لوې اختر

د ذي الحجې دمیاشتې لسمه،د مسلمانانو له یوه ستر اختر،یعني لوي اختر یا عید الاضحی سره برابره ده . دغه ورځ ،د مینې د قربانۍ په ځاي کښې د اسماعیل دایمان او تسلیمیدو او د معبود د رضا په لاره کښې د حضرت ابراهیم(ع) د سرښیندنې یادونه کوي . لوي اختر چې په عرفات ،م

لوي اختر،حج اکبر

د ذي الحجې دمیاشتې لسمه،د مسلمانانو له یوه ستر اختر،یعني لوي اختر یا عید الاضحی سره برابره ده .
دغه ورځ ،د مینې د قربانۍ په ځاي کښې د اسماعیل دایمان او تسلیمیدو او د معبود د رضا په لاره کښې د حضرت ابراهیم(ع) د سرښیندنې یادونه کوي .
لوي اختر چې په عرفات ،مشعر اومنی کښې له تم کیدو وروسته رارسیږي ،له دنیوي اړوندتیاؤ د خلاصون اختر دی .
لوي اختر هغه ورځ ده چې انسان د حقیقي معشوق او معبود په وړاندې ،چې له خدای پرته هر څه له هغه قربانوي څو د هغه صالح عمل او ایمان د بنده ګۍ او پرهیزګارۍ حقیقت ته ورسوي .
دا هغه ورځ ده چې حاجیان له شیطان سره په جنګ کښې د بریا او حج د مناسکو په اداکولو کښې د توفیق د شکرانې لپاره قرباني کوي او له خدای پرته د نورو تعلقاتو په مرۍ چاړه راکاږي او د دغه سترې ورځي جشن جوړوي .
د الله تعالی ستر پیغمبر حضرت ابراهیم(ع) خوب ولیده چې خپل خوږ زوي د خدای په لاره کښې قرباني کوي،دغه خوب دري ځله تکرار شو او حضرت ابراهیم(ع) پوهه شو چې د معبود د وصال او د خپل زوي د مینې په کشمکش کښې باید خپل زوي قرباني کړي .
وروسته په ټینګ هوډ سره د الهي دندې د ترسره کولو لپاره راوواته .لومړی ګام یې دا ؤ چې په دې خبري خپل زوي خبر کړي،نو اسماعیل ته یې وویل، ای زویه! خوب مې ولیده چې باید تا حلال کړم ، په دې هکله دې نظر څه دی ؟
اسماعیل چې له خدای سره په مینه کښې خپل پلار ته ورته ؤ داسي وویل،لکه څنګه چې د صافات سورت په ۱۰۲ آیت کښې راغلي دي :
ای پلاره،په هغه حکم عمل وکړه چې درته آمر شوی دی ،انشاالله ما به له صابرانو ومومي .
د دغې سرښیندنې عظمت شیطان لالهانده کړ او د دغه الهې آزموینې د شنډولو لپاره یې ډیر لاسونه او پښې ووهل کله به پلار ، کله به زوي او کله به هم مور ته ورتلو،څو هغوئ له دې کاره وغړوي . خو دري واړو وراټه .
د یوه روایت له مخې شیطان په حضرت ابراهیم(ع) پسې روان شو،لکه چې د لومړۍ جمري ځاي ته ورسیده ،نو حضرت ابراهیم(ع) په اووتیږو له ځانه لیري کړ،او کله چې د دوهمې جمري ځاي ته ورسیده ،نو بیا یې شیطان ولیده،دا ځل یې هم په اوو کاڼو هغه له ځانه لیرې کړ او په دریمه جمره کښې هم همداسي وکړل .
بالاخره حساسه شیبه راورسیده . مهربانه پلار خپل زوي په ځمکه څملاوه او په ستونې یې چاقو کښیښوده او راتیر کړ،خو دغه تیز چاقو، د زوي په نرمې غاړه هیڅ اغیز ونکړ ،حضرت ابراهیم(ع) حیرانه شو،بیا یې په لا سختۍ سره چاقو په غاړ ه ورتیر کړ،الهي فرښتنو په حیرانتیا سره دغه اخلاص او سرښیندنه لیدله . دغه مهال د الله تعالی لخوا آواز شو او د صافات ۱۰۴ او ۱۰۵ آیتونه نازل شول :
ای ابراهیمه خپل خوب دې په حقیقت بدل کړ مونږ نیکو کارانو ته داسي بدله ورکوو .
