امامت

امامت
ګران پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه و آله وسلم د رحلت (د دې دنيا نه تللو) نه وروسته د نوي اسلامي معاشرې کښې کوم بحث چې ډير اهميت لرلو هغه د رسول الله د جانشيني او ځاي ناستي خبره وه. يوې ټولي (ډلې) د ځينې لويو اصحابو په وينه دابو بکر جانشيني او ځاي ناستي

د ګران پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه و آله وسلم د رحلت (د دې دنيا نه تللو) نه وروسته د نوي اسلامي معاشرې کښې کوم بحث چې ډير اهميت لرلو هغه د رسول الله د جانشيني او ځاي ناستي خبره وه. يوې ټولي (ډلې) د ځينې لويو اصحابو په وينه دابو بکر جانشيني او ځاي ناستي ومنله. بل تولي (ډلې) دا عقيده شوه چې نه پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله ځان نه وروسته يو کس ټاکلې او مقرر کړي دے او هغه حضرت امام علی عليه السلام دے . د وخت تيريدو سره سره ړومبۍ ټولې په اهل سنت او دويم ټولي په شيعه مشهور شول ،
او دا خبره د توجه وړ دے چې د شيعه او سنيانو اختلاف فقط د رسول الله په ځاي کښې نه ده بلکه د هرې يوې فقهې په نظر د ((امام)) معنا، مفهوم او يو خاص ځاې لرې چې دا دوه مذهبونه تر يو بل څخه جلا کوي ـ
لپاره د دې چې دا موضوع ډير روښانه شي ـ د امام او امامت معنا بيانوو او هم دې سره سره به د دې دوو مذهبونو (شيعه و سني) تر مينځه فرق څرګند شي ـ
په لغت کښې د امامت معنا رهبري او مشروالي ده ـ او امام هغه کس دے چې د يو ټولي مشروالي په ځان آخلي ـ او د علم دين په اصطلاح کښې امامت په بيلابيلو قسمونو تفسير او بيان شوې دے ـ
د اهل سنتو په نظر کښې امامت يوه دنيوي مشروالي ده (له طرفه د الله نه ده) چې د په وسيله د مسلمانانو اولس مشروالي کيږي ـ
او په دې خبره کښې هيڅ شک نشته چې هر يو اولس يو مشر ته احتياج لري ـ نو پکار دے چې د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله د رحلت نه پس، اسلامي اولس ځان د پاره يو مشر خوښ کړي خو کله چې د مشر ټاکلو لپاره څه خاص طريقه بيان نه ده شوي نو د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله د ځاې ناستي خوښول په بيلا بيلو طريقو سره کيدلې شي.لکه د خلقو نظر کتنه، چې خلق څوک وټاکي ـ
يا دا چې د هغوي ستر شخصيتونه دوي ته څه ووايي يا دا چې تير شوي خليفه وصيت کړي وي ـ يا دا چې بغاوت او يرغل وکړي او د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله ځاې ونيسي او…
ليکن شيعه چې امامت د نبوت دوام ګڼي د خلقو تر مينځه امام، د خداې حجت او د خداې په خپلو مخلوقاتو باندې د فيض او فضل واسطه ګڼي، دا عقيده لري چې د امام ټاکل (تعيين) خو يوازې د خداې لخوا دے او د دې ټاکلو اعلان به د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله د مبارکې ژبې سره کيږي. چې د هغۀ خبرې له خداې طرفه دي. دا عقيده له دې امله ده چې د شيعه ؤ په نظر کښې امامت يو ساده مقام نه دے. بلکه دا يوه لويه مرتبه او مقام دے او امام د اسلامي معاشرې مشر يوازې دې لپاره نه ده چې د خداې احکامو بيانوونکې او د قران مجيد تفسير کوونکې او د نيک بختۍ لارښوونکې وي.
