د حضرت فاطمه سلام الله علیها ژوند

عصمت او پاکه
حضرت فاطمی  زهرا (ع) د جمادی الثانی په شلمه ورځ، د بعثت په پنځم کال په مکی مکرمه کی ودنياته راغله،

بسم الله الرحمن الرحيم

د حضرت فاطمی زهرا (سلام الله عليها)، د پيغمبر (ص) لور، د حضرت علی (ع) همسره، او د پاکو امامانو مور د شهادت په مناسبت د پيغمبرانو خاتم او د آنحضرت پاک خاندان و دوستانوته تسليت عرض کړی، اميد لرو چه په دنياکی د دغو بزرګوارانو د پيروی او زيارت سعادت ولرو او په آخرت کی د دوی د شفاعته څخه ګته يوسو، آمين رب العالمين.
1- د نور ميلاد

حضرت فاطمی  زهرا (ع) د جمادی الثانی په شلمه ورځ، د بعثت په پنځم کال په مکی مکرمه کی ودنياته راغله، بزرګوار پلارئی خاتم د نبيانو حضرت محمد مصطفی (ص) او ګرانی مورئی حضرت خديجی کبری (س) ده، هغه خانم چه په خپل ټول وجود سره د حضرت پيغمبر څخه دفاع وکړه او اوله ښځه وه چه په آنحضرت ايمان راوړ.

ولی د حضرت فاطمی  (س) څخه په نور تعبير سويدی؟ په هغه روايت کی چه مرحوم صدوق د امالی په کتاب کی نقل کړيدی داسی راغلی دی (حضرت پيغمبر (ص) وفرمايل: کله چه زه ئی و معراج ته بوتلم، جبرئيل امين زما لاس ونيول، او جنت ته ئی داخل کړم او جنتی خرمائی راکړل او هغه می وخوړل، هغه خرما زما په ملاکی په نطفه تبديله سوه او وروسته حضرت فاطمی  (س) د هغه څخه و دنياته راغله، نو فاطمی  جنتی انسان ده، هر وخت چه د جنت د بوی شوق کوم، فاطمی  بويوم.

او په (زيارت جامعه کبيره) کی لولو (خدای ستاسی انوارئی خلق کړل او په خپل عرش کی ځای ورکړل) او د امام حسين (ع) په زيارت کی لولو: شاهدی ورکوم چه ته نور وی د لوړ مرتبی نارينو په شا او د پاکو او مطهرو ښځو په رحم کی. بلی، د خدای نور لومړی د نبيانو خاتم او امير مؤمنان علی (ع) په وجود کی ځای ونيول او وروسته حضرت پيغمبر (ص) و حضرت فاطمی (س) ته منتقل کړل.

کله چه دغه جنتی انسان ان د نور نمونه و دنياته راغله، حضرت رسول (ص) ډير خوښحا له سو او رسول اکرم (ص) پوهيدل چه د هغه اولاده فقط د حضرت فاطمی د نسله څخه ده، او هغی يواځی د نور وړونکی د هغه ده، او پدی جهت ئی ډير دوست درلود او هغی ئی (ام ابيها) ويل.

او د هغی په باره کی فرمايش کول: فاطمی  زما د تن (بدن) برخه ده، هغه څه چه هغی ناراحته کوی ماته هم آزار راکوی. آنحضرت هر سهار چه مسجدته تلل د فاطمی (عليها السلام) د کور دروازه ئی نيول او ويل (سلام پر تاسو ای د نبوت اهل بيت). إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنْكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيراً.
2- د رسالت کوثر

په هغه ټولنه کی چه حضرت فاطمی  زهرا (س) و دنياته راغله ، داسی خلګو ژوند کاوه چه د قرآن مجيد په فرمايش کله چه هغوته خبر ورکول د نجلی خاوند سوی ياست په غضب سوی او د غضبه څخه د هغو مخونه توريدل.

پدغه ټولنه کی که څوک څو نجونی درلود، او زوی نه درلود د هغو په نظر ابتر (بی اولاده) حسابيدل او د هغی ورځ دنيا وهلی او ځای پرسته خلګ دغه په صفت د يو عيب و هغه ته پيغور ورکاوه.

ليکن د حضرت پيغمبر په باره کی بله مسأله هم وجود درلود، او هغه دا چه حضرت محمد (ص) اولاد نلری او کله چه د دنيا څخه ولاړسی د هغه نسل قطع کيږی او په نتيجه کی د هغه د رسالته څخه هيڅ اثر نه پاته کيږی.

