داسلام د پیغمبر سیرت ، ټول ژوند ، جمال، کمال او اخلاق اعتدال وو

داسلامي ایران ولسمشر په دې خبرې ټینګار سره چې دایران خلکو د تیر کال د و لسمشرۍ په انتخاباتو کښې د اعتدال او میانه روې لاره غوره کړه ټینګار وکړ له دغه لارې ستنیدل امکان نلري . د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني نن د انتظار او امید په جشن کښې چې په تهران کښې

داسلامي ایران ولسمشر په دې خبرې ټینګار سره چې دایران خلکو د تیر کال د و لسمشرۍ په انتخاباتو کښې د اعتدال او میانه روې لاره غوره کړه ټینګار وکړ  له دغه لارې ستنیدل امکان نلري .
د اسلامي ایران ولسمشر حسن روحاني نن د انتظار او امید په جشن کښې چې په تهران کښې د اسلامي انقلاب د ستر لارښود دهیلي وړ سیاسي حماسې د تحقق د لو مړنۍ کلیزې او د بشریت د اخري ژغورونکي حضرت امام مهدي علیه السلام د زوکړې په مناسبت وشو د اعتدال او میانه روي مفهوم بیان کړ او ویې ویل اعتدال یوه روده او تفکر دی او داسلام د ګران پیغمبر سیرت ، ټول ژوند ، جمال، کمال او اخلاق اعتدال وو .
دایران ولسمشر زیاته کړه دایران خلکو تیر کال په انتخاباتو کښې پراخ ګډون سره ددنیا خلکو ته وویل چې په ایران کښې به سیالۍ ځوانمردانه سیالۍ وي او مونږ له یوبل سره جنګ نه کوو بلکې د رایو د صندوقونو په څنګ کښې په صفونو کښې دریږو   .
دایران ولسمشر وویل که چیرې نن ایران په دنیا کښې قدرتمن حرت کوي ددې لپاره دی چې ټول پوهیږي دغه حکومت د ایران دملت له رایو څخه  رامینځته شوی دی .
داسلامي ایران ولسمشر دایران دملت پرضد ددښمانانو د ټولو یواړخیزه بایکاټونو په لغوه کیدا دټینګار په ترڅ کښې وویل دایران اسلامي جمهوریت په دنیا او سیمه کښې دصلحې کوشش کوي .
دایران ولسمشر روحاني ددنیا او سیمې مشکلاتو ته په اشارې سره وویل په عراق او سوریې کښې سرزوري ډلې د ا سلام په نوم جنګ او وژله پیل کړي ده په داسې حال کښې چې داسلام پیغمبرحضرت محمد ص د عدل او رحمت پیغمبر وو .
دایران ولسمشر په دنیا او سیمه کښې د هرډول وژلې او تاوتریخوالي په غندلو سره وویل هماغه ډول چې په ملګروملتونو کښې مو  وویل دایران اسلامي جمهوریت په دنیا او سیمه کښې له ترهګرۍ ، سرزورۍ او تاوتریخوالي سره جنګيږي او مبارزه کوي .
دایران و لسمشر دسیمې په هیوادونو کښې د مسلمانانو په اتحاد دټینګار سره زیاته کړه درز  او نفاق د سیمې د هیوادونو په تاوان او  د اسلام ددښمانانو دګټو لپاره دی .

Add new comment