په نورو الفاظو کښې مونږ داسې ويلې شو چې شيعه مذهب کښې امام په دوه ډوله د خلقو مشرۍ کوي يو د دين په کارونو کښې او بل د دنيا (نړۍ) په حقله کارونو (امورو) کښې، داسې نه لکه چې څنګه د اهل سنتو عقيده ده. چې د خليفه (ځاې ناستې) دا ذمه واري (وظيفه) ده چې يوازې د دنيا (نړۍ) کارونو کښې مشرۍ کوي.
د امام ضرورت
د هر دواړو مذهبونو نظرونو واضح کيدو څخه وروسته مناسبه ده چې د دې پوښتنې ځواب ورکوو . چې په داسې حال کښې چې زمونږ تر مينځه د قرآن مجيد او د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله د شتون باوجود د امام او د يو ديني مشر (هماغه شان لکه چې شيعه ؤ عقيده ده) څه ضرورت دے ؟ د امام د شتون ضرورت له پاره ډير دليلونه بيان شوي دي . خو مونږ يوازې يو ساده دليل ستاسو ته وړاندې کوو.
هغه دليل چې کوم (دليل) د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله و سلم د نبوت ضرورت او احتياج بيانوي . هماغه دليل خلقو لپاره د امام ضرورت بيانوونکې دے . ځکه چې له يو خواه اسلام آخري دين او حضرت محمدصلی الله عليه وآله وسَلم د خداې پاک آخري پيغمبر دے. پس هم دې له اَمَله د اسلام دين بايد د انسان هغو ټولو ضرورتونو ځواب ورکوونکې وي کوم چې دې (انسان ) ته تر قيامته پورې رامخ ته کيږي. او بل خواه قرآن مجيد اُصولو د احکامو کليات (په عمومي توګه حکمونه) فقهي او ديني مسائل بيان کړي دي ـ
او د دې تفسير او تفصيل سره بيانول يې پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم په ذمه اچولي  ده[1] خو دا خبره واضحه دے چې پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم يو اسلامي مشر په بڼه (حيثيت) سره خپلې زمانې د اسلامي معاشرې ضرورياتو او حالاتو په مطابق د خداې پاک آيتونه بيان کړي دي ، او پکار دے چې (هغه د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم) داسې لايق او تکړه ځاې ناستي وي چې د هغه په شان د خداې پاک د نومحدوده او نه ختميدونکي علم سره تړلې وي ، لپاره د دې هغه حکمونه چې کوم پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم خلقو ته بيان نه دي کړي، هغه دې خلقو ته بيان کړي ـ او په هره زمانه کښې د مسلمانانو معاشرې د ضرورتونو ځواب ورکړي ـ هم دا رنګې امامان پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم څخه په ځاې پاتې شوي ميراث ساتوونکي او د قرآن مجيد حقيقي بيانوونکي او تفسير کوونکي دي ـ ( ځکه ساتوونکي دي) چې د خداې پاک دين د مفاد پرستو او د خداي د دين دښمنانو تحريف (بدلون) څخه ؤساتي ـ او دغه لوې درياب (دين) تر قيامته پورې پاک او صفا پاتې شي .پر ته له دې، چې امام د انسان کامل يوه مکمل په عمومي توګه او هر اړخيز نمونه دے ـ او انسان ته د داسې نمونې ډير زيات ضرورت دے . چې د هغه لاس نيوي او هدايت سره داسې تربيت شي لکه څنګه چې دۀ ته پکار دے . او د دې آسماني پالونکي (مربي) د لار ښود په رڼا کښې په ناسمو او غلطو لارو تللو او د خپل سرکښ او باغي نفس او بهر شيطانانو په جال کښې غورځيدو نه محفوظ پاتي شي .