دا يواځی عاص بن وائل نه ؤ چه آنحضرت ئی په نه درلودل د زوی ملامتول، بلکه عاص بن وائل د انسانی ضد او د ناپوهی د فرهنګ سخنګوی (ويونکی) د هغی ورځ ؤ چه په ټول قدرت سره د حضرت پيغمبر اکرم (ص) او د هغه د الهی تعاليمو سره مقابله کول او د دغو اومه خيالو او ملامتيدو په مقابل کی د آخرنی پيغمبر د رسالت د ايسته  کول د پاره، خدای متعال و رسول اکرم ته (کوثر) يعنی فاطمه ئی بخښښ کړل او د هغی په تعريف او توصيف يوه سوره نازل کړل، بلی دغه سوره کوثر وه چه که هغه (خير کثير) تفسير کړو بياهم د حضرت فاطمی (س) پر پاک او مقدسه وجود برابره ده، ځکه چه يو ولس امامه د حضرت پيغمبر (ص)  او د علی (ع) د نسله څخه ټوله اولاده د فاطمی زهرا (س) او هغه امام او حجت چه خدای متعال د هغه په واسطه ټوله نړی د عدل او داده  څخه ډکوی د فاطمی مهدی دی. او نن هر څه د پيغمبر (ص) د اولاده څخه وينو چه د هغو په منځ کی نيک نومان او لوی عالمان سته ټول د فاطمی (س) اولاده دی.

دغه خير کثير، د غه کوثر، او دغه پاک او مطهر نسل تر قيام قيامته پوری ادامه لری او ورځ په ورځ د اسلام د پيغمبر نسل په ډيريدودی،

او دغه موضوع د هيڅ چا په باره کی د آدم د خلقته څخه تر ننه پوری هيڅ څوک خبر ندی.
3- د حضرت پيغمبر د تن برخه ( د تن پاره):

دا چه انسان خپل اولاد دوست لری يوه طبيعی خواص دی چه ثابتول د هغه په دليل او استدلال احتياج نلری ځکه چه دغه د دوستی نتيجه ده چه خدای (جل جلاله) د هر څوک به وجود کی قرار ورکړيدی، او پدغه خاطر دی چه پلار يا مور سختی پر ځان وړی، بی خوبی کاږی او هر زحمت پر ځان وړی تر څو چه اولادئی استراحت ولری.

ليکن دغه محبت او دوستی په خلګوکی مختلف دی يعنی فرق کوی په بعضوکی ضعيف، په بعضوکی په لازمه اندازه، او په بعضوکی ډير دی، ډير ترحده محبت کولای سی چه د دوو شيو څخه حاصل سی لومړی: د جهل او ناپوهی څخه چه دا ډول دوستی درلودل د اولاد د بی تربيتی سبب کيږی، او يواځی د هغه په ګټه ندی بلکه د هغه د پاره تاوان هم لری. دوهم: هغه لوړ او ښه خواص چه په اولادکی وجود لری پدی ډول د هغه و شخصيت ته احترام دی او د هغه د پټو لياقتو د تازه او روښانه کيدو سبب هم کيږی.

دغه مسئله رښتيا ده چه جهل او ناپوهی د الهی انبياء په حريم کی ځای نلری مخصوصاً خاتم د هغو چه اشرف د مخلوقاتو او عقل کل دی، هغه انسان چه هر حرکت او رفتار او ګفتار د دوی د پوهی او هوښياری اساس دی.

بلی هغه انسان چه د انسانانو د لارښود د پاره او په صفت د الهی آخرنی سفير د انسانيت د لارښود د پاره راغلی او مبعوث سويدی بی حسابه نه وائی او بيهوده مطلب نه بيانوی دا هغه رښتين او امين پيغمبر دی چه خدای متعال صفات او اخلاق د هغه په قرآن کی صفت کړيدی او فرمايلی دی: ته د اخلاق د نظره څخه درلودنکی د لوی او ښه خصلت او په هغه صفت سوی ياست.

پدی مقدمه چه بيان سو حضرت پيغمبر (ص) د حضرت فاطمی زهرا (س) په باره کی فرمايلی دی:

فاطمی  زما د تن برخه ده که هر څوک هغی ناراحته کړی، ماته آزار راکړيدی.
4- د پلار مور:(ام ابيها)

د عرب په منځ کی رسم او عادت دی چه خلګ کنيه (لقب) لری او د احترام د پاره دوی په کنيه ږغ کوی د حضرت پيغمبر اکرم (ص) محبت د فاطمی  زهرا (س) ته په داسی اندازه ؤ چه هغی ئی په کنيه يعنی (ام ابيها) ږغ کاوه بلی پيغمبر (ص) په کوچنيوالی خپل مور حضرت آمنه ئی دلاسه ورکړی ؤ پسله موره څخه ډير علاقه و حضرت فاطمی بنت اسد د حضرت علی (ع) و مورته درلود او هغی ئی مور ويل او کله چه د دنيا  څخه ولاړله ډير غمجن سو او وفرمايل زما مور د دنيا څخه ولاړله کله چه خدای متعال فاطمی زهرا (س) ئی و پاک رسول ته ورکړ هر وخت چه هغی ئی ليدل د فاطمی بنت اسد په ياد به لويدل او هغی د فاطمی بنت اسد پر ځای ليدل او د پلار مور کنيه ئی پر هغی کښيښاوه. بلی فاطمی (س) د حضرت رسول مبارک لور او په عين حال لکه مور د هغه بزرګوار ؤ.
5- د ازدواج وخت ئی:

