د امام مهدي عليه السلام د زوکړې خاص مطلب

د دوہ سوہپينځه پنځوسم هجری قمري کال د شعبان د مياشتې د پينځلسمې په سهار، د امام حسن عسکری عليه السلام په کور کې يو پاک ماشوم نړۍ ته سترګې رڼې کړې چې د نبوت او امامت د کورنۍ د سترګو تور او او د بشريت تر ټولو لوے ژغورونکی دے . دهغۀ نوم د خپل نيکۀ نوم

د دوہ سوہپينځه پنځوسم هجری قمري کال د  شعبان د مياشتې  د پينځلسمې په سهار، د امام حسن عسکری عليه السلام په کور کې  يو پاک ماشوم نړۍ ته سترګې رڼې کړې  چې د نبوت او امامت د کورنۍ د سترګو تور او  او د بشريت  تر ټولو لوے ژغورونکی دے . دهغۀ نوم د خپل نيکۀ نوم يعنې محمد(ص) او  کنيت يې د بشريت په تيارۀ  دور کې د خداے د دين ژوندے کوونکے دے . هو، هغه هماغه د زمانې امام حضرت مهدی عليه السلام دے چې د راتللو وعده يې ورکړې شوې ده او د قران ، پېغمبر او معصومو امامانو عليهم السلام په وېنا  له يو اوږد غېبته وروسته به  راڅرګنديږي  او د غفلت وهلو انسانانو بې روحه نړۍ به  په خپل مسيحائي دم سره  دوباره ژوندۍ کوي.
عزيزانو  تاسو ته د حضرت امام مهدی علېه السلام د نېکمرغه زوکړې د کليزې په مناسبت د مبارکۍ په ترڅ کې  د غېبت په  دوران کې د هغوی د شتون او په بله معنا د هغوی د غائبېدو د فائدو په هکله درته يوه وېنا وړاندې کوو په دې هيله چې د استفادې وړ مو وګرځي.
د امام حسن عسکري عليه  السلام د   امامت پړاو د پېغمبراکرم (ص) د اهل بېتو  په تاريخ کې تر ټولو سخت او حساس پړاو ؤ . عباسي خليفه معتمد، د هغو خبرونو او روايتونو په اساس چې  له رسو ل الله مبارک او معصومو امامانو څخه ( ع) نقل شوې وو پوهېدۀ  چې  د خداے وروستے حجت ، له ظالمانو غچ او انتقام اخستونکے، د مظلومانو پناه ځاے  او د  توحيد او عدالت د حکومت ټينګوونکے به  د  امام حسن عسکري عليه السلام په کور کې پېدا کيږي.  له  دې امله يې همېشه هغه حضرت تر څارنې لاندې درلود. خو د خداے اراده حضرت امام مهدی عليه السلام  بې له دې چې دښمنان  پوه شي  په پوره سلامتيا سره  نړۍ ته سترګې رڼې کړې .  د هغه حضرت له امامته مخکې د خلکو غفلت ، جهالت  او  بې قدري سبب شوه چې  د پېغمبراکرم (ص) د نسل يولس امامان  په غربت کې شهيدان شي .  ښائی له همدې امله خداے تعالی  خپل وروستے حجت د خلکو له نظرونو پټ وساتۀ  چې د هغوی ځلانده لمر د غېبت تر پردې شاته  هم  نړۍ ته ژوند او رڼا وبخښي.
×××
ځينې کسان د  امام مهدي نه ظاهر والے د هغوی د نۀ شتون او  حضور نۀ لرلو په معنا ګڼي په داسې حال کې  چې   د متقيانو مولا حضرت امام علی عليه السلام په دې اړه فرمائي:
«هغه وخت چې زما له نسله غائب امام، له سترګو پناه شي، عام خلک به خيال کوي چې  د خدای حجت ختم شوے او امامت باطل شوے دے ! په خداے قسم په دغه ورځو کې د خداے حجت د هغوی په مېنځ کې دے ، د هغوی کوڅو او بازارونو کې ګرځي ، هغه خلک ويني خو خلک هغه تر يو ټاکلي وخت او  ورځې نه ويني »
حقيقت دا دے چې امام حاضر دے  خو د خلکو د غفلت او ګناه پردو هغوي د  امام له ليدلو بې برخې کړي دي.