له پاسه مطلبونو دا په لاس راځي چي خلقو ته د امام ضرورت يو بڼ سټ ضرورت دے د امام ځينې ذمه وارياني دا دي ـ
اول ـ مسلمانانو مشري کول او د معاشرې کارونه چلول ( حکومت جوړول)
دوهم ـ د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله دين او بنيادي قانون (آئين) له تحريفه ساتل او د قرآ ن مجيد صحيح تفسير کول
دريم ـ د خلقو د نفسونو پاکوالې او د هغو د خداې تعالی ته هدايت کول ـ
 د امام ځانګړتياوې
د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله ځاې ناستې چې د دين د باقي پاتې کيدلو ضامن او د خلقو د ضرورتونو (پوښتنو) ځواب ورکوونکې دے بايد چې يو بې مثاله شخصيت وي لکه څرنګه چې د امامت عهده او مقام لوې دے هماغسې پکار دے چې امام هم د لويو او د اوچتو خصوصياتو څښتن وي له هغو خصوصياتو او ځانګړتياو څخه ځينې لاندې بيانوو.
اول تقوی او ځان له ګناهه ساتل ـ
اول تقوا او پرهيزګاري او ځان له ګناه ساتل او همدا شان ضروري دے چې معصوم هم وي يعني ورکوټې ګناه هم ترې ؤ نۀ شي ـ
دويم خصوصيت يې دا ده چې علم و پوهه لري ـ هغه علم چې له پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله علم او د خداې علم سره تړلې وي ـ
پس هم دې له کبله د خلقو د ډول ډول ضرورتونو او مسائلو، که هغه دينې وي او که دنياوي (نړيوال) وي ځواب ورکوونکې دے ـ
دريم خصوصيت يې دا چې په لويه ټوکه باندې  اخلاقي فضيلتونه او کمالات لري ـ
څلورم خصوصيت يې دا چې د اسلامي اولس د ديني اصولو او قانون لاندې اداره کولو او سم چلولو طاقت (توان) لري ـ د امام لپاره د پاسه تير شوې صفتونو په باب کښې دا خبره څرګنده ده. چې د داسې سړي ټاکل (مقرر) د عام خلقو د طاقت او علم څخه بهر (خارج) دے ـ او يوازي خداې دے چې خپل نه ختميدو (لامحدوده) علم سره د اسلامي اولس مشران او د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله خليفه ګان (جانشينان) ؤ ټاکي ـ پس په همدي و جهې باندې د امام، له ټولو لوې خصوصيت دا دے. چې د هغۀ ټاکل (تعيين) د الله تعالی لخواه (طرفه) وي ـ
د دي خصوصياتو د اهميت په وجه باندې مونږ د هريو خصوصيت توضيح او تشريح په لنډ ډول بيانوو ـ
د امام علم
امام (چې د خلقو مشرۍ او لارښود په غاړه (ذمه) لري) لپاره لازمه ده چې د دين هر قسم قانون او اصولو څخه خبر وي او دين ښۀ پيژني. او هم دا شان د قران مجيد د ايتونو په تفسير او د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله په سنت هم ښۀ پوهيږي ـ د دې لپاره چې د دين په بيلا بيل موضوګانو کښې د خلقو پوښتنو ځوابونه ورکړي. او هغوي ته په ښه طريقه لاره وښايي. نو دا خبره واضحه ده چې داسې کس باندې د خلقو اعتماد او ډاډ پيدا کيږي. او داسي علمي کس هغه وخت پيدا کيږي، چې د هغه علم د خداې علم سره تړون خواړلې وي ـ
هم دې له امله شيعه عقيده لري ـ چې ضروري ده چې د امامانو او د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله د جانشينانو علم ، د خداې پاک د نومحدوده او نه ختميدونکې علم څخه راخستې شوې وي ـ
 حضرت امام علی عليه السلام د برحق امام د نخښو په حقله فرمايي ـ
امام هغه کس دے چې د خداې حرام کړي او حلال کړي څيزونو نه خبر وي ـ هم داشان د بيلا بيلو او مختلفو احکامو او خداې د اوامرو (هغه څه چې خداې فرض کړي دي)او نواهي (هغه څه چې خداې حرام کړي دي) او هر هغه څه چې خلقو ته يې ضرورت او احتياج وي، خبر دے ـ نو د شيعه ؤ په نظر داسي سړي امام او د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله ځاي ناستې کيدلې شي[2] ـ
د امام عصمت (له ګناهونو پاکي
د امام يو لوي او بنيادي شرط عصمت (يعني له ګناه پاکي) دے او عصمت يو داسې طاقت دے چې هغه حقيقت باندي علم او مضبوطې ارادې څخه به وجود (شتون) کښې راځي (پيدا کيږي)
او چونکه امام کښې دا دوه صفتونه موجود دي. نو د دې له کبله امام هرې يوې ګناه او خطا نه ځان ساتي. امام هم د ديني احکامو په بيانوولو کښې او په هغې باندې عمل کولو کښې، او همدي سره سره د اسلامي معاشرې د ګټو (فايدو) او د تباهۍ لارې پيژندلو کښې (په دې واړو څيزونو کښې) له هرې غلطۍ او ناسمۍ پاک او معصوم وي.