فاطمی (س) عصمت او پاکه خانم د نبوت  لور و ځوانی سن ته رسيدلی وه ټول کمالات چه په يو کامل انسان کی وجود ولری په هغی کی راټول سوی ؤ. روښانه صورت (مخ)، نيک اخلاق، کورنی شرف، ښه او کامل خبری کول او تر ټوله لوړه (لور) د پيغمبر اکرم (ص) او نور کمالات ئی چه عددئی فقط د فاطمی (س) خدای پوهيږی ډير اشراف يعنی لويان او نور کسان د دغی خانمی سره د همسری (ازدواج) غوښتنه درلودل.

د دغو کسانو په منځ کی اصحاب هم وه چه دوی شک نه درلود رسول مبارک په ازدواج د هغو د فاطمی (س) سره موافقت کوی. يو د هغو کسانو څخه ابوبکرؤ ليکن د اسلام ګران رسول (ص) ځواب داؤ: الهی قضاته منتظريم.

عمر هم غوښتنه وکړل، او هغه ځواب ئی واوريد. نور هم دغسی، انس بن مالک نقل کوی چه عبدالرحمن بن عوف او عثمان بن عفان د پيغمبر (ص) وحضورته راغلل، عبدالرحمن وويل:

ای د خدای پيغمبره: فاطمی زما سره ازدواج وکړی، مهريه (ولور) په اندازه د سل شنی سترګی تور اوښان چه بارئی هم مصری ګران قيمته پارچی (ټوکر) وی او لس زره دينارهم ورسره ورکوم.

او عثمان وويل: زه هم دغسی مهريه ورکوم ځکه ژرتر عبدالرحمن مسلمان سوی يم . پيغمبر اکرم (ص) د دی خبرو څخه په غضب سو او څو شګی ئی د عبدالرحمن وخواته وغورځاوه او وفرمايل ته په خپل مال نازيږی؟ هغه کوچنی شګی په در تبديل سو چه يو د هغو په ټول جايداد او سرمايه د عبدالرحمن ارزيدل.

فاطمی زهرا (س) د پيغمبر (ص) په کورکی وه تر څو چه د هجرت مسأله مخ ته راغله او پيغمبر او مسلمانان په مدينی کی ځای پر ځای سول، حضرت علی (ع) هم درسول مبارک په کورکی ؤ. هغه بزرګوار شل کلن ؤ. دا پدی حال کی ؤ چه علی (ع) اول مؤمن (ايمان راوړونکی) په پيغمبر (ص) ؤ، د ښو صفاتو او حسنه اخلاقو درلودنکی هغه کمالات چه د هغو په خاطر د هغه سره حسد کيدل، او په خاطر د دغوکمالاتو لکه لمر د انسانيت پر آسمان باندی روښانه ؤ.

په عين حال کی د فاطمی (س) داکا زوی ؤ او دواړه د يوه کورنی څخه وه  بناپر دی آيا د فاطمی د پاره همتا (همسر) بهتر تر علی (ع) او د علی د پاره بهتر تر فاطمی وه؟ هيڅکله.

څه مانع وه چه حضرت علی (ع) د حضرت پيغمبر (ص) څخه د فاطمی زهرا (س) غوښتنه نه کول؟

په بعضو روايتوکی نقل سويدی چه خالی لاس (مفلسی) مانع وه، ليکن دا مطلب صحيح نه ؤ ځکه چه سر بيره پر هغه چه نقل کړيدی مو دی د امام صادق (ع) څخه روايت سويدی چه فرمايلی دی:

که خدای متعال (جل جلاله) امير د مؤمنان علی (ع) ئی نه وای خلق کړی د فاطمی (س) د پاره همسر نه ؤ او د ابن مسعود په روايت کی راغلی دی چه پيغمبر (ص) وفرمايل: خدای وماته امر کړيدی چه فاطمی  د علی سره ازدواج وکړی. او هغه روايت چه خوارزمی نقل کړيدی: د خدای رسول (ص) يوه ورځ پر اصحابو باندی داخل سو د هغه بزرګوار صورت (مخ) لکه سپوږمی روښانه ؤ، عبدالرحمن بن عوف د دی خوښحالی او د صورت د څلا ندی سبب ئی و پوښتل.

حضرت رسول (ص) وفرمايل: د پروردګار د خوا زيری زما د ورور او د اکا زوی علی او زما لور فاطمی په باره و ماته رسيدلی دی او هغه دا چه خدای فاطمی  ئی و علی ته تزويج (ازدواج) کړل.

او په بل روايت کی راغلی دی چه جبرئيل د حضرت پيغمبر (ص) وحضورته راغی او وويل: خدای (ج) تاته دستور ورکوی چه فاطمی  د علی سره ازدواج وکړی.

