د بیت الله الحرام حاجيانو او د نړۍ مسلمانانو ته د انقلاب معظم لارښود پيغامي سيد علي خامنه اي پيغام .

د حج ورځې د مسلمانانو لپاره، د افتخار او د مخلوق په نظر کې پرتمین او د خالق په وړاندې د عاجزي او د زړونو د روښانتیا ورځي دې، حج ولسي، الهي، دنیوی او سپېځلي فریضه ده. الله فرمایی: «فَاذکُرُوا اللّهَ کَذِکرِکُم ءابآءَکُم اَو اَشَدَّ ذِکرًا» (سوره‌ بقره، آیت

 

بسم الله الرحمن الرحيم
والحمد لله رب العالمين والصلوة والسلام علي سيد الانبياء والمرسلين و علي آله الطيبين وصحبه المنتجبين
د حج د موسم رارسيدل بايدد اسلامي امت لوي اختر وګڼو. هغه غنيمت فرصت چې هر كال يې دغه ارزښتمنې شيبې د نړۍ مسلمانانو ته ډالۍ كوي، يوه معجزه ګره كيميا ده چې كه په قدر يې پوه شو او هغه شان چې ښايي ترې كار واخلو د اسلامي نړۍ ډيرې ناروغۍ او كمزورۍ به درمل شي.
حج، د الهي فيض خوټيدونكي چينه ده . تاسو هر يو بختور حاجي اوس دا لوي سعادت لاسته راوړي چې د معنويت او مينې په دغه خړوبو اعمالو او مناسكو خپل زړه او روح ښه ووينځئ، او د رحمت ، عزت او طاقت له دغه سرچينې د خپل عمر لپاره توښه واخلئ د رحيم خداي په وړاندې خشوع او تسليم ، د مسلمانانوپه غاړه په ايښودل شويو دندو ژمنتوب، د دين او دنيا په كار كې حركت ، عمل او تاندوالي ، له وروڼو سره په تعامل كې رحم او نرمښت ، د سختو پيښو په وړاندې پر ځان باور، په هر ځاي او هر څيز كې د خداي مرستې ته هيله ، او لنډه دا چې د دغه الهي ښوونې او روزنې په ډګر كې د يو مسلمان په توګه د ځان جوړول او برابرول، هغه كارونه دي چې د ځان لپاره يې كولې شئ او په دغو كاليو پسوللي او له دغو ذخيرو برخمن انسان ، خپل هيواد ، ولس او په نهايت كې اسلامي امت ته ډالۍ كولې شئ .
اسلامي امت نن تر هر څه زيات داسې انسانانو ته اړتيا لري چې فكر او عمل د ايمان ، مينې او اخلاص په څنګ كې او د كينه كښو دښمنانو په وړاندې دريدنه د معنوي او روحي خود سازۍ په څنګ كې برابره كړي . دا له هغو بوختو د مسلمانانو د سترې ټولنې د ژغورنې يوازينۍ لاره ده چې يا په ښكاره د دښمن له خوا او يا د ايمان ، بصيرت او هوډ د سستۍ په وجه له پخوا راهسې په هغو كې نښتي دي.
بې له شكه اوسني پړاو، د مسلمانانو د بيدارۍ او د ځان پيژندلو پړاو دي ؛ له هغو چيلنجونو چې مسلمان هيوادونه ورسره لاس وګريوان دي په دغه حقيقت ښه پوهيدلي شو. په همدغه شرايطو كې ده چې په ايمان ، توكل ، بصيرت او تدبير ولاړه اراده او عزم مسلمان ولسونه په دغو ننګونو كې
كاميابۍ او سرلوړۍ ته رسولي شي او دهغوي په برخليك كې عزت او كرامت ليكلي شي. مقابل لوري چې د مسلمانانو ويښتيا او عزت نه زغمي په خپل ټول وس سره راميدان ته شوي او د مسلمانانو د كمزورولو، ځپلو او په ځان د اخته كولو لپاره له هر ډول امنيتي، نفسياتي، پوځي ، اقتصادي او تبليغاتي وسيلو استفاده كوي. دپاكستاناو افغانستان په شان د اسيا د لويديځ له هيوادونو نيولې ، بيا تر سوريې ، عراق ، فلسطين اود فارس خليج تر هيوادونو پورې او له ليبيا مصر او تيونسه نيولې تر سوډانه پورې د افريقا دشمال او ځينو نورو هيوادونو حالاتو ته كتنه ډير حقيقتونه روښانوي. كورني جنګونه ، ړانده مذهبي او ديني تعصبونه، سياسي بې ثباتۍ ، د سخت زړو ترهه ګريو دودول ، د داسې افراطي ډلو او بهيرونو  راڅرګنديدل چې د تاريخ د وحشي قامونو په شان د انسانانو سينه څيري او زړه يې په غاښونو چيچي؛ هغه وسلوال كسان چې ماشومان او ښځې وژني ؛ له سړيو سرونه غوڅوي او پر ناموسونو تيري كوي ، او حتي په ځينو مواردو كې دغه شرموونكي او بوږنوونكي جنايتونه د دين په نامه او د دين تر بيرغ لاندې كوي ، دا ټول ، د پرديو د امنيتي ادارو ا او په سيمه كې دهغوي د ملګرو حكومتي ګوډاګيو د استكباري او شيطاني نقشو نتيجه ده چې د ځينو هيوادونو په داخل كې دغو نقشو ته په تيارو او برابرو زمينو كې ترسره كيږي او د ولسونو ورځ تياره او خوله ورتريخوي. يقينا په دغه شان حالاتو كې دا تمه نه شو لرلي چې مسلمان هيوادونه خپلې مادي او معنوي تشي ډكې كړي او امينت، هوساينې، علمي پرمختګ او نړيوال قدرت ته چې د بيدارۍ او ځان پيژندنې بركتونه دي ورسيږي. دغه خواروونكي حالت اسلامي بيداري شنډولي او په اسلامي نړۍ كې پيدا شوي روحي چمتووالي ضايع كولي شي. او يو ځل بيا د اوږدو كلونو لپاره مسلمان ولسونه تمتيا، ګوښه والي او ځوړتيا ته كښولي شي او دهغوي مهمې مسالې لكه د فلسطين ژغورنه ، او د امريكا او صهيونزم له لاسوهنو د مسلمانو ولسونو ژغورنه د هيرې ګړنګ ته غورځولي شي.
د دغه ناروغيو آري او بنيادي درملنه په دوو ټكو كې بيانولي شو چې هر يو يې د حج يو ډير څرګند درس دي .
اول : د توحيد تر بيرغ لاندې د مسلمانانو اتحاد او ورور ولي.