دغه وخت الله تعالی یو پسه راولیږه څو یې ابراهیم د اسماعیل په ځاي قرباني کړی .
د حضرت اسماعیل (ع) د قربانۍ ځاي د بنده ګۍ او رضایت د درس ټولګی دی ، هغه څه چې الله یې حکم کړی دی ، له کوم دلیل پرته یې ترسره کوي . یوه پلار ته دنده سپارل کیږي چې خپل زوي قرباني کړي ، دغه قرباني د الله تعالی حکم ته د حضرت ابراهیم(ع) تسلیمیدل او له هغه پرته د هر څه پریښودل دي .
حضرت ابراهیم(ع) په څومره ښکلي ډول له خپل زوي اسماعیل سره د هغه د حلالولو موضوع مطرحوي او د هغه نظر غواړي . هغه په دې پسې دی چې زوي یې هم له نفس سره په دغه ستر جهاد کښې شریک شي او د پلار په څیر د الله په وړاندې د تسلیمیدو او د هغه د رضایت د ترلاسه کولو خوند وڅکي .
له بلې خوا زوي هم غواړي چې پلار یې په خپله فیصله او هوډ کښې ټینګ وي ،اسماعیل نه وايي چې ما حلال کړه، بلکه وايي هره دنده چې درته سپارل شوي ده ترسره یې کړه زه دخدای امر او حکم ته تسلیم یم . په دې ډول اسماعیل د الله تعالی په دربار کښې د ادب مراتب په غوره ډول ساتي او د خدای په اراده او غوښتنه تکیه کوي او له هغه استقامت او میړانه غواړي .
حاجي په منا کښې مخکې له دې چې پسه یا اوښ قرباني کړي ، خپل نفس د عشق مسلخ ته وړي او قرباني کوی یې .
الله تعالی د حج سورت په ۳۷ آیت کښې فرمايي :
نه یې غوښي او نه یې وینې هیڅکله خدای ته نه رسیږي، هغه څه چې هغه ته رسیږي ستاسو پرهیزګاري او تقوا ده .
له دې کبله هغه حکمت او ګټه چې په دې عمل کښې شته یوازې حج کوونکې ته رسیږي او دغه ګټه له تقوا او پرهیزګارۍ پرته بل څه نه دي ،الهي تقوا مخلص حاجي د خدای تر ولایت لاندې راولي او زړونه آرام او نفسونه پاکوي ، حضرت امام صادق (ع) فرمايي :
او د قرباني کولو په وخت د هوس او تمې رګونه او ستونی غوڅ کړه .
په دې حدیث کښې په زړه پوری ټکی دادی چې تمه غاړي ته تعبیر شوي ده ، یعنې د قربانۍ په وخت باید د تمې غاړي (مرۍ)داسي غوڅه کړي چې له بیخه ووځي . ښايي په همدې دلیل په قربانۍ کښې نغښتې ارزښتمنه تقوا او پرهیزګاري وي چې لوي اختر یې حج اکبر بللی دی او حاجیان د ډیرو سختیو له ګاللو او له دنیوي ګروهنو له ډډې کولو وروسته ، وروستي ځاي ته رسیدلي دي ، او لوي اختر لمانځي .
د حج هر عمل او مناسک خپل راز لري چې هدف یې د انسان د روح او نفس روزل دي .
داحرام له اغوستلو نیولې تر لبیک ویلو، د بیت الله تر طواف، په صفا او مروا کښې تر تللو، عرفات، مشعر اومنی ته تر تللو ، او قرباني کولو پورې ټول عملونه د انسان د روح د پاکوالې او روزلو لپاره دي .