په هر حال هر څه چه وی يوه ورځ ورسيد چه علی (ع) فاطمی زهرا (س) ئی د حضرت پيغمبر (ص) څخه خواستګاری (معرکه) وکړل. د حضرت رسول مبارک مکرمه همسر ام سلمه وائی: د کور دروازه وټکول سو پوښتنه می وکړله څوک ياست؟

د مخه تر دی چه ځواب واروم پيغمبر وفرمايل: ولاړه سه دروازه خلاصه که او ووايه: داخل سی چه دا هغه شخص دی چه خدای او رسول هغه دوست لری او هغه هم خدای او پيغمبر د هغه دوست لری.

پدی وخت کی علی (ع) داخل سو د فاطمی زهرا په باره کی د پيغمبر سره خبری وکړل ام سلمه وائی: ومی ليدله د رسول الله مخ د شادی او خوښحالی څخه ډک سويدی او وفرمايل: خدای فاطمه ئی د علی سره تزويج کړيدی په آسمان کی د مخه تر دی چه زه دا کار په مځکه کی وکړم.

هر څخه وه دا مبارک ازدواج وسو او مهريه ئی عبارت د څلور سو اتيا درهم ؤ چه 160 درهم د کالی رانيول ، 66 درهم د کور سامان، 96 درهم ئی و ام سلمی ته ورکړل چه د نورو خرڅو د پاره وساتی.

بعضو کسان ئی د مختصرو سامان او اساس د رانيولو د پاره وټاکل، او هغو هم شيان ئی رانيول چه پدی ځای د دی د پاره چه زموږ مسلمانو ځوانانو هلک او نجلی درس ونيسی او د برکت او د ښه ژوند معنی و پيژينی، د علی (ع) او فاطمی (س) د کور رانيول سوی اساس او سامان يادؤ هغه کور چه حاصل ئی يو ولس معصوم امام او بی شماره اولاده د هغو د نسله څخه يعنی سيدان تر قيامته پوری. 1-کميس، 2- څادری، 3- مقنعه (پوړنی)، 4- لوی بالښت د خرما د پاڼو، 5- دوی دانی تشک  (نيالی) چه يوه ئی د خرما د پاڼو څخه او بله ئی د پسه د وړی څخه ډکه سوی وه، 6 – څلور پوستی بالښتونه چه د خوښبويو شنو په نامه د (اذخر) ډک سوی ؤ، 7- نازکه  پرده چه د وړی څخه ودل سوی وه، 8- يوه دانه بوريا، 9- لاسی ژرنده د غنمو او وربشو د وړه کوولو د پاره، 10- يو مسی طشت د کالی د پری مينځل د پاره،11 – کوچنی جيک د اوبه، 12- د لرګيو يوه کاسه، 13- يوه کوچنی منګی د اوبو د يخيدو د پاره، 14- يوه ګډوه، 15- يو شين تغار، 16- يو ظرف د سفال (خاوره)،17- نيالی د پوست، 18- يو څادر دا ټول د وادی سامان د فاطمی زهراؤ چه و رسول مبارک ته راوړل، آنحضرت په خپل مبارک لاس اساس ئی پورته او کښته کول او فرمايش کاوه: خدای مبارک کړی پر اهل بيت.

او په بل روايت داسی وفرمايل: خدای مبارک کړی پر هغه کورنی چه ډير ظروف ئی سفالين (د خاوره) دی. ليکن علی (ع) د هغه کور د پاره چه فاطمی زهرا (س) په هغه کی راغلله څه آمادګی نيولی ؤ.

د حضرت علی (ع) د کور سامان عبارت ؤ: 1- د خوب خونه ئی په نرم ريګ فرش کړی ؤ، 2- د خونی د جلا کول د پاره يوه لرګی ئی د ديوال پر دوو خواو ايښی ؤ، 3- د پسه يو پوست او يو بالښت د خرما د پاڼو څخه د ديوال ؤ څنګ ته ايښی ؤ، 4- يو ټوول (دستمال) ئی په ديوال زړولی ؤ، 4- د خونی په کنج کی يوه منګۍ د اوبو، او يو غلبيل د وړو د غلبيلولو د پاره. دا ټول اساس او ملک د حضرت علی (ع) ؤ. بلی په دغسی ساده او آسانه ډول د علی او فاطمی ازدواج وسو، او پيغمبر وليمه ( د واده ملمستيا)  ئی ورکړل او فاطمی ئی دعلی کورته بوتلل، او داسی مبارک کور جوړ سو چه په ټول تاريخ کی سابقه نه درلود.

د دی مبارک ازدواج نتيجه اولادونه وه چه يواځی نومان ئی نيسو او د دوی د نور ځلانده ټوله دنيائی ونيوله او هيڅ حاجت و بيان ته نسته او موږ هم د هغو د بيانه څخه عاجزيو.

بلی دهجرت په دريم کال د رمضان مبارک مياشت په پنځلسمه امام حسن مجتبی (ع)، د هجرت په څلورهم کال حضرت امام حسين (ع)، په شپږم کال حضرت زينب (س) او پسله هغه هم ام کلثوم و دنياته راغلل.

