قران د زړونو سپرلی

قران د زړونو سپرلی تر عنوان لاندې یو ځانګړې مطلب درته وړاندی کوو په دې هیله چې د استفادې وړ به وګرځی . طبیعت لپار ه مرګ او ژوند شته دې چې هر کال یې تجروبه کوو . ژمې د طبیعت مرګ دې او سپرلې هم د هغه بیا ژوند . د هر سپرلی په پیل سره طبیعت بیا ژوندی کیږی او

قران د زړونو سپرلی تر عنوان لاندې یو ځانګړې مطلب درته وړاندی کوو په دې هیله چې د استفادې وړ به وګرځی .
طبیعت لپار ه مرګ او ژوند شته دې چې هر کال یې تجروبه کوو . ژمې د طبیعت مرګ دې او سپرلې هم د هغه بیا ژوند . د هر سپرلی  په پیل سره طبیعت بیا ژوندی کیږی او خپل ژوند پیلوی . د ژمی خوب وړې طبیعت د بهار د وږمو او بادونو په چلیدو سره داسې تازه کیږی چې ته به وا هیڅ ژمې یې ندې تیر کړې . د بهار په راتلو سره د ژوند سندرې اوریدل کیږی .لکه چې د سپرلی وږمې او بادونه په مړو مځکو کې الهی روح پو کوی ، هغه ټاټوبی چې په  منی او ژمی کې یې خپل شین والې له لاسه ورکړې  او د وچو لرګیو او پاڼو په هدیرې بدل شوې وو .
زمونږ زړه هم مرګ او ژوند ، ژمې  او پسرلې لر ی . که زړه په ظلم  او سخت زړی اخته شی یا په ګناه ککړ شی نو مړ دې . خو مړ زړه هم ژوندې کیدلې شی . ښکلا او پاکی د انسان په وجود کې جرړه لر ی نو ځکه غوړیدا اوراټوکیدا ته اړتیا  لر ی . له همدې امله ده چې کله چې خداوند منان طبیعت ژوندې کو ی او پکې سپرلې جوتیږی  ، نو زړونه په ولولې کې راځی او تاندوالې مومی .
د دین اولیاګان قران کریم د انسان د روح او زړه د صفا او د انسان د غوړیدا او ودې مهم عامل  معرفی کوی .  قران مجید د لوې خداې د هنر نندارتون  دې  چې انسان  په خپل اسمانی انځورونو او بی ساریو ډګرونو کې  فکر او تعقل  ته بولی  چې د بشر ښکلا لیدونکی سترګې پرانیزی . لکه څنګه چې  خداې تعالی د ملک سورې په ۳ او ۴ ایتونو کې فرمایی ،، د خداوند رحمان په پنځون کې  هیڅ تضاد او عیب نه وینی ، یو ځل بیا وګوری ایا کوم درز او خنډ وینی ؟ یو ځل بیا (عالم هستی ) ته وګوری  بالاخره سترګې  دې (د خنډ او عیب په لټون کې  ناکامه شوی دی ) د تا په لور ستنیږی  په داسې حال کې ستړې او ناتوانه یې ،،
د رسول اکرم ص ستر اعجاز خپلو مخاطبانو ته ژوند ، عقل ، حرکت ، ایمان ، اراده ، عزت او دریدا وربخښی  او د انسان په وړاندې د ښکلا او عظمت دنیا نندارې ته وړاندې کوی . د قران ایتونه د انسان او د هغه د وجودی ارزښتونو ښکلا تابلو انځوروی  او د ژوند له تورتمونو د خلاصیدا اوپه هوای نفسانی د غلبې او برلاسی توب لارې چارې ښی . په دې ډول قران کریم د زړونو سپرلې نومول شوې دې .
