ايا د پيغمبر(ص) له خوا د علي(ع) ټاکل د خليفه او ځای ناستي په توګه وو يا هغه يې د يو ښه کس په توګه وښوده؟

د امام علی(ع) د خلافت او جانشينۍ بحث د پيغمبر(ص) له وخته موجود و. هغه حضرت(ص) هيڅکله دومره مهمه مسله مبهمه نه ده پريښې؛ د هغه حضرت له وفاته وروسته چې د خلافت او ځای ناستي والي مسله عملي او د اجرا مرحلې ته ورسيده، نو په دومره څرګندې خبرې کښې د ځينې عواملو

سريزه

د امام علی(ع) د خلافت او جانشينۍ بحث د پيغمبر(ص) له وخته موجود و. هغه حضرت(ص) هيڅکله دومره مهمه مسله مبهمه نه ده پريښې؛ د هغه حضرت له وفاته وروسته چې د خلافت او ځای ناستي والي مسله عملي او د اجرا مرحلې ته ورسيده، نو په دومره څرګندې خبرې کښې د ځينې عواملو په سبب اختلاف پيدا شو او د مسلمانانو تر مينځ په دې هکله بيلا بيلې عقيدې او بيلا بيلې پوښتنې پيدا شوې چې تر اوسه پورې هغه بحثونه شورو دي او په دې هکله ډېر کتابونه هم ليکلي شوي دي.

معصومو امامانو(ع) او پوهانو، د قران کريم په ايتونو او د پيغمبر(ص) حديثونو او په مطمئنو تاريخي شهادتونو سره هيڅکله هم د دې په هکله چې څومره پوښتنې شوي دي بې ځوابه يې نه دي پريښې او په ښه روښانه طريقه يې دا بحث کړےدے او له همدې سببه په دې هکله پوښتنې، نيوکې او د هغې ځوابونه په څو مخونو کښې بيانوو.

ځواب: دغه پوښتنه په دوو برخو کښې ده، يوه د پيغمبر(ص) له خوا د علي(ع) د خليفه په توګه ټاکل او دويمه د حضرت علی(ع) وړتيا چې هغه د دې مقام وړتيا لرله؟ د دې پوښتنې په ځواب کښې درې احتمالونه موجود دي:

1. د پوښتنې دواړه برخې نه دي واقع شوې؛

2. د پوښتنې يوه برخه واقع شوې ده؛

3. د پوښتنې دواړه برخې واقع شوي دي؛

حقيقت دا دے چې د خدای رسول(ص) اميرالمؤمنين(ع) له ځانه وروسته هم د خليفه په توګه ټاکلې او هم يې د يو وړتيا لرونکي او غوره کس په توګه ښودلےدے. نو راځئ چې په دې دواړو باندې په لنډه توګه خبرې وکړو:

1.  د يو وړتيا لرونکي او غوره کس په توګه د امام علی(ع) معرفي کول.

امام علي(ع) داسې شخصيت او بيلګې لري چې نور کسان يې له لرلو بې برخې دي؛ له همدې سببه د حضرت علی(ع) له ټولو فضيلتونو او مناقبو خبريدل يوازې د خدای او د هغه د رسول لپاره ممکن ده. لکه څه رنګ چې پيغمبر(ص) د هغه په شان کښې وفرمايل: “اے علی! بې له خدايه او ما بل څوک ستا حقيقي پيژندګلو نه لري.[1]
الف) امام علی تر ټولو ښه انسان

امام علي(ع) د خدای د رسول(ص) په کلام کښې تر ټولو ښه انسان ښودلے شوے دے. پيغمبر(ص) وفرمايل: “علی(ع) له ټولو ښه انسان دے او څوک چې په دې کښې شک وکړي هغه کافر دے.[2]