له قربانۍ وروسته اړینه ده چې حاجي خپل سر وخریوي چې حلق ورته ویل کیږي اویا خپل ویښته او نوکان لنډ کړي چې دغه عمل ته هم تقصیر وايي .
د سر ویښته د انسان ښکلا او جمال دی او لکه څنګه چې پوهیږئ ، د فقهې په حکمونوکښې راغلي دي که څوک د چا د سر ویښته په زوره کل کړي ، نو د هغه ښکلا او جمال ته یې تاوان رسولی دی او غرور یې ورته مات کړی دی نو باید دیه ورکړي .
خو حاجي چې کله له منا ستنیږي ، نو باید سر کل کړي او خپله ظاهري ښکلا د خدای په لاره کښې قربان کړي ، په اصل کښې حاجي خپل غرور او تکبر ماتوي او بیا له آمنه ډک الهي کور مکې په لور ستنیږي .
حاجی د بیت الله تر څنګ داسي وایي :
ای خدایه! دغه کور ستا کور دی ، او دغه حرم ستا حرم دی. او دغه بنده ، هغه حقیر بنده دی چې له خپل ګناهګار ځان او نفس څخه یې تاته پناه در وړي ده .
حاجي چې دغه مهال په ډیري ولولې سره د خدای د کور طواف کوي ، نو ته وا پوهه شوی چې له زړه نیولي تر آسمانه پوري ټول شیان طواف کوي . ته وا حاجي دغه غږ اوري چې ورته وايي :
ای انسانه د خپل نفس د معرفت له مداره د خپل رب د معرفت د مدار په لور منتقل شه . چې هر چا ځان وپيژانده نو هغه وخت به خپل خدای وپيژني .
په ټول کښې د حج مناسک د الی الله په لاره کښې د متکاملو انسانانو د روحي سفر یو جامع تمثیل دی او داسي ده چې د حج مناسک له طوافه پیلیږي او په طواف ختمیږي .
حضرت امام سجاد(ع) د اختر ورځي لپاره ، په ښکلو مضمونونو سره یوه دعا لري چې پکښې د الله تعالی په توصیف سربیره له قاضی الحاجات الله تعالی څخه خپلي غوښتنې هم کوي او په اخلاص او خشوع سره له خپل معبود سره راز او نیاز کوي ،چې دلته یې لولو :
ای پروردګاره! نن ډیره نیکمرغه ورځ ده او ستا د یوه معبود عبادت کوونکې بندګاه په داسي ورځ سره راټولیږي او د نړۍ له بیلا بیلو سیمو یو ځاي راټولیږي ،ټول له تا مسئلت لري او ټولو د غوښتنې لاسونه اوږده کړي دي او ټول ستا فضل ته هیله من او ستا له غضبه ډاریږي ، په داسي حال کښې دوئ ته ګوري او حاجتونه یې پوره کوي .
ای خدایه! په محمد او آل یې درود واستوه، اومونږ ستا د هر با ایمانه بنده په غوره دعا کښې چې په دې ورځ تا یادوي شریک وګرځوه .
ای د عالمینو پروردګاره! خپله اړتیا مې ستا درګاه ته راوړي، او ستا د کور په وړاندې مې د خپلې تنګ لاسۍ،او بې وزلۍ بار ایښتی دی،نو ای هغه کسه چې رحمت دې پراخ او عفوت دې ستر دی .
ای عظیمه! په محمد او د هغه په آل درود واستوه ، په مونږ دې رحمت ووروه ، په مونږ دې خپل شفقت ولوروه ، او په مونږ دې مغفرت پراخ کړه .
یو ځل بیا دې تاسو ټولو ته لوي اختر مبارک وي ، اختر مو مبارک شه !
سلام دې وې پر ابراهیم خلیل الله ! سلام دې وې پر اسماعیل ذبیح الله ! سلام دې وې په خدای پرسته بنده ګانو چې د حق او حقیقت په لاره کښې یې ګام ایښی دی ، د الهي ژمنې په وړاندې یې سرونه په ځمکه ايښې دي او د جانان آواز د زړه له تله اوري او په درست ځان سره یې مني .

Add new comment