د امام عصمت لپاره عقلي او نقلي (له قرآنه او له رواياتو) دليلونه شته دي.چې په دې عقلي دليلونو کښې اهم دليلونه دا دي
 لومړۍ دليل: د دين ساتنه او حفاظت د امام په معصوم شولو کښې دے. ځکه چې امام  دين له تحريفه (بدلون) ساتلو او د خلقو د سمې ديني لارې ته راوستلو (يعني ديني هدايت) ذمه واري لري ـ او نه صرف د هغۀ اقوال او خبرې بلکه د هغۀ عمل او دومره پورې چې د نورو خلقو عمل (چې امام په مخ کښې يا د امام په زمانه کښې د هغه) تائيدول يا نه تائيدول، دا هر څه دې په معاشره کښې يو بنيادي اثر لري ـ نو همدې له امله پکار دے چې امام د دين په پوهيدو او په هغه باندې عمل کولو کښې هر ډول خطا او غلطۍ محفوظ او معصوم وي ـ لپاره د دې چې خپل منوونکي او مريدان په صحيح ډول (طريقه) هدايت کړي ـ
دوهم دليل: له هغودليلونو څخه چې معاشرې ته د يو امام ضرورت شتون لپاره بيان شوي دي يو دليل يې دا دے چې خلق د دين په پيژندلو کښي او په هغه باندې عمل کولو کښې له هيڅ قسمه خطا او بې لارې څخه خالي (بچ) نه دي. نو که د خلقو لارښود هم همداسې وي  نو څنګه پرې خلقو پوره پوره اعتماد او باور کيدلې شي ؟
په بل بيان کښې مونږ داسې ويلې شووـ چې که امام چيرې معصوم (ع) نه وي.نو خلق د هغۀ پيروي او د هغۀ حکمونو په منلو کښې په  شک (شکمن )کښې غورځيږي ـ په قرآن مجيد کښې هم ځينې داسې آيتونه شته چې هغه د امام په عصمت باندې دلالت کوي. چې له هغو آيتونو څخه يو ايت، د سورۃ بقرۃ 124 آيت دے. په دې آيت کښې الله تعالی حضرت ابراهيم عليه السلام ته د نبوت مقام څخه وروسته د امامت مقام هم ورکړ. نو په هغه وخت ابراهيم عليه السلام له پروردګاره خواهش (غښتنه) وکړه ـ چې امامت مقام زما اولاد ته هم ورکړه. نو الله تعالی وفرمايل:
وَإِذِ ابْتَلَى إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَاماً قَالَ وَمِن ذُرِّيَّتِي قَالَ لاَ يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ
او (ياد کړه اي محمده!) هغه وخت چې کله ابراهيم خپل پروردګار وزمايۀ په څو خبرو نو ده هغه (خبرې) پوره کړے وويل (الله) بيشکه زه د خلقو لپاره تا امام ګرځوونکې يم (په دين کښې) وويل (ابراهيم) او له اولاد مې هم (امام ګرځوې) نو (الله) وفرمايل زما عهده او منصب (امامت) ظالمانو (کافرانو او بې عدله کسانو) ته نه رسيږي.