ب) امام علي(ع) تر ټولو عالم کس
امام علی(ع) تر ټولو عالم کس او د امت له ټولو ښه قاضي دے. د خدای رسول(ص) وفرمايل: “له وروسته زما د امت تر ټولو عالم کس د ابوطالب زوې علي(ع) دے”.[3] او همدارنګ يې وفرمايل: “د ابوطالب زوې علی، تر ټولو خلکو زيات په خدای په رسول باندې عالم دے. تر ټولو زيات له کلمه ويونکو سره مينه کوي او د هغوي درناوے کوي”.[4] پيغمبر(ص) د حضرت علی(ع) د قضاوت په هکله فرمايي: “علی له ما وروسته زما د امت تر ټولو ښه قاضي او ښه عالم دے.”[5]

ج) حق له علی(ع) سره
د اميرالمؤمنين(ع) او حقو تر مينځ بيلتون ممکن نه دے، د خدای رسول فرمايي: “علی له حقو سره او حق له علی سره دي او يو له بله به نه جدا کيږي تر دې چې د قيامت په ورځ د حوض(کوثر) غاړې ته ما ته راورسيږي»[6]

د) قرآن له علي(ع) سره
د اميرالمؤمنين(ع) او د قران تر مينځ بيلتون ممکن نه دے. پيغمبر(ص) وفرمايل: “علی له قران سره او قران له علی سره دے او هيڅکله له يوه بله نه جدا کيږي تر دې چې د حوض په خوا کښې ما ته راشي”.[7]
هـ) د علی(ع) مينه د پيژندګلو معيار او تله
د خدای د رسول(ص) له نظره د اميرالمؤمنين ملګرتيا د مؤمن او منافق د پيژندګلو معيار او تله ده. فرمايي: “اے علی! مؤمن به تا دښمن نه ګڼي او منافق به له تاسره مينه او ملګرتيا نه کوي”.[8]

و)  علي(ع) په علم کښې
که څوک غواړي چې د خدای د رسول(ص) د علم ښار ته ننوځي نو بايد د اميرالمؤمنين له دروازې ننوځي. د خدای پيغمبر(ص) وفرمايل: “زۀ د علم ښار او علی يې ور دے. نو څوک چې علم غواړي بايد د هغې له دروازې راننوځي”.[9] همدارنګ يې وفرمايل: “زۀ د حکمت سرای يم او علی يې ور دے”.[10]

ز)  علی د فضيلتونو لرونکے
اميرالمؤمنين د ټول عالم له ادمه تر خاتم پورې د فضيلتونو لرونکے دے. په وليانو کښې غوره، د رسولانو او د خدای د ټولو مخلوقاتو وارث دے.پيغمبر(ص) وفرمايل: “څوک چې وغواړي چې ادم ته په علم کښې، نوح ته په تقوا کښې، ابراهيم ته په صبر کښې، موسی ته په هيبت کښې او عيسی ته په عبادت کښې وګوري نو بايد د ابوطالب زوي علی(ع) ته دې وګوري”.[11]

ح) د حضرت علی(ع) بې شميره صفتونه
د حضرت علی(ع) صفتونه او فضيلتونه د شميرلو وړ نه دي؛ د خدای رسول(ص) وفرمايل: “که ټولې ونې قلم شي، ټول دريابونه رنګ، پيريان حساب کوونکي، ټول انسانان ليکونکي شي نو بيا هم د حضرت علی(ع) د فضيلتونو د شمارلو توان نه لري”.[12]

2.  د ځای ناستي په توګه د امام علی(ع) ټاکل
پيغمبر(ص) په بيلا بيلو ځايونو کښې حضرت علی(ع) د خپل ځای ناستي په توګه ټاکلےدے چې په لنډه توګه يې بيانوو.

