانو په وړاندې ډېر ناڅه قربانیان دی. دغه نامتو دینی عالم په خپل ټینګ اودرېدنې سره وښودله چې د اسلام او د تقوادارو انسانانو د تربیت په لاره کښې یې ټوله هستی په مخلصانه توګه وقف کړې ده او دې ته تیار دے چې په دغه مقدسه لاره کښې خپل ځان او د خپلې کورنۍ کسان قربانی کړی.
تر ټولو وروستۍ غمناکه واقعه د دوه زره پینځلس کال د امام حسېن (ع) د څلوېښتۍ په ورځ د مسلمانانو په اجتماع باندې په پراخه توګه ډزې وې. فوځ د نائجېریا د ګډې درستیز والۍ د مشر د وژلو لپاره د شیعه ؤ د پلان په بهانه په شیعه مسلمانانو حمله وکړه او زاریا ښار او بقیت ا... امامباړه کښې یې له زرو نه زیات کسان شهیدان کړل. فوځ په دغه ورځ د شېخ زکزاکی په کور هم حمله وکړه او یو شمېر کسان یې هلته هم شهیدان کړل. په دغه پېښه کښې شېخ زکزاکی او د هغۀ مېرمن سخت ژوبل شول. فوځ له دې واقعې وروسته شېخ زکزاکی او د هغۀ مېرمن نامعلومه ځاے ته بوتلل. د نائجېریا مسلمانانو له دغې وحشیانه حملې وروسته او له شهیدانو او خپل مشر څخه په ملاتړ کښې هره ورځ په پراخو احتجاجی مظاهرو لاس پورې کړ. حکومت د خلقو له قهره وویرېدۀ او بالاخره څو ورځې پس معلومه شوه چې شېخ زکزاکی ژوندے دے او علاج معالجه یې کیږی او د خداے په فضل یې مېرمن هم ژوندۍ پاتې ده.
د نائجېریا د مسلمانانو د عالی شورا غړی پروفېسر طاهر یحیی چې له دغه نامتو مشر سره یې د کتنې اجازت اخېستے ؤ وویل فوځ په شېخ زکزاکی باندې شپږ ډزې کړې وې په دا ډول چې خپله هغوی هم دا تصور نه کوۀ چې د زخمونو د زیاتوالی له کبله به ژوندے پاتے شی. پروفېسر طاهر یحیی وویل چې شېخ زکزاکی په دغه کتنه کښې یوازې د دې ټکی یادونه وکړه او وې ویل: ((وروستۍ پېښې ډېرې افسوسناکې دی.))
د نائجېریا د مسلمانانو مشر شېخ زکزاکی تر اوسه مسلمانانو ته د وسله ایز حرکت اجازه نۀ ده ورکړې. هغۀ په سوله ایزې رویې سره له مشکلاتو سره چلند کړے دے او کوشش یې کړے دے چې مسلمانان د نائجېریا حکومت او فوځ ته څه بهانه په لاسو ورنکړی. د دې باوجود فوځ په مسلمانانو یرغل وکړ. زیاتره یې شهیدان کړل او د هغوی محبوب رهبر او مشر یې سخت ژوبل کړ. دا په داسې حال کښې دی چې اسلامی او قرانی تعلیمات په دې خبر تاکید کوی چې د مظلومانو وینه به یوه ورځ د اور بلوونکو لمنې ته ورسی او د ظلم کاسه به یې نسکوره شی. ځکه چې د ظلم مزے لنډ وی.

Add new comment