مولای متقیان امیر المومین حضرت امام علی علیه سلام په یوه مبارک حدیث کې فرمایی ،،د زړونو سپرلې او د پوهې سترګې قران کریم دې او د زړه او فکر لپاره له قران پرته بله کومه رڼا نشی پیدا کیدلې ،،
په سپرلی موسم کې ټول بوټی ژوندی ، ګلان خندان ، ونې تازه ، ځنګلونه او دښتې ښیرازه ، میوې شوکولو ته تیارې  او لنډه دا چې ټول طبیعت ژوندې ، ښکلې ، پرتمین  او ترو تازه وی . کله چې په زړونو د قران  کریم وږمې چلیږی  نو د زړونو سپرلې  پیلیږی .  د اخلاقو ګلونه او نیک صفتونه غوړیږی ، له میوو ډکې ونې  ، تواضع ، صبر او استقامت ښی  او د ګناه واورې ، ورو ورو اوبه کیږی  او د ګناه د ژمی پاتې نښې نښانې  چې د زړه د مړینې  او تباهۍ بوی ترې راځی ، ورو ورو له مینځه ځی . روښانه ده هر څومره چې زیات له قران کریم ګټه پورته کړو  نو د زړونو سپرلې او بهار به مو دوامداره  شی . متعال خداې د خپل اسمانی  کتاب په اړه فرمایی ،،
اې خلکو  د تاسو د پالونکی له لوری د تاسو لپاره نصیحت  (پند )راغلې  او د هغه څه لپاره درمان چې په سینو کې دې  او د هدایت لپاره  او دا د مومنانو لپاره  رحمت دې . ،، (سوره یونس ایت ۵۷ )
که د سپرلی موسم ته لږ ځیر شو  نو پکې دوې مهمې موضوګانې  لیدلې شو ، یو د متعال خداې عظمت چې د توحید بیانونکې دې او بل د طبیعت بیا ژوندی کیدا چې د معاد یادونکې او د قیامت په ورځ د انسان بیا راپاڅیدل دی .  پر دې اساس بهار هم د توحید او هم د معاد موسم دې . قران کریم هم د زړونو پسرلې دې او له هغه سره مینه او بلدتیا د انسان په وجود کې په توحید او معاد باور سیسټماټیک کوی . قران کریم انسان په هغې نړۍ کې تفکر  ته هڅوی چې هغه یې احاطه کړې  او هغه د نړۍ له درستو رمزونو سره بلدتیا ته هدایتوی  او انسان د نړۍ له دو مهمو موضوګانو یعنی مبدا او معاد سره بلدوی .
د قران کریم د ایتونو زړه راښلونکی عطر  انسان ژوندې کوی او هغه زړه چې په قران کریم سره ژوندې کیږی هیڅکله نه غمګینیږی . قران د متعال خداې پراخ او له نعمتونو ډک دسترخوان دې . د هغه د ایتونو زړه راښلونکی اواز ، د پرهیزګارانو د پاکو وجدانونو او روحونو ته صفا او تاندوالې بخښی  او د قران کریم د معارفو زلاله چشمه د زړونو صفا  اووجود ژوند دې .
د قران کریم یوه معجزه د هغه د اعجاز اغیز ده . په دې معنا چې قران کریم د جذابیت او زیاتې  اغیز شیندنې له پلوه  خارق العاده (میټا فزیک )  ځانګړنه لر ی . د قران کریم حیرانونکې اغیز بې شکه د هغه د معجزې له امله دې  او هیڅ معمولی بشر د دې توان نلر ی تر دې حده اغیز شیندونکې کتاب راوړی .
ختیځ پیژاندې فرانسوې ساورای وایی  قران خاص اغیز درلودونکې او ځانګړې جذابیت لر ی چې هیڅ کتاب یې نلر ی .
د قران کریم د اغیز په اړه د اسلام د سرکینیو وختونو یوه خوندور ه کیسه نقل شوی ده .
اخنس بن قیس ، ابوجمل او ولید بن مغیره د عربو مشران او د پیامبر اسلام ص مخالفان وو . له دې سره سره به شپې د مکې په کوڅو کې تیریدل  او د نبی مکرم سرور کاینات حضرت محمد مصطفی ص د مبارک کور دیوار شاه به ته دریدل  او تر سهاره به یې د قران کریم ښکلې او زړه پورې تلاوت اوریده .
ولید بن مغیره په دې اړه وایی ،په خداې مې دې قسم وی چې دا کلام یو خاص خوږلت لر ی  او د هغه ځانګړی ښکلا ځلیږی . هغه ونه ده چې څانګې یې له میوو ډکې او تنه یې برکتناکه  ده . دا هغه کلام دې چې بشر یې نشی ویلې .
