امام رضا (ع) د معرفت روانه چينه(۰۳)

امام رضا (ع) د معرفت روانه چينه
الهي بې پايانه علم له سمندر څخه يو وړوکے څاڅکے دے چې د امامت او ولايت د اسمان د اتم ځلانده ستوري حضرت امام رض

په روايت کښې راغلي دي چې يو سړي د خداے ګران رسول (ص) ته عرض وکړ: زۀ خپل عمل پټ ساتم او نۀ غواړم چې څوک ترې خبر شي او که اتفاقاً ترې خلق خبر شي نو زۀ د خلقو په دغو خبرېدو خوشحاليږم. د خداے ګران رسول (ص) ورته وفرمايل: ((ستا لپاره دوه اجره دي. يو د عمل د پټولو اجر بل د څرګندېدو اجر.)) البته که دغه خوشحالي د ريا لپاره وي نو د عمل د باطلېدو سبب کيږي. خو کېدې شي چې دغه نېک عمل هيڅکله ښکاره نۀ شي خو د نېک عمله کس خوشحالي د خداے پاک د رضامندۍ د حاصلولو په سبب ده. نو ځکه دغه خوشحالي نۀ ريا ده او نۀ عُجب يعنې تکبر دے بلکې يو روحاني او معنوي حالت دے چې د خېرخوانه عمل له ترسره کولو وروسته د خداے پاک نزدېکت د انسان په برخه کيږي.
د امام رضا (ع) له نظره د خداے د ښو بندګانو دويم صفت دا دے چې هر کله بد عمل وکړي نو له خداے پاک څخه د مغفرت غوښتنه کوي. خداے پاک د قران شريف د آل عمران په 135 آيت کښې فرمائي: ((او هغه کسان چې کله بد عمل وکړي يا په ځان باندې ظلم وکړي نو خداے پاک يادوي او د خپلو ګناهونو لپاره د بخښنې سوال کوي او څوک دے بې له خدايه چې ګناهونه وبخښي؟ (هغوي) په ګناهونو باندې ټينګار نۀ کوي له دې سره چې پوهيږي.))
په تفسير نمونه کښې د دې مبارک آيت په اړه لولو: ((له هغه تعبير څخه چې په دغه ايت کښې شوے دے داسې استفاده کيږي چې انسان چې ترڅو د خداے په ياد بوخت وي ګناه نۀ کوي، بلکې هغه وخت ګناه کوي چې په کلي توګه خداے هېر کړي او ټول بدن يې په غفلت کښې راګېر شي، خو دغه غفلت او هېرونه په پرهېزګارو کسانو کښې زياته نۀ پاتې کيږی بلکې زر د خداے پاک په ياد بوختيږي او د تېر وخت تلافي کوي، هغوي احساس کوي چې له خدايه پرته بل څه د پناه ځاے نۀ لري او يوازې پکار دي له هم هغه ذات څخه د خپلوګناهونو بخښنه وغواړي.))
د امام رضا (ع) له نظره د خداے پاک د ښو بندګانو له صفاتو څخه دريم صفت دا دے چې کله ورته يو نعمت ورکړې شي نو شکرګزاره وي))
په حقيقت کښې حقيقي شکرګزر بندګان هغه کسان دي چې له دې نه علاوه چې ژبې يې د خالق او مخلوق په شکر مشغولې وي د زړۀ په اعتقاد سره ايمان ولري چې په دې عالم کښې هر يو نعمت د خداے پاک لخوا د هغۀ په رحمت او مهربانۍ سره بندګانو ته ورکړے شوے دے. نو که د يو کس لخوا هم ورته يو نعمت رسيږي نو بيا هم يې د خداے پاک لخوا بولي او له مخلوق نه علاوه د هغه ذات هم شکرګزار وي. او چې کله يې په دې چاره باندې عقيده پېدا شوه نو د خپل حقيقي محبوب د رضا په لاره کښې له هيڅ عمله ډډه نۀ کوي او په خپل ټول توان سره د خداے پاک د رضامندۍ لپاره کوشش کوي. د شکر يوه اوچته مرتبه دا ده چې الهي نعمتونه د خداے پاک د رضا لپاره استعمال کړي، مثلا د بدن غړي او اندامونه چې له الهي نعمتونو څخه دي د هغه ذات د طاعاتونو او عبادتونو لپاره وکارولې شي او ګناه پرې ونۀ کړي.
د امام رضا (ع) په کلام کښې د خداے پاک د ښو بندګانو څلورم صفت د دنيا په امتحاناتو او سختيو باندې صبر دے. خداے پاک د قران شريف د سورۀ بقرې په 155 او 156 مبارکو ايتونو کښې فرمائي: ((په تحقيق سره تاسو ټول به له ويرې، لوږې،له سر او مال له زيانونو او د پېداوارونو له کمښت څخه په يو څيز سره وازمايم، او زېرے ورکړه استقامت کوونکو ته، هغه کسان چې هر کله ورته يو مصيب ورسي نو وائي: مونږ له خداے څخه يو او د هغۀ لوري ته ستنيږوو، هغوي هغه کسان دي چې د خداے لطف او رحمت يې په برخه شوے او هدايت شوي کسان دي.))
امام رضا (ع) د خداے پاک د غوره بندګانو لپاره پينځم صفت د قهر او غصې په وخت بخښنه او معافي بولي. امام جعفر صادق (ع) فرمائي: ((هيڅ يو بنده داسې نشته چې خپل قهر او غصه وڅښي مګر دا چې خداے پاک يې په دنيا او آخرت کښې عزت زيات کړي)) د عفوې او بخښنې مقام د قهر او غصې له څښلو نه زيات اوچت دے، ځکه چې د قهر څښل د ارامښت ساتنه او خداے پاک ته د ظالم د سزا کولو سپارل دي. خو معافي د نور چا له غلطۍ او اشتباه څخه تېرېدل دي، په دا ډول چې له خدايه د هغۀ لپاره د سزا او عقوبت غوښتنه ونۀ کړي. معافي کول له ربوبي صفاتو څخه دي او هغه انسان چې دغه صفت ولري نو د خداے په اخلاقو سره سينګاريږي.
دغه مبارک حديث د الهي بې پايانه علم له سمندر څخه يو وړوکے څاڅکے دے چې د امامت او ولايت د اسمان د اتم ځلانده ستوري حضرت امام رضا (ع) په ژبه مبارکه جاري شوے دے.
له خدايه غواړوو چې مونږ د پاکو اهلبېتو عليهم السلام ولايت ته له پناه وړونکو څخه وګرځوي او زمونږ روحونه د هغوي د تعليماتو له روڼې چينې څخه خړوب کړي. د خداے قدرمن رسول (ص) فرمائي: ((زما د بدن ټوټه به په خراسان کښې دفنيږي، او هر غمجن او ګناهګار کس چې د هغۀ زيارت وکړي نو خداے پاک به يې غم او اندېښنه له منځه يوسي.))

Add new comment

Fill in the blank.