 دلته دا پوښتنه کيږي چې  د داسې امام شتون چې  خلک ورته لاسرسائي نه لري  او  له وجوده يې استفاده نه شي کولې څه فائده لري ؟  البته دا کومه نوې پوښتنه نه ده او د پېغمبر (ص) له وخته هم کېده . له پيغمبر(ص) پوښتنه وشوه «د غېبت په زمانه کې د مهدي شتون څه فائده لري؟» هغه حضرت وفرمايل : « خلک دهغه غائب امام  له وجوده ګټه پورته کوي لکه څنګه چې  له وريځو شاته  د لمر شتون د مخلوقاتو د  ژوند سبب دے  نه شتون يې د هغوی د ختمېدو سبب کيږي ،  د امام وجود که څه هم  د غېبت تر پردې شاته وي  د مخلوقاتو د مادي او معنوي ژوند  او دهغوی د نجات او هدايت سبب دے .
د اسلام عالمانو دې پوښتنې ته چې  دغائب امام فائده څه ده  نور ځوابونه هم ورکړي دي، خو اول بايد د خلقت په نړۍ کې د امام مقام وپېژنو  او وروسته بيا ووينو چې  د امام ظاهروالے يا غائبوالے  د امت له پاره د هغۀ په فائدې څه اغېزه او اثر لري.
 له قران  او اسلامي تعليماتو سره  لومړۍ بلدتيا  د دې ښودنه کوي چې د  نړۍ او انسانانو خلقت د پغېمر او امام  له  پيدا کولو پرته  معنا او مفهوم نۀ لري.  د خلقت هدف لکه څنګه چې  په قران کې راغلے « د پالونکي عبادت» دے هغه شان چې له هغه  ذات سره ښائی.  دا کار هم يوازې يو کامل انسان کولې شي  چې  هماغه پېغمبران او معصوم امامان دي  چې ځمکه هيڅکله د هغوی له وجوده نه خالي کيږي . هغوی د خدای مخلوقاتو ته د الهی فېض  واسطې دي .  هغوی د هغوی د وجود او عبادت په برکت دی چې  ځمکه او اسمان  قائم دي او بندګان روزي خوري  او د ژوند او کمال فرصت مومي. او د خدای رحمت او مهرباني ورباندې نازليږي. شيعه او سنيان په دې خبره عقيده لري  اهل سنت عالم «شهاب الدين آلوسي» وائي: «هغه کامل انسان چې په ځمکه کې دے او د هغه په برکت خلکو ته د خداے فيوضات رسيږي،  که د سترګې د يو رپ لپاره هم هغه کامل انسان  لرې کړې شي ځمکه به خپل استوګن ونغري  او دنيا به پاې ته ورسيږي. او نوره  به  نو بيا کومه دنيا نه وي چې  خلک پکې وي»
لوے اهل سنت عالمان منجمله  جلا الدين سيوطي وائي:  په دې دنيا کې ځينې کسان د «ابدال» په توګه دي  يعنې د انبياو نعم البدل  يا په بله ژبه د هغوی ځای ناستي ، او بيا توضيح ورکوي چې له نبي اکرم (ص) وروسته  دا کسان دي چې خداے د هغوي په برکت خلکو ته روزي ورکوي او له هغوی بلاګانې او مصيبتونه غړوي. دا  هماغه د فيضی وساطت  یعنې د فېض اخستلو لپاره د يوې واسطې او وسيلې د لرلو معنا ده چې شيعيان  د اهل بېتو(ع) لپاره د دغه مقام قائل دي ځکه چې  د قران او رسو ل الله مبارک په وېنا هغوی له هر ډول ککړتياوو پاک دي او د پېغمبر په حقه ځاے ناستي دي.
په دې سربېره په روايتونو کې راغلي دي چې  که  د امام وجود نه وي، ځمکه به خپل  استوګن د هغوی د ګناهانو د زياتوالي په  وجه تېر کړي  او د ژوند لړۍ به غوڅه شي. خداے تعالی  د پېغمبرانو او امامانو د جود په برکت دغه بلاګانې له ځمکې غړوي او بندګانو ته فرصت ورکوي چې  د کمال او سعادت  لارې ته ستانه شي.  رسو الله مبارک (ص) فرمائي: « هغه څه چې زما د امت د امنيت سبب دي، زما اهل بېت (ع) دي  چې که  دغه اهل بېت د خلکو له مېنځه لاړ شي الهی بلاګانې به په هغوی نازلې شي»
 په ژوندي خو له سترګو په پناه امام ايمان او عقيده ، په روښانه راتلونکي د مسلمانانو د اميدوارۍ سبب کيږي . هيڅ کس يا ټولنه  بې له اميده خپل ژوند او حرکت ته دوام نه شي   ورکولی  کومه ټولنه چې  د  شاهد او  ژوندي امام په شتون عقيده  لري،  ځان يوازې او  له  هغه جدا نه ګڼي او يو ښه حالت ته درسيدلو لپاره  هڅه کوي لکه چې حضرت امام مهدی عليه السلام فرمايلې دي: « مونږ ستاسو په خيال ساتلو او سرپرستۍ کې کوتاهي نه کوو او تاسو نه هيروو ، نو الهی تقوا ته مخه کړئ  او زمونږ مرسته وکړئ چې له هغو فتنو مو چې تاسو ته مخه کوي وژغورو.»