یو برتانوې  څیړاندې کنټ ګریک  ، قران مې څرنګه وپیژنده نومې کتاب کې لیکلی دی  هغه اغیز چې قران په یوه مسلمان سړی او میرمنې شیندی د هغه  اعتقاد له امله دې چې هر مسلمان یې په قران لر ی او دا اغیز  طبیعی دې ، خو زما په شان یو غیر مسلمان کس په قران له اعتقاده پرته  ، هغه پرانیزی او په عین حال کې همدا چې د هغه لوستل پیلوی  ، تر اغیز لاندې راځی  او څومره چې زیات لولی هغه یې زیاتیږی  او دا اغیز یوه  استثنایی چاره ده .  هغه زیاته کړی ده مونږه برتانیه وال  هغه ژبه چې ۱۴ پیړۍ مخکې په برتانیا او د انګلستان په نورو ټاپوګانو کې پرې خبرې کیدلې ، نه پوهیږو . فرانسوی پوهان چې د ژبې استادان دی هم د فرانسې د ۱۴ پیړیو مخکې په فرانسوی ژبې نه پوهیږی . خو د وخت تیریدا د قران کریم د ژبې په نه پوهیدا هیڅ اغیز ندې کړې . کله چې مونږه قران لولو نو د دې په شان ده چې په یوه عرب ژبې هیواد کې ننی کتابونه او ورځپا ڼې مطالعه کوو .
حضر ت امام علی ع  په یوه ښکلی روایت کې فرمایلی دی ،، خدا وند منان قران کریم د فقیهانو د زړونو سپرلې او د پوهانو د تندې ماتونکې ګرځولې دې .،،
د ایران د تقلید یو مرجع  ایت ا... ناصر مکارم شیرازی د حضرت امام علی ع دغې جملې ته په اشارې سره وایی ، د مځکې په څلورو کې درې برخه اوبه او یو برخه یې وچه ده ، همداراز کابو د انسان  د بدن په څلور کې درې برخې  اوبه ده  نو پر دې اساس د انسان اړتیا اوبو ته ضروری ده او له هغه پرته دوام نه راوړی ، نو په دې اساس د انسان روح  هم اوبو ته ضرورت  لر ی  او زمونږ روحانی اوبه قران مجید دې .
قران کریم د مهربان پالونکی کلام او په درستو پړاونو کې د بشریت شفا بخښونکی نسخه ده . د هغه د ایتونو لوستل د زړه زنګونه لیری کوی  او انسان د هر ایت په تلاوت سره  د معنویت یوه پاوړې بره ځی .
د سعید بن یسار په نوم یو کس د حضرت امام جعفر صادق علیه سلام په خدمت کې  حاضر شو  او له حضرته یې د خپل غم د لیری کولو لپاره مرسته وغوښته . امام جعفر صادق ع هغه ته دا دعا ورزده کړه .
،، اې زما پالونکیه ، د هغو ټولو نومونو په برکت چې  له تا لره دی  څه هغه چې د قران په کتابت کې دې ناذل کړی او څه هغه چې خپل یوه پیدا کونکی ته دې ورزده کړی ، یا دې په خپل علم غیب کې پټ ساتلی دی  ، له تا غواړم چې په محمد ص او د هغه په ال درود واستوه  او قران  کریم  زما د سترګو او زړه نور او د زړه د غم او  درد د دوړو د څنډولو سبب وګرځوه .
قران د لوړو حکمتونو او لیدتوګو ډکه نړۍ ده چې پکې د هستۍ رمزونه او حقیقتونه ، د پنځون حیرانتیاوې  او د انسان لپاره بهترین اخلاقی او روزنیز پروګرامونه  موندل کیدلې شی .  دغه الهی کتاب ځان د نور ، له باطله د حق جلاکونکې  او په سمو لارو د هدایتونکې په شان په ښکلیو او پاکو اوصافو ستایلې دې .
اې لویه خدایا . سپرلې د ودې ، حرکت او بدلون سرچینه ده ، مونږه هم له پسرلی سره هم ګامه په قران کریم په توسل  په ولولې سره بدلون ته پاڅیدلی یو  چې  تا (خدایه ) چې د ټوکیدا او خوځښت سپارښتنه دې کړی ده ، زیات وپیژنو . زمونږ لاس ونیسه  او زمونږ له بدن او زړه د ګناه درنده سیوره  لیرې کړه . مونږه د پسرلی  لمر سترګې ته ورسوه ، هغه نور ته چې هره زره یې د مخکې تلو ځیرې ورکوی . مونږه چې له تورتم او سړه ډډه کوو ، د پسرلی له رڼو ورځوسره متصل کړه  او په مونږ کې د غوړیدا . هیلې او بدلون روح پو کړه ، یا ارحم ارحمین .

Add new comment