يعنې مطلب دا چې امامت د ابراهيم عليه السلام اولاد کښې هغو کسانو سره خاص دے چې کوم ظالم نه وي.
نو اوس په دې ته توجه سره چې قرآن مجيد شرک يو لوې ظلم بولي ـ او هم دا شان د الله تعالی د احکامو ځخه تجاوز (او نه منل يعني ګناه کول ) هم په ځان باندې ظلم ګڼې ـ نو که څوک هم په خپل ټول ژوندون کښې يو ځل هم ګناه وکړي ـ نو د قرآن د سوره بقره آيت 124 په حکم سره هغه کس ظالم دے او د امامت لايق او وړ نه دے ـ چې په بل بيان کښې مونږ داسې ويلې شو ـ چې  په دې کښې هيڅ شک نشته  چې حضرت ابراهيم عليه السلام د امامت مقام غُښتنه، له هغه اولاد لپاره چې ټول عمر يې په ګناه کښې تير کړې دے ـ يا له هغه اولاد لپاره چې د ژوند په اولو شيبو کښې يې ښۀ کارونه کول او بيا وروسته يې بد کارونه شروع کړل (يقيناً دا غُښتنه يې) له هغه اولاد لپاره نه ده کړې.
پس هم دې له کبله دوه ټولي باقي پاتې شول (چې آيا د امامت حقدار دي او که نه)
1 ـ هغه کسان چې وړوکوالي کښې ګناه ګار وو ـ او بيا يې توبه وکړه. او نيکوکار شول ـ
2 ـ هغه چې په خپل ټول عمر کښې يې هيڅ ډول ګناه نۀ ده کړې ـ
خو الله تعالی په قرآن کښې لومړۍ ټولې ترې بيل (استثنی) کړي دے ـ نو نتيجه يې دا شوه چې د امامت مقام فقط او فقط دويم ټولې ته ملاويږي او هم هغو سره خاص دے (هغه کسان چې معصوم دي يعني له ګناهونو پاک دي)
دامام ټولنيز مدير توب
په دې خبرې ټينګار سره چې انسان يو ټولنيز موجود دے. او ټولنه دې په هغه اروا او نيت ، عقل او د هغه کردار باندې ډيره زياته (اغيزه) اثر لري ـ نو ضروري ده چې دې انسان درست او سم پالنې (تربيت) او د هغه د الله تعالی ته معنوي نږدې کيدلو لپاره مناسبې ټولنيز لارې په وجود کښې راوستل شي ـ او دا کار هغه وخت ممکن دے. چې يو اسلامي حکومت قايم شي ـ (نو هغه دا کار کولې شي)
پس هم دې له امله پکاردے چې امام او د خلقو مشر او لارښود کښې د معاشرې  د کارونو چلولو طاقت او توان لري. او هم دا شان د قرآن مجيد او د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله د سنت څخه استفاده وکړي او يو اسلامي حکومت بنياد کيښودي ـ
 د امام اخلاقي کمالونو سره ښائيسته توب

امام (چې د معاشرې مشر او لارښود دے) د پاره پکار دے. چې هر ډول بدوالي او بداخلاقۍ څخه لرې وې او هر ډول ښه صفتونو پکښې لوړې مرتبې پورې موجود وي ـ ځکه چې دا امام د يو انسان کامل په شکل خلقو لپاره يوه ښه نمونه ګڼل شي ـ
 حضرت امام رضا عليه السلام فرمايي ـ
چې امام له پاره نخښانې دي: هغه له ټولو خلقو زيات پوهـ، پرهيزګار، صابر، بهادر، سخي او عبادت کوونکې دے .[3]
پرته له دي هغه د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم په ځاي ناستي کښې، د خلقو ښودنې او پالنې پسې وي ـ نو پکار دے چې په خپله هم له ټولو خلقو زيات د ښه اخلاق خاوند وي ـ
حضرت امام علی عليه السلام فرمايي، هر هغه څوک چې (د خداې پاک په حکم سره) يې ځان د خلقو امام جوړ کړے دے .