غيرله دغو څلور و بزرګوارو د پيغمبر (ص) د باغ ګلان، فاطمی زهرا يو نه خلاص سوی غوټی ئی درلود د محسن په نامه د مخه تر دی چه و دنياته راسی هغه زمانه چه حضرت زهرا د ظالمانو په واسطه د ديوال او دروازی په منځ کی قرار ونيول د دروازی د فشار ورکول په واسطه د هغی پښتی ماتی سوی او دغه غوټی هم د منځه ولاړ او خلاص نسو.
6- د حضرت فاطمی زهرا کمالات په قرآن مجيد کی:

سر بيره د کوثر د سوری چه د فاطمی(س)  په شأن نازل سويدی په لږ مقدار کمالات د آنحضرت په قرآن کی اشاره کوو.
الف – د دهر سوره:

په روايتوکی چه شيعه او سنی نقل کړيدی راغلی دی چه حسنين (حسن او حسين عليها السلام) ناروغه سوه پيغمبر د هغو وپوښتنی او ديدن ته راغلل، پيغمبر د حسن او حسين په ليدل چه ډير ناروغه او رنځور سوی وه متأثر سو و حضرت علی ته وفرمايل: ښه ؤ چه د خپل فرزندانو د پاره دی نذر کړی وای.

علی (ع) نذر وکړل که د هغه زامن ته شفا ورکړی دری ورځی روژه ونيسی، فاطمی زهرا هم نذر وکړله او فضی خادمه هم د هغو سره يو ځای سو.

حسن او حسين (ع) شفا پيدا کړل او وخت د ادا د نذر ورسيد حضرت علی، حضرت فاطمی او فضی روژه ونيول. د علی  (عليه السلام) په کورکی هيڅ شی د روژه مات  (افطار) د پاره نه ؤ، حضرت علی يوه همسايه درلود چه خلګ ورته وړی ودل او معاش اخيستل، علی (ع) خپل همسائی ته ورغلل او په مقابل د دی چه فاطمی زهرا و هغه ته وړی وودی يو مقدار وربشی واخيستل وربشی ئی ژرنده او يو مقدار ډوډی ئی د روژه مات د پاره پخه کړله.

حضرت زهرا انتظار کښله چه حضرت علی د مسجد څخه راسی او روژه مات وکړی، حضرت علی راغی او د روژه مات دسترخوان وغوړول سو، په دغه دسترخوان کی فقط څلور ډوډی وه او د دسترخوان پر سر د پيغمبر اهل بيت يعنی علی، فاطمی ، حسن و حسين او دهغو په څنګ کی فضه ناسته وه.

چه لاس ئی و دسترخوان ته وغزول دروازه وټکول سو، يو بی وزله ؤ چه ويل: سلام پر تا سو ای د پيغمبر کورنی، يو بی وزله د مسلمانانويم هغه شی چه تاسو خوری ماته هم راکړی خدای تاسوته د جنت د دسترخوانو څخه طعام ورکړی هر څه چه په دسترخوان کی ؤ هغه ته ورکړل او په اوبو روژه مات وکړل.

دوهمه او دريمه ورځ هم د فاطمی د لاس د زحمته څخه ډوډی آماده سوه او لکه اوله ورځ و يتيم او اسيرته ورکړل. او شپه ئی وژی سرته ورساوه، پدی وخت د خدای له خوا د جبرئيل امين په واسطه د هل اتی مبارکه سوره د دغه برکتی کور په شأن نازله سوه .

او دغه افتخار د خدای په ابدی کلام، ترهغه زمان چه انسان په قرآن کی د هل اتی سوره تلاوت کوی د پيغمبر د کورنی او د علی، فاطمی ، حسن و حسين عليهم السلام کور ابدی سو.
ب – د رسالت حق او حقوق:  (قُلْ لَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْراً إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى)

ای پيغمبره وخلګوته ووايه: د څو کالو زحمتو په مقابل کی د (خپل رسالت د پاره حقوق نه غواړم غيرله هغه چه زما اهل بيت دوست ولری)  او هغه څه چه پدغه مقاله کی ذکر سو پوه سولو چه د پيغمبر (ص) اهل بيت کم کسان دی، او د فاطمی زهرا (س) د شهادت د داستان په ويل پوه به سو چه څرنګه د قرآن په آيه او د پيغمبر په وصيت عمل وکړل، دلته دی چه ګمراهانو زيان وکړل او پر هغه لار ولاړل چه د خدای او پيغمبر د آزار سبب سول، او دغه مبارکه آيه شاهد او حجت ده چه زهرای مرضيی (س) د هغه په واسطه د قيامت په ورځ هغه ساعت چه د الهی د عدل محکمه د مظلومانو د حقوقو د اخيستلو او د جنايتکارانو د جزا ورکولو د پاره جوړيږی ادعا د خپل حق به وکړی او هلته دی چه ظالمان خپل د اعمالو نتيجی به ووينی.
ج – د مباهلی آيه:

حضرت پيغمبر اکرم الهی رسالت ئی خلګوته ورسول او حجت ئی تمام کړل، بعضو کسان قبول نکړل او د حق په مقابل کی ودريدل، خدای و پيغمبرته وحی وکړل چه د هغو سره مباهله وکړه او هغوته ووايه چه موږ د خپلو زامنو او تاسو د خپلو زامنو سره، موږ د خپلو ښځو او تاسو د خپلو ښځو سره، موږ په خپله او تاسو پخپله راسی او مباهله وکړو او د خدای لعنت او نفرين پر درواغجنو وليږو.