الف)  علي(ع) وارث او ځای ناستې
پيغمبر(ص) د بعثت په دريم کال، د دې ايت له نازليدو وروسته { وَ أَنذِرْ عَشِيرَتَك الأَقْرَبِينَ }؛ خپل نزدې خپلوان دې وويروه[13] د عبدالمطلب اولاد چې څلويښت کسان وو راوبلل،  دويمه ورځ يې د ډوډۍ خوړلو وروسته هغوي ته وفرمايل: په تاسو کښې کوم يو کس زما ملګرتيا کوي او په ما ايمان راوړي چې له ما وروسته زما ورور او ځای ناستې شي؟ امير المؤمنين پاڅيد او ويې فرمايل: اے د خدای رسوله! زۀ حاضر يم يې چې له تا سره په دي لاره کښې مرسته وکړم؛ پيغمبر(ص) وفرمايل: کښينه. پيغمبر(ص) بيا خپله خبره وکړه؛ او بې له علی(ع) بل چا څه ځواب ورنه کړ؛ پيغمبر(ص) وفرمايل: کښينه. پيغمبر(ص) په دريم ځل بيا خپله خبره وکړه؛ دې ځل هم يوازې علی پاڅيده او د پيغمبر(ص) د ملګرتيا لپاره يې خپل چمتووالے څرګند کړي. دغه وخت پيغمبر(ص) وفرمايل: “دا علی زما ورور، وصي، وارث او له ما وروسته په تاسو کښې زما ځای ناستې دے.[14]

ب)  په مدينه کښې علی(ع) د پيغمبر(ص) ځای ناستې
کله چې پيغمبر(ص) د تبوک غزا ته تله نو په مدينه کښې يې اميرالمؤمنين خپل ځای ناستې وټاکه. امام علی(ع) وفرمايل: “ايا ما د ماشومانو او ښځو تر مينځ پريږدې؟” پيغمبر(ص) وفرمايل: “ايا په دې نه يې خوښ چې ته ماته داسې شې لکه چې هارون موسی ته و، خو دا چی له ما وروسته بل پيغمبر نشته؟”[15]

ج) په غدير کښې علی(ع) د پيغمبر(ص) ځای ناستې
دا ايت {الْيَوْمَ أَكْمَلْت لَكُمْ دِينَكُمْ وَ أَتمَمْت عَلَيْكُمْ نِعْمَتى وَ رَضِيت لَكُمُ الاسلَمَ دِيناً}[16] په دې ايت کښې ټول مفسران په يوه خله دي چې دا ايت د اخرني حج په موقع د پيغمبر(ص) له وفاته څو مياشتې وړاندې نازل شوے و. له دې وروسته چې کافران يې د دې دين له خرابولو نهيلې کړل او ويې فرمايل: {الْيَوْمَ يَئس الَّذِينَ كَفَرُوا مِن دِينِكُمْ فَلا تخْشوْهُمْ وَ اخْشوْنِ }[17]؛ په دې خبرې ټينګار کوي چې نن ستاسو دين بشپړ شو او خپل نعمت مې په تاسو پوره کړ.

هغو ډېرو روايتونو ته په پام سره چې د دې ايت په شان نزول کښې راغلي دي، دا روښانيږي چې د دين بشپړتيا د کافرانو نهيلۍ سره سمه وه او دا کار د ځای ناستي په ټاکلو سره و چې پيغمبر(ص) د خدای له اړخه علی(ص) د خپل ځای ناستي په توګه وټاکه؛ ځکه چې د اسلام دښمنان په تمه وو چې د پيغمبر(ص) له وفاته وروسته، دې ته په پام سره چې د هغه نارينه اولاد نشته، اسلام به بې له مشره پاتې شي او کمزورې به شي، خو د ځای ناستي په ټاکلو سره د اسلام دين بشپړ شو او د خدای نعمت په خلکو پوره شو.[18]

پيغمبر(ص) له اخرني حجه د راوپسيدو په وخت ټول حجيان په يو ځای کښې چې نامه يې “غدير” وه جمع کړل او يوه تفصيلي خطبه يې ولوسته او علی(ع) يې د ټولو لپاره د ځای ناستي په توګه وټاکه او ټولو له هغه حضرت سره بيعت هم وکړ.
علامه اميني په الغدير کتاب کښې د غدير دا حديث له 110 صحابيانو او 84 تابعينو او 360 مشهورو پوهانو نقل کړے دے او دا يې د تاريخ له متواترو پيښو ګڼلے، داسې چې په سند کښې يې څه شک نه شته.