دوهم: د دښمن پيژندنه او د هغه له طريقو او نقشو سره مقابله .
د ورورولۍ او همدلۍ د روح پياوړتيا د حج يو لوي سبق دي . دلته حتي له نورو سره شخړه او سپورې ستغې ويل هم منع دي. دلته ، يو شان جامه ، يو شان اعمال او يو شان حركات او مهربانه چلند، د هغو ټولو كسانو د برابرۍ او برادرۍ په معنا دي چې د توحيد پر دغه مركز عقيده من او هيله من دي. دا هر هغه فكر ، عقيدې او بلنې ته د اسلام جوت ځواب دي چې په كعبې او توحيد ځينې معتقد مسلمانان د اسلام له دايرې بهر وګڼي. تكفيري عناصر چې نن د غدارو صهيونيسټانو او د هغوي د لويديځو ملاتړو د لاس لوبتكه ګرځيدلې او بوږنوونكي جنايتونه كوي او د بيګناهانو او مسلمانانو وينه تويوي او د ديندارۍ مدعيان او د روحانيت د جامې اغوستونكي هغه كسان چې د شيعه او سني او داسې نورو فرقو د اختلافاتو اور ته پوكي وهي ، بايد پوه شي چې د حج مراسم دهغوي د ادعا باطلوونكي دي .
زه د ډيرو اسلامي عالمانو او د اسلامي امت د زړه سواندو په شان يو ځل بيا اعلان كوم چې هر عمل او خبره چې د مسلمانانو تر مينځ د اختلاف د اور د لمبه كيدو او يا د يوې مسلمانې ډلې د سپڅلتياوو دسپكاوي او يا ديو اسلامي مذهب د تكفير سبب شي د كفر او شرك د كيمپ خدمت او له اسلام سره خيانت او شرعا حرام دي .
د دښمن او دهغه د رودو پيژندل هم ، دوهم ركن دي . اول خو دا چې له كينه كښ دښمنه بايد غافله نه شو او هير يې نه كاندو او په حج كې د رمي جمرات ( د شيطانانو دويشتلو) د مراسمو بيا بيا كول د دغه يادونې سمبل دي . دوهمه دا چې د اصلي دښمن په پيژندنه كې چې نن سبا هماغه دنړيوال استكبار جبهه او د صهيونزم جنايتكار چينل دي ، خطا نه ده پكار ، او دريمه دا چې د دغه ميرڅمن دښمن په رودو چې دمسلمانانو ترمينځ د تفرقې اچول ، د سياسي او اخلاقي فساد دودول، نابغه او تكړه كسانو ته لالچ وركول يا يې ګواښل ، پر ولسونو د اقتصادي فشارونو راوړل اوپه اسلامي عقيدو كې د شكونو اچول دي ، بايد ځان ښه پوه كړو او له دې لارې دهغوي دانسته او يا نادانسته ګوډاګيان او عوامل ښه وپيژنو.
استكباري دولتونه او په سر كې يې امريكا د پراخو او پرمختللو رسندويي وسايلو په مټ خپله حقيقي څيره پټوي او د بشري حقوقو او ولسواكۍ د پلويتوب په ادعا سره د ولسونو د عامه افكارو په وړاندې له غولوونكو طريقو كار اخلي. دوي په داسې حال كې د ولسونو د حقوقو غوره وهي چې مسلمان ولسونه ، هره ورځ تر پخوا زيات ددغه فتنو اور په خپلو بدنونو لمسوي . د فلسطين مظلوم ولس ته يوه كتنه چې لسګونه كاله كيږي هره ورځ د صهيونيسټ رژيم او د هغه د ملاتړو د جنايتونو زخم په ځان زغمي ، يا افغانستان ،پاكستاناو عراق ته يو نظر چې د استكبار او دهغه د سيمه ايزو ګوډاګيانو له سياستونو راولاړې شوې ترهه ګرۍ يې د ولسونو ژوند ورتريخ كړي ، يا سوريه چې د صهيونيسټ ضد مقاومت د ملاتړ په جرم ، د نړيوالو سلطه پالو او دهغوي د سيمه ايزو چاروالو د كينو او تربګنيو نښه ګرځيدلې او په خونړي كورني جنګ اخته شوې ، يا بحرين او ميانمار چې په هر يو كې په يو ډول مسلمانان خوار او راګير دي او د دښمنانانو يې شا ټپول كيږي ، يا نور ولسونه چې د امريكا او اڼديوالانو له خوا يې بيا بيا په پوځي يرغل يا اقتصادي بنديز او دامنيت په خرابولو ګواښل كيږي ، دغو ټولو ته كتنه ، د سلطې د نظام د دغه سرغنو اصلي څيره ټولو ته برسېره كولي شي.