د هغو کسانو څخه چه حق ئی نه ؤ قبول کړی مسيحی خلګ وه چه مباهلی ته حاضر سول او يوه ورځ د دی کار د پاره تعين سو، او دغه ورځ د ذی الحجی څلور ويشتمه وه، د مباهلی ساعت راورسيد، خلګ منتظرؤ چه پيغمبر (ص) څه به وکړی.

ناببره دوی وليدل چه آنحضرت لکه روښانه لمر د نبوت د کوره څخه راووتل او امام حسين (ع) ئی چه طفل ؤ په غيږ کی درلود او په راسته لاس د امام حسن لاس نيولی او فاطمی زهرا د آنحضرت پر شا او حضرت علی (ع) د فاطمی پرشا حرکت کول.

نفس د پيغمبر: علی، زامن: حسن او حسين، او ښځی چه په آيه کی په نسائنا تعبير سويده، فاطمی زهرا وه.

د نجران نصارا چه فکر کاوه پيغمبر (ص) د ډيرو خلګو سره لکه پاچاهان رابسی کله چه دا منظره ئی وليدل داسی د پيغمبر او د نبوت خاندان د عظمت تر تأثير لاندی قرار ونيول چه خپل اسقف ته ولاړل او ويويل: ای ابا حارثه څه وينی.

وويل: څه وينم؟ زه داسی انسانان وينم چه که خدای په دوی قسم ورکړی چه غر د ځايه څخه ايسته کړی دغسی په وکړی په عيسی مسيح قسم محمد (ص) که يوه کليمه ووائی او دعا وکړی ټول ژوند مو د منځه ځی. دلته ؤ چه وويل: مباهله ونه کړی ځکه چه هلاک به سی او تر قيامته پوری يوه مسيحی د مځکی پر مخ به پاته نسی.
د – مطهر او پاک خاندان: (إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنْكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيراً )

دلته د تطهير د آيی څخه ژر تيريږو ولی چه د هغه تفصيل او بيان ډير وخت غواړی ليکن په لنډه وايو چه په نقل د شيعی او سنی دغه آيه په شأن کی د فاطمی او پلارئی، فاطمی او همسرئی، فاطمی او زامن ئی نازله سويده، او پدغه داستان کی چه په حديث کساء معروف او مشهور دی محور فاطمی ده. چه خدای د دغو پنځه مقدسو نورو په باره کی د تطهير مبارکه آية ئی نازل کړل چه: فقط خدای اراده او قصد کړيدی چه ناپاکی ستاسو په خاندان کی نه وی او تاسو پاک او مطهر وساتی.

دغه لږ مقدار د فاطمی زهرا کمالات د قرآنه څخه په لنډ ډول بيان سو ليکن روايتونه د آنحضرت د کمالاتو په باره کی د حده څخه وتلی او ډير دی.
7- د غم کور يا بيت الاحزان:

 د هجرت په يو ولسم کال لويه فاجعه منځ ته راغله او د اشرف مخلوقاتو يعنی حضرت محمد (ص) د رحلت (وفات) کال ؤ، هغه پيغمبر چه حضرت علی (ع) پسله وفات و آنحضرت ته وويل: ای د خدای رسوله ستا په رحلت سره يوشی قطع سو چه د هيڅ څوک په مرګ قطع نسو او هغه ارتباط د خدای او خلګو په منځ کی يعنی وحی او نبوت ؤ، بلی خاتم د پيغمبرانو او آخرنی الهی پيغام رسونکی د دنيا څخه تللی ؤ پدی ورځو او پدی کال کی څه تيرسو د هغو بيان يو مفصل کتاب غواړی ليکن په لنډ ډول د پيغمبر (ص) وصيت عملی نسو او ناديده ونيول سو، فدک غصب سو (په زوره ونيول سو)، امامت کور نشينه سو او د پيغمبر کور يعنی هغه ځای چه جبرئيل بی له اجازی نه راتلل په اور وسوځيد، او فاطمی په هغه کمالات او د پيغمبر سفارشونه د هغی په باره کی د ظالمانو په واسطه د دروازی او ديوال په منځ کی پاتی سوه او په ظلم او ستم سره پښتی ئی ماتی سوله او محسن ئی سقط سو (د منځه ولاړ) او مبارکه وږه ئی د پيغمبر (ص) د زحمتو په خاطر د کبودی مدال ونيوله يعنی د منافقانو په واسطه مبارک لاس ئی زخمی سو. فاطمی زهرا د مهاجر او انصارو څخه مأيوسه يعنی نا اميده سوه ږغ او فرياد ئی هيڅ ځای ته ونه رسيد په يو کورکی په بقيع پناه يوړله او هلته ژړله او د شهيدانو د قبرو و څنګ ته ظلمونه چه پر هغی سوی وه شکايت کوله.