نور حديثونه
1. په يو روايت کښې د اهل سنت له مشرانو لکه حمويني راغلي دي چې ابوبکر او عمر له دې وروسته چې امام علي(ع) د مسلمانانو د مشر په توګه وټاکل شو له پيغمبره(ص) پوښتنه وکړه چې ايا دا ولايت يوازې له علی(ع) سره خاص دے؟ پيغمبر(ص) يې په ځواب کښې وويل: “خاص دے له علی سره او زما له وصيانو سره د قيامت تر ورځې پورې”. پوښتنه وشوه ستا وصيان څوک دي؟ هغه حضرت وفرمايل: “علی زما په امت کښې له ما وروسته زما ورور، وارث، او ځای ناستې دے او د هر يو مؤمن ولی دے. له هغه وروسته زما زوې حسن او بيا مې حسين زوې او بيا د حسين اولاد په يوه بل پسې دي چې قران له هغوي سره او هغوي له قران سره دي، هيڅکله به له يوه بله نه جدا کيږي تر دې چې د ډنډ (حوض کوثر) په غاړه ماته راورسي”.[19]

د دې حديث مطابق، پيغمبر(ص) د لومړي او دويم خليفه په ځواب کښې په څرګنده د حضرت علی او د امامانو(ع) د ځای ناستي توب خبره کړې ده.

2. کله چې دا ايت {يا أيُّهَا الَّذِينَ آمَنوآ اَطيعُواللهَ وَاَطيعُوالرَّسُولَ وَاُولي الْأَمْرِ مِنْكُمْ}[20] نازل شو او په بې له څه شرطه د اولوالامر پيروي واجب شوه او د هغوي اطاعت او د رسول اطاعت سره يو شان وګڼل شو، جابر بن عبدالله انصاري د خدای له رسوله(ص) پوښتنه وکړه: «اولواالامر» چې اطاعت يې واجب دے کوم کسان دي؟ پيغمبر(ص) ورته په ځواب کښې وفرمايل: “اے جابره! هغه زما ځای ناستي او د مسلمانانو پيشوايان دي چې لومړې يې د ابوطالب زوې علی او له هغه وروسته حسن او ورپسې حسين او بيا علی بن حسين او بيا محمد بن علی  چې په تورات کښې ورته باقر ويلې شوي دي؟ اے جابره! په راتلونکي وخت کښې به ته هغه وګورې او کله چې يې وګورې نو زما سلام ورته ورسوه او له هغه وروسته به جعفر بن محمد او بيا موسی بن جعفر او بيا علی بن موسی او بيا محمد بن علی او بيا علی بن محمد او بيا حسن بن علی او له هغه وروسته به زما په نامه او زما په لقب، د ځمکې په مخ د خدای حجت او په بندګانو کښې د خدای باقې پاتې د حسن بن علی زوې وي…”.[21]  په دې حديث کښې هم د امام علی او د امامانو(ع) خلافت او امامت بيان شوې او بيا له هغوي وروسته د يو يو امام نامه اخستې شوې ده.

3. پيغمبر(ص) د شعبان په مشهوره خطبه کښې د اميرالمؤمنين ځای ناستي توب او خلافت په څرګنده بيان کړےدے: “خدای پاک زۀ او ته له يوه نوره پيدا کړو او خوښ يې کړو، بيا يې زۀ د نبوت لپاره او ته يې د امامت لپاره وټاکلې، څوک چې ستا له امامته انکار وکړي، نو هغه زما د نبوت انکار کړے دے. اے علی! ته زما وصي او وارث او زما د بچو پلار او د زما د لور خاوند يې، ستا حکم زما حکم دے او ستا منع زما منعه ده. قسم مې دې په هغه خدای وي چې زۀ يې نبي او له ټولو ښه نيکي کوونکې جوړ کړے يم، بې شکه چې ته په خلکو باندې د خدای حجت يې او د خدای د رازونو امين يې او د خدای په بندګانو باندې د خدای خليفه يې”.[22]

د دې خطبې پر اساس، د حضرت علی(ع) د جانشينۍ او خلافته انکار د پيغمبر(ص) د نبوت انکار دے. د امام علی(ع) امر او نهي د پيغمبر(ص) امر او نهي دي. دا حديث هم د حضرت علی(ع) په خلافت او ځای ناستي باندې په څرګنده دلالت کوي.