نو هغه د پاره لازم دے چې نورو خلقو ته ښودنې نه مخکښې خپل ځان ته ښودنه وکړي. او نورو خلقو دې خپل عمل سره تربيت او پرورش وکړي مخکښې له دې چې ژبې سره يې تربيت کړي ،[4]
د امام ټاکل د خداې کار دے
د شيعه ؤ په نظر کښې د امام او د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله جانشين ټاکل يوازي د الله تعالی په حکم او خوښې سره سر ته رسي.
او پس له پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله د امام او ځاې ناستي ټاکل د خداې په ذمه ده ـ هم دې له امله يو کس يا يو ټولې په دې کار کښې د داخليدو حق نلري .
د امام ټاکل د خداې له طرفه ډير دليلونه لري چې ځينې په کښې دا دي .
الف : د قرآن مجيد په وينا سره الله تعالی د هر څه مطلق (هر اړخيز) واکمن دے. او ټولو لره ضروري دے چې د هغه (الله) پيروي وکړي. او دا خبره ښکاره او بديهي ده. چې دغه واکمن توب له خداې طرفه هر چاته ورکولې شي (په خپلو شرطونو او مصلحت سره) پس هماغه شان چې پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله ټاکل له طرفه د خداې دې نو امام هم د خداې په ټاکلو سره د خلقو مشرۍ کوي .
ب : مخکښې له دې څخه د امام نور خصوصيات لکه عصمت و د هغه علم او …… بيان شول، نه دا خبره څرګنديګي چې داسې کس بياموندل او پيژندل چې په هغه کښې دا ټول صفتونه په لوې مرتبې موجود وي يوازي د داسې ذات کار دے چې هغه د انسان د څرګند او پټ ټولو صفتونو نه آګاه وي ـ او هغه صرف الله تعالی دے هماغه شان لکه څنګه الله تعالی قرآن مجيد کښې ابراهيم عليه السلام ته فرمايي. ما تۀ د خلقو امام جوړ کړې [5](بقره 124)
بشپړه او ښائسته وينا
د دي بحث په اخر کښې ښه ده چې اَتم پيشوا حضرت امام رضا عليه السلام  د ويناوو څخه ځينې هغه وينا چې په هغه کښې يې د امام مقام او خصوصياتو په حقله خبرې کړي دي دلته يې راوړو. امام رضا عليه السلام فرمايي: چې هغه کسان چې چا د امامت په باب کښې اختلاف وکړ او دا ګومان يې وکړ چې امامت يو انتخابي (يعني د خلقو د ټاکلو سره تړلې کار دے) دې خلقو ناپوهي وکړه…او آيا خلق د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله اُمت کښې د امام مقام نه خبر دي چې دوي خپل ځان داسې وګڼي چې دوي په خپله امام ټاکلو (مقررولو) اختيار لري ؟ د امامت قدر ډير زيات ، شان يي ډير لوې و مقام او ځاې يي ډير لوړ دے. له دې چې خلق خپل عقل سره هغه ته ورسي ـ
يا خپل عقل سره هغه بيا مومي .
امامت يو داسې مقام ده چې خداې پاک د دې درجه د نبوت او خُلَتَ (يعني د خداې ملګرې خليل الله) څخه وروسته همدرديمه مرتبه کښې حضرت ابراهيم عليه السلام ته ورکړي ده ….. امامت د خداې خلافت او د رسول الله او د اميرالمومنين علی عليه السلام او د حسن عليه السلام ميراث دے په ريښتيا سره امامت د دين واګې او دمسلمانانو د اسلامي نظاره لپاره يو اصل څيز او د مسلمانانو د دين اصلاح او د مؤمنانو عزت دے ، د نموځ ، روزې ، حج ، او جهاد پوره کيدل او همدانګې د اسلامي حدونو ساتنه په سبب د امام او دهغه امامت قبلولو کښې دے ـ
امام د خداې پاک حلال کړي څيزونه حلال (جائز) کوي او خداي حرام کړي څيزونه حرام کوي هغه د خداي دواقي حکم په مطابقت سره امر کوي . او د الله حدود خيال ساتي . د خداې دين حامي وې پوره سره دليل او په ښه خبرې سره خلق د خداې دين رابي .