کله به پيغمبر د قبرو څنګ ته راتلله دومره ژړله چه بيهوشه به سوله او وروسته به هغی کورته بيوله او په کورکی هم دومره ډيره ژړله  چه علی (ع) ورته وويل ای د پيغمبر لوره: د مدينی مشران وائی چه و فاطمی ته ووايه يا شپه وژاری يا ورځ فاطمی په ځواب کی وويل: ای ابوالحسنه زه د دوی په منځ کی به ډير ژوند ونه کړم او ژر به وخپل پلارته ورسم په خدای قسم تر هغه زمانه پوری شپه او ورځ آرام به نه لرمه.

بلی د نبوت د خاندان سره ډير ظلم سوی ؤ چه فاطمی زهرا ئی داسی غمجن او په ژړا کړی وه چه په مدت د پنځه اويا ورځی يا پنځه نيوی ورځی دومره و ژړله چه د هغی نوم د ژړا کوونکو نومانو په څنګ لکه يعقوب چه ډير مدت د يوسف د جدائی په خاطر ژړل قرار ونيول، بلی فاطمی دغه مدت پر اسلام او امت ژړا وکړله.
8 – د شهادت په بسترکی:

هر څه وه د فاطمی زهرا د غم ورځی پای ته نژدی کيدل، ليکن علی او حسنين عليهم السلام به څه ډول د فاطمی زهرا په جدائی صبر او تحمل وکړی؟ په هر حال آنحضرت لکه هر انسان د خپل عمر په آخرکی وصيتونه لری و امير مؤمنان ته وصيتونه وکړله.

ليکن د فاطمی وصيت د نورو وصيتو سره فرق درلود د فاطمی د وصيت بيت الغزل هغه ؤ چه يا علی ما په شپه او پټ وخاورو ته وسپاره تر څو چه ظالمان د زهرا د جنازی پر لمانځه او ښخيدو شرکت ونه لری.

ومو ويل چه د پيغمبر (ص) د وفاته وروسته هيڅ څوک فاطمی زهرا ئی په خندا ونه ليد، ليکن يوه ورځ کله چه وهغی ته وويل چه د هغی مطهر جسد د وړلو د پاره (تابوت) جوړوی چه د بدن اندازه ئی معلومه نه وی فاطمی خوښحاله سوه او وخندله .

بلی کله چه د فاطمی څخه پوښتنه وسوه چه د ښځی د پاره څه شی بهتره تر ټولو شيانو دی؟ وويله: دا چه نه نارينه هغی وپيژنی او هغی هم بيګانه نارينه ونه پيژنی، او دا بايد ښځو او نجونو دوستان د فاطمی زهرا (س) ته درس وی که څه هم نسی کولای د هغی په ډول وی. ليکن بايد دوی پوه سی چه ارزښتمند شی د فاطمی زهرا (س) په نظر د پاکی او عصمت ساتل دی.

پدغو ورځوکی وه چه د يوی محترمی خانمی څخه په نامه د اسماء بنت عميس  وغوښتله چه پاته سوی حنوط (خوشبويه عطر) چه د پيغمبر (ص) څخه پاته سوی ؤ د هغی د پاره راوړی، وروسته اوبه ئی وغوښتله او غسل وکړله، او يو ټوکر ئی خپل پر مخ و کښله او د اسماء څخه وغوښتله چه لږ صبروکړی او وروسته هغی ږغ کړی که ځواب ورنکړله و پوهيږی چه فاطمی خپل د پروردګار و ملاقات ته تللی ده.

اسماء لږ صبر وکړله او هغی ئی ږغ وکړله ځواب ئی وانوريده، بياهم ږغ وکړله:

ای د محمد مصطفی لوره، ای د خدای د بهترين خلق لوره، ای د هغه بهترين انسان لور چه په مځکه کی ګام ايښی دی، ای د هغه انسان لور چه وخپل پروردګار ته دير نژدی ؤ.