نتيجه
د فريقينو په معتبرو کتابونو کښې تحيقيق او څيړنه دا ښيي چې پيغمبر(ص) اميرالمؤمنين(ع) د يو غوره او وړتيا لرونکي کس او له خپل ځانه وروسته د اسلامي امت لپاره د خليفه په توګه ټاکلےدے. د پيغمبر(ص) له خوا د مسلمانانو لپاره د امام علی(ع) د خليفه په توګه ټاکل يو منطقي کار و ځکه چې هغه کس چې د خدای له رسول(ص) وروسته يې د دې کار وړتيا لرله، هغه يوازې امام علی(ع) او د هغه پاک اولاد دي چې په بيلا بيلو وختونو کښې د پيغمبر(ص) له خوا ښودل شوي دي.

البته د خدای د رسول له خوا د امام علی(ع) د خليفه او غوره کس په توګه ښودل او د هغۀ ځانګړو فضيلتونو بيانول په دې معنې نه دي چې خلک هم د هغه حضرت له ټولو فضيلتونو خبر نه وو. د هغه حضرت حقيقي پيژندګلو خو يوازې د خدای اود هغه د رسول(ص) لپاره ممکنه ده. امام علی(ع) د پيغمبر(ص) په وخت کښې په خپل عمل سره په بيلا بيلو وختونو کښې ټولو ته خپله وړتيا وښودله. خو پيغمبر(ص) د دې لپاره چې مخالفانو ته د هغه په خلافت باندې د نيوکې څه ځای پاتې نه شي هغه يې په بيلا بيلو ځايونو کښې خلکو ته وښوده او معرفي يې کړ.

د لا زياتې مطالعې لپاره سرچينې

1. عبدالصالح انتصاري، غدير خم او د اهل سنت له کتابونو د هغې د پوښتنو ځوابونه، قم، داوري خپرندوې اداره، 1381، 2،1ټوک.
2. علامه اميني، الغدير، د محمد تقي واحدي ترجمه، قم، بنياد بعثت، 1386، 1ټوک.
3. محمد باقر انصاري، اسرار غدير، قم، تک خپرندويه، 1427ق.

وروستے حديث
امام علي(ع): «الامامهْ نظام الأمهْ؛ امامت د امت نظام دے»[23]

