د حَرّې واقعه

د 63 هجري قمري کال د ذي الحجې به اتويشتمه نېټه يعنې په 61 ه . ق کال کښې د حضرت امام حسېن (ع) له پاڅونه دوه کاله پس د حَرّې واقعه رامنځته شوه. په دغه کال د مدينې منورې خلقو چې د معاويه د زوی يزيد له ظلم او فساد څخه پوزې ته راغلي وو د هغۀ لاس پوسې حاکم مروا

د 63 هجري قمري کال د ذي الحجې به اتويشتمه نېټه يعنې په 61 ه . ق کال کښې د حضرت امام حسېن (ع) له پاڅونه دوه کاله پس د حَرّې واقعه رامنځته شوه. په دغه کال د مدينې منورې خلقو چې د معاويه د زوی يزيد له ظلم او فساد څخه پوزې ته راغلي وو د هغۀ لاس پوسې حاکم مروان يې له مدينې ښار څخه وشړۀ. له دغې واقعې وروسته يزيد مسلم بن عقبه نومې خپل يو وينه تويوونکی او ظالم مامور له يو ستر لښکر سره مدينې منورې ته ولېږ ۀ او هغۀ د دغه ښار د خلقو په پراخه قتل عام او د هغوي د مالونو په لوټلو لاس پورې کړ. دغه قتل عام د اسلام په تاريخ کښې بې مخينی ؤ او د ځينو مورخينو په قول د حَرې په واقعه کښې له لسو زرو نه زیات کسان قتل عام شول. د ويلو ده چې د یزيد بن معاويه د حکومت دوران درې نيم کاله ؤ او هغۀ په دغه موده کښې په خلقو باندې له هيڅ ظلم او ستم نه ډډه ونۀ کړه. يزيد د خپلې باچائۍ په وړومبي کال د خدای د ګران رسول (ص) پاک نمسی حضرت امام حسېن (ع) له ۷۲ تنو ملګرو سره په شهادت ورسوۀ، به دويم کال يې د مدينې منورې د خلقو قتل عام وکړ او په دريم کال کښې يې په مکه مکرمه باندې حمله وکړه او حتی کعبې شريفې ته يې اور ورته کړ.

Add new comment