ليکن د چپتيا تاريکه پر خونه سيوری اچولی ده او فاطمی ځواب نه ورکوله ، پدی حال اسماء هغه ټوکرئی د فاطمی زهرا د مخه څخه ايسته کړله او وينی چه فاطمی د دنيا څخه تللی ده. حسنين خونی ته داخليږی او پوښتنه کوی: مور چيری ده؟

اسماء خبری نکوی، د فاطمی زامن خونی ته داخليږی کله چه د خپل مور د بی ساه جسمه سره مخامخ کيږی امام حسين و امام حسن ته  وائی: خدای تاته د مور په مصيبت کی صبر او ثواب درکړی. حضرت علی (ع) د ماښام دلمانځه د پاره مسجدته تللی ؤ، امام حسن او امام حسين (ع) مسجدته ولاړل او دخپل مور د شهادت خبرئی و آنحضرت ته ورکړل، هغه علی چه د عربو د پهلوانانو په مقابل کی هيڅ بيره او خوف نه درلود د دی خبر په اوريدلو سره بيهوشه کيږی او پر مځکه لويږی کله چه په هوش راځی وائی:

خپل غم په چا صبر او آرام کړم؟ بعدله پيغمبر په تامی زړه خوښ ؤ، بعدله تا په چا آرامتيا پيدا کړم؟ د بنی هاشم ښځی سره راټوله سوه د مدينی ښار د نبوت د يادګار او پيغمبر د لور د مصيبت په خاطر په ژړا او ماتم دی. او خلګ د پيغمبر د خاندان د سر سلامتی او دلداری د پاره راځی، بلی هغی فاطمی چه پيغمبر د هغی په باره کی ډير  سفارش کړی ؤ په ډکه زړه د غمو د مسلمانانو او اسلام د راتلونکی په خاطر د دنيا څخه ولاړله.
9- په آرامی سره د جنازی وړل و قبرستان ته (تشييع) په شپه کی:

 په هغه دليلو چه د مخه بيان سو او د فاطمی زهرا (س) په وصيت سره بايد تشييع او د ښخيدو مراسم د آنحضرت په شپه کی وسی.

شپه خپله سيوری د مدينی پر ښار او ټول عالم کی اچولی وه ځکه چه د زهرا په شهادت لکه چه بيا د نبوت لمر لويدلی دی (غروب کړی) د مدينی د ښار او ټولو خلګو سترګی او زړونه بيده دی چه د پيغمبر وصيت ئی واوريدل او دوی په هغه عمل ونه کړل، هر څه چه فاطمی د مهاجرو او انصارو څخه مرسته د غوښتله هيڅ ځواب ئی وانوريدله او لکه چه مدينی په داسی ډيرو حادثو بيده دی پدی حال کی د فاطمی زهرا تابوت د پيغمبر امانت د قبرستان وخواته وړل کيږی بلی د جمادی الاول په ديرلسم يا د جمادی الثانی په دريمه د هجرت په يو ولسم کال د حضرت زهرا مطهره جنازه لږ کسان وړل په داسی حال کی چه د مدينی ښار د هغو کسانو څخه ډک وه چه د پيغمبر د پيروی دعوائی درلودل، ليکن د مسلمانی په امتحان کی ناکامه سول.

د فاطمی زهرا مطهره جنازه پدی ډول تشييع او خاوروته وسپارله سوه، دلته نقل سويدی چه کله حضرت علی (ع) حضرت فاطمی زهرائی خاوروته وسپارل او د پيغمبر امانت ئی و هغه مبارک ته وګرځاوه او د رسول الله (ص) څخه وغوښتل چه د زهرا څخه پوښتنه وکړی چه امت څه وکړل، پدی وخت کی حضرت علی ډير غم په زړه کی درلود او ډير غمجن ؤ او هغه ناطق قرآن او دلمونځ نمونه مخ د پروردګار ودرګاه ته په لمانځه ودريد.
10- سلام پر فاطمی د پيغمبر د بوستان ګل:

پدی ځای که دغه مقاله په سلام سره پر هغی مکرمی خانمی پای ته رسوو او وايو:

سلام پر تا ای د پيغمبر د تن برخه، سلام پر تا ای د خاتم الانبياء کوثره، سلام پر تا ای د علی همسره، سلام پر تا ای د معصومو امامانو مور، سلام پر تا ای د عالم د ټولو ښځو سيده، سلام پر تا ای فاطمی، ای زهرا، ای صديقی، ای مطهری، ای راضيی، ای مرضيی، او ای کامل انسانه.

سلام پرتا هغه ورځ چه و دنياته راغلی او هغه ورځ چه شهيد سولی، او هغه ورځ چه په قيامت کی محشور کيږی، او د شيعيانو او د اهل بيت د دوستانو شفاعت کوی او په پای کی وايو:

يَا فَاطِمَةُ الزَّهْرَاءُ يَا بِنْتَ مُحَمَّدٍ يَا قُرَّةَ عَيْنِ الرَّسُولِ يَا سَيِّدَتَنَا وَ مَوْلاتَنَا إِنَّا تَوَجَّهْنَا وَ اسْتَشْفَعْنَا وَ تَوَسَّلْنَا بِكِ إِلَى اللَّهِ وَ قَدَّمْنَاكِ بَيْنَ يَدَيْ حَاجَاتِنَا يَا وَجِيهَةً عِنْدَ اللَّهِ اشْفَعِي لَنَا عِنْدَ اللَّهِ‏

Add new comment

Fill in the blank.