[1]. محمد‌باقر مجلسي، بحارالانوار، 39ټوک، 84مخ..
[2]. علاءالدين علي المتقي بن حسام الدين متقي هندي، کنزالعمال، تحقيق، شيخ بکري حياني، 11ټوک، 625مخ، 33045حديث؛ علي بن عيسي اربلي، کشف الغمة في معرفة الأئمة، 1ټوک، 155مخ.
[3].علاءالدين علي المتقي بن حسام الدين متقي هندي، هماغه، 615مخ، 32977حديث؛ موفق بن احمد خوارزمي، المناقب، تحقيق: شيخ مالک محمودي، 82مخ؛ ابراهيم بن محمد جويني حمويني، فرائد السمطين في فضائل المرتضي والبتول والسبطين ولأئمة من ذريتهم، تحقيق: محمد باقر محمودي، 1ټوک، 97مخ؛ علي بن عيسي اربلي، هماغه، 1ټوک، 111مخ.
[4]. علاء الدين بن علي متقي هندي، هماغه، 11ټوک، 625مخ، 32980حديث.
[5]. محمد بن علي صدوق، الامالي،.440مخ، 20حديث؛ موفق بن احمد خوارزمي، هماغه، 81مخ؛ 66حديث؛ محمدبن محمد حاکم نيشابور؛ المستدرک علي الصحيحين؛ تحقيق؛ دکتر يوسف مرعشلي؛ بيروت: دارالمعرفة، 146ق؛ 3،ټوک، 135مخ؛ احمد بن عبدالله طبري؛ زخائر العقبي في مناقب ذوي القربي، 83مخ؛ ابن سعد، الطبقات الکبري، 2ټوک، 338مخ؛ علي بن عيسي اربلي، هماغه، 1ټوک، 111مخ.
[6]. ابوالقاسم علي بن الحسن ابن عساکر، تاريخ دمشق (ترجمة الامام علي بن ابي طالب(ع))، تحقيق، محمد باقر محمودي، 3ټوک، 117مخ؛ قاضي نورالله تستري، الصوارم المهرقة في نقد الصواعق المحرقة، تحقيق، سيد جلال الدين المحدث، 148مخ؛ شيخ سليمان بن ‌شيخ ‌ابراهيم قندوزي حنفي، ينابع الموة، تصحيح وتعليق: علاء الدين اعلمي، 1ټوک، 104مخ.
[7]. هماغه؛ 1ټوک، 104مخ؛ جلال الدين عبدالرحمن بن ابي‌بکر سيوطي، الجامع الصغير، 2ټوک، 177مخ.
[8]. ابن ابي الحديد، شرح نهج البلاغه، تحقيق: محمد ابوالفضل ابراهيم، 18 ټوک، 173مخ؛ شيخ سليمان بن شيخ ابراهيم قندوزي حنفي، هماغه، 1ټوک، 56مخ؛ احمد بن حنبل، مسند احمد؛ 1ټوک، 84مخ؛ احمد بن شعيب نسائي، سنن نسائي، 2ټوک، 116مخ؛، سليمان بن احمد طبراني، المعجم الکبير، تحقيق: حمدي عبدالمجيد سلفي، 2ټوک، 321مخ؛ محمد بن عيسي ترمذي، سنن ترمذي، تحقيق: عبدالوهاب عبداللطيف؛ 5ټوک، 306مخ؛ شهاب الدين ابي الفضل احمد بن علي بن حجر عسقلاني، لسان الميزان،2 ټوک،446مخ.
[9]. علاء الدين علي المتقي بن حسام الدين متقي هندي، هماغه، 11ټوک، 615مخ، 32979حديث؛ شيخ سليمان بن شيخ ابراهيم قندوزي حنفي، هماغه، 1ټوک، 84مخ؛ موفق بن احمد خوارزمي، هماغه، 200مخ؛ شيخ جعفر الغطاء کاشف الغطاء، کشف الغطاء، 1ټوک، 11مخ؛ محمد بن علي شيخ صدوق؛ هماغه؛ 561مخ؛ امين الاسلام فضل بن حسن طبرسي، اعلام الوري،  159مخ؛ سليمان بن احمد طبراني، هماغه، 11ټوک، 55مخ؛ شهاب الدين ابي الفضل احمد بن علي بن حجر ابن حجر عسقلاني؛ هماغه؛ 1ټوک، 197مخ؛ قاضي نورالله تستري، هماغه، 132مخ؛ جلال الدين عبدالرحمن بن ابي‌بکر سيوطي، هماغه، 1ټوک، 415مخ؛ علي بن عيسي اربلي، هماغه، 111مخ.