امام د نمر په شان څرګنديدونکې دے . چې د هغه نور په ټول کائنات باندې ځليږي امام خپله په اُفق کښې دے ، په دې شان سره چې لاسونه او سترګې هغه ته نه رسي امام ځليدونکي سپوږمۍ، او روښانه ډيوه، او سپينه رڼا دے او داسې لار ښودونکې ستورې دے . چې هغه په تورو تيارو کښې، د ښارونو او د بيابانونو په لارو او د دريابونو په چورلندې کښې لار ښوونې دے (او هر ډول فتنو او ناپوهۍ نه خلاصۍ وو کوونکې دے) امام يو خوږ ملګرې مهربان پلار او يو ګران ورور دے د ماشوم زوي لپاره د نيکې مور په شان او په لويو صويو مصيبتونو کښې خلقو لپاره د پناه ځاې دے
امام هغه کس دے چې ګناهونو نه پاک او له هر عيبه لرې ده . د امام نخښه دا ده چې د علم خاص او ډير صبر کوونکې دے ، امام د خپلې زمانې يو مثاله کس دے ، هيڅوک هم د هغه مقام ته رسيدلې نشي ، او پوهان هم هغۀ سره په علم کښې يو ځاې نه شي کيدلي
نه څوک د هغه ځاې نيولې شې او نه څوک دهغه په شان او هغه غوندې پيدا کيدلې شي ، پس څوک دے هغه کس چې امام ؤ پيژندني ، او دا چې د امام ټاکل هغه له پاره ممکنه وي ؟ نشته دے بالکل نشته دے (مګر شته دے چې الله تعالی دے چې دا کار هغه يعني د امام ټاکل) او همدغه ځاې دے چې پوهه روکه شوي ده او عقلونه سرګردان او هک پک پاتي دي
او همدغه ځاې دے چې سترګې ړاندې دي. بزرګان ورکوټي، حکيمان حيرانه او پوهان وروسته پاتې شوي دي له دې چې د امام کارونو نه يو کار يا د امام فضيلتونو څخه يو فضيلت ستاينه ؤکړي، هغه ټول د خپلې بې وسي و عاجزي اعتراف کوي.[6]
 1.    (قران مجيد کې پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم ته داسې خطاب کوي او مونږ ستاسو طرف ته دا کتاب (قران مجيد) نازل کړے دے چې تۀ دا کلام خلقو له پاره واضحه کړے کوم چې د دوي طرف ته نازل کړے شوے دے  کيدې شي چې دوي د فکر نه واخلي)
2.      ميزان الحکمة ټوک 1 ، حديث 861
 3.    معاني الاخبار, ټوک 4، مخ 102
 4.    ميزان الحکمة، باب 147 حديث شمير 850
 5.    سورة بقره ايت  124
 6.    اصول کافي، ټوک 1 ، باب 15، حديث 1، مخ 255
 [1]  (قران مجيد کې پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم ته داسې خطاب کوي او مونږ ستاسو طرف ته دا کتاب (قران مجيد) نازل کړے دے چې تۀ دا کلام خلقو له پاره واضحه کړے کوم چې د دوي طرف ته نازل کړے شوے دے  کيدې شي چې دوي د فکر نه واخلي)
 [2]   ميزان الحکمة ټوک 1 ، حديث 861
 [3]   معاني الاخبار, ټوک 4، مخ 102
 [4]  ميزان الحکمة، باب 147 حديث شمير 850
 [5]  سورة بقره ايت 124
 [6]   اصول کافي، ټوک 1 ، باب 15، حديث 1، مخ 255

Add new comment

Fill in the blank.