همداراز د روايتونو مطابق، امام مهدی عليه السلام  د خلکو له عملونو او کړنو خبر دے.  په دې خبره عقيده سبب کيږي چې  انسان ځان له ګناهونو او بدو کارونو لرې وساتي  کله چې انسان دا عقيده ولري چې يوازې او بې رهبره نه دے پرېښودل شوے  او  د زمانې امام يې  چې هر کله حالات برابر او ملګري يې تيار شول، راښکاره کيږي به، په ځان او نورو کې د چمتووالي د پېدا کولو لپاره  ډير طاقت او محرک ويني . دغه چمتووالے  په دې سربېره چې  د امام زمان په راڅرګنديدو کې  په  تعجيل او بيړه کيدو کې اغيزمن دے،  د مسلمانانو ټولنه  د ځان او  خپل حېثيته په دفاع کې  پياوړې کوي.
د وخت په تېرېدو او  له دين سره د  شخصی سليقو په  يو ځاے کېدو  او  په دين کې د مفسده غواړو له دست درازۍ سره،  په الهی تعليماتو کې تاوانوونکي بدلونونه  راغلل.  د دې لپاره چې د دين اصالت وساتل شي او د خرفاتو او تحريفاتو مخه ونيول شي، بايد د دين تعليمات د يو معصوم امام  او مشر په وسيله دوام پېدا کړي که دغه امام ښکاره وي  او که پټ، د امام مهدی (ع) لوړ روح  د دغه الهی دين   پوخ ساتونکے دے  چې ټول تعليمات يې  بې له کمي زياتي د بشر د هدايت لپاره باقي پاتې شي.
همداراز امام  احکامو د بيان او د  دين د تعليم له لارې د خداے  د بندګانو پر ظاهري هدايت سربېره،  په زړونو او فکرونو کې د  د معنوی نفوذ له لارې يو ډول  روحانی تربيت هم لري  پر دې اساس که څه هم امام  له ظاهري سترګو پناه دے خو  له باطني لارې  په نفوسو او ارواحو اشراف او ورسره  اتصال لري.  او کوم کسان چې  لياقت ولري  هدايت  ته په رسېدلو کې ورسره مرسته کوي.  مسلما که  امام د خواصو لپاره هدايت ولري  فائده يې ټولو خلکو ته رسيږي  او  حق خبره او صحيح نظر په ټولو خلکو کې خپريږي.
پر دې اساس د اسلام د مبين دين د تعليماتو په اساس   په نړۍ کې د امام مقام  له ظاهری هدايت  او د چارو  او حکومت تر چلولو ډير ورپورته دے . البته حکومت هم د امامت يوه برخه ده چې بايد د خلکو لخوا يې شرائط برابر کړی شي. خو امام د يو کامل انسان په توګه د خلقت هدف او په خلکو د الهی فېض واسطه ده . نو غېبت او ظهور، په دغه مقام کې هيڅ تاثیر نه لري پر دې سربېره،  له مشکلاتو سره د مبارزې لپاره د قوي انګېزې او هيله مندۍ پېدا کول،  له دښمنانو سره د مقابلې لپاره د چمتووالي ساتل  او د حلالو او حرامو خيال ساتل،  د ا مام په اشراف  او د دين د ساتلو په اصل د عقېدې په وجه د امام د غېبت  يوه فائده ګڼل شوې ده .
د امام مهدي عليه السلام په هکله د رسول الله مبارک (ص) په يوې وېنا سره خپل مضمون پای ته رسوو.  فرمائي: « تاسو ته د مهدی زېرے درکوم .  هغه به زما په امت کې راپاڅيږي  په داسې حال کې چې امت به په اختلافونو او تېروتنو کې ډوب وي  نو ځمکه به له عدل او انصافه ډکه کړي لکه څنګه چې به له ظلم او زياتي ډکه شوې وي  او د اسمان او ځمکې خاوندان به له هغه راضي او خوشاله شي. »

Add new comment