[10]. متقي هندي، هماغه، 11ټوک، 600مخ، 32889حديث؛ قندوزي حنفي، هماغه، 1ټوک، 84مخ؛ ابن حجر عسقلاني، هماغه، 4ټوک، 144مخ؛ خوارزمي، هماغه، 83مخ؛  حاکم نيشابوري، هماغه، 3ټوک، 126مخ؛ تستري، هماغه، 133مخ؛ سيوطي، هماغه، 1ټوک، 415مخ، 2705حديث؛ ترمذي، هماغه، 5ټوک، 301مخ؛ اربلي، هماغه، 1ټوک، 111مخ.
[11]. اربلي، هماغه، 1ټوک، 111مخ.
[12]. قندوزي حنفي، هماغه، 1ټوک، 144مخ؛ ابن حجر عسقلاني، هماغه، 5ټوک، 62مخ.
[13]. شعراء، 214آية.
[14]. د لا زياتې خبرتيا لپاره وګورئ: علامة اميني، الغدير؛ محمد بن جرير طبري، تاريخ طبري،2 ټوک، 62 و 63 مخونه؛ علي بن ابي الکرم محمد ابن اثير، الکامل في التاريخ، 2 ټوک، 41 او42 مخونه؛ احمد بن حنبل، هماغه، 1ټوک، 111مخ؛ شهاب الدين بن حجر ابن حجر عسقلاني،  د فتح الباري شرح صحيح بخاري سريزه، 8ټوک، 114مخ؛ جارالله محمود بن عمر زمخشري خوارزمي،  الکشاف عن حقائق التنزيل و عيون الاقاويل في وجوه التأويل، 1ټوک، 347مخ؛ متقي هندي، هماغه، 13ټوک، 131مخ، 36419حديث؛ نورالدين علي بن ابي بکر هيثمي، مجمع الزوائد و منبع الفوائد،8 ټوک، 302مخ؛ احمد بن عبدالله طبري، هماغه، 71مخ؛ قندوزي حنفي، هماغه، 1ټوک، 312مخ؛ ابن ابي الحديد، هماغه، 13ټوک، 210مخ.
له څيړنه دا معلوميږي چې د يوم الدار حديث معنوي تواتر لري، ځکه چې د متن له مخې په ټولو سرچنيو کښې يوشان نه دے.
[15]. احمد بن حنبل، هماغه، 1ټوک، 177مخ؛ محمد بن اسماعيل بخاري، صحيح بخاري، 3ټوک، 58مخ؛ قندوزي حنفي، هماغه، 1ټوک، 59مخ، مسلم بن الحجاج نيشابوري،  صحيح مسلم، 7ټوک، 120مخ؛ محمد بن اسحاق ابن هشام،  سيرة ابن هشام، څيړنه: محمد محي الدين عبدالحميد، 4ټوک، 947مخ؛ نورالدين علي بن ابي بکر هيثمي، هماغه، 9ټوک، 109مخ؛ متقي هندي، هماغه، 13ټوک، 106مخ، 36345حديث؛ حاکم نيشابوري، هماغه، 3ټوک، 109مخ؛ شمس الدين محمد بن احمد ذهبي، سيراعلام النبلاء، څيړنه: شعيب الأرنؤوط و حسين الاسد، 1ټوک، 142مخ؛ سيوطي، هماغه، 2ټوک، 177مخ؛ خوارزمي، هماغه، 199مخ؛ احمد بن عبدالله طبري،  هماغه، 87مخ؛ ترمذي، هماغه،  5ټوک، 302مخ؛ احمد بن‌ يحيي‌‌ بلاذري،  انساب الاشراف، 1ټوک، 217مخ.
[16]. مائده، 3آية.
[17]. هماغه.
[18]. محمد تقي مصباح يزدي، آموزش عقايد، 312مخ.
[19]. جويني حمويني، هماغه، 2ټوک، 66مخ؛ ابوالمکارم سيد هاشم بن سيد سليمان بحراني، غاية المرام وحجة الخصام في تبيين الامام من طريق الخاص والعام، څيړنه: سيد علي عاشور، 1ټوک، 1401 او 39مخونه.
[20]. نساء، 59آية.
[21]. سيد هاشم بن سيد سليمان بحراني، هماغه، 3ټوک، 113مخ؛ قندوزي حنفي، هماغه، 3ټوک، 399مخ؛ اربلي، هماغه، 3ټوک، 316مخ؛ محمد بن حسن حرعاملي، اثباة الهداة بالنصوص والمعجزات، 3ټوک، 123 مخ.
[22]. قندوزي حنفي، هماغه،  1ټوک، 63مخ.
[23]. غررالحكم، 1095.

Add new comment