په ټولې اسلامي نړۍ كې سياسي ، كلتوري او ديني شخصيتونه بايد ځانونه د دغو حقايقو افشا كولو ته ژمن وګڼي. دا زمونږ د ټولو اخلاقي او ديني دنده ده . د افريقا د شمال هيوادونه چې په خواشينۍ سره نن له ژورو داخلي اختلافاتو سره مخامخ دي ، تر هر چا زيات بايد دغه دروند مسووليت يعنې د دښمن او دهغه دچلولونو او رودو پيژندلو ته پام وكړي ، په دغو هيوادونو كې د ملي بهيرونو تر مينځ د اختلافاتو دوام او د كورني جنګ له خطره غفلت، هغه لوي خطر دي چې اسلامي امت يې تاوانونه دومره زر نه شي جبرانولي .
البته مونږ شك نه لرو چې دهغه سيمې پاڅيدلې ولسونه به چې اسلامي بيداري پكې راغلې ده، دخداي په حكماجازهورنه كړي چې د وخت ستنې شاته لاړې شي او د فاسدو، پييلو او زورواكو چارواكو دروان يو ځل بيا راشي. خو په فتنه جوړولو كې د استكباري قدرتونو له رول او دهغوي له ويجاړوونكو دخالتونو غفلت به ددغه ولسونو كار ګران كړي او د عزت ، امنيت او هوساينې پړاو به كلونه كلونه شاته بوځي . مونږ د ولسونو په وس او هغه طاقت چې حكيم خداي د خلكو په عزم ، ايمان او بصيرت كې اچولي دي دزړه له تله باور لرو او هغه مو د ايران په اسلامي جمهوريت كې په تيرو كابو ديرشو كلونوكې د سر په سترګو ليدلي او په ټول وجود سره ازمويلي دي ؛ زمونږ هوډ او همت دا دي چې ټول مسلمان ولسونه په دې سرلوړي او نه ستړې كيدونكې هيواد كې د خپلو وروڼو تجربې ته راوبلو .

له لويه خدايه د مسلمانانو صلاح او د دښمنانو د چلولونو د غړولو دعا كوم او د خداي د كور تاسو ټولو حجيانو ته قبول حج ، د زړه او بدن سلامتيا او پريمانه معنوي ذخيره غواړم .
والسلام عليكم و رحمة الله
سيد علي خامنه اي.
د ۱۴۳۴ هجري قمري كال د ذي الحجې ۵ ، د ۱۳۹۲ كال د تلې د مياشتې نولسمه نيټه .

Add new comment