دمباهلې واقعه،داسلام دحقانیّت په اثبات کې حیرانونکي پيښه

دوستانودذی الحجې میاشتې په څلورویشتمه نیټه دنجران له مسیحیانو سره داسلام دګران پيغمبردمباهلې واقعه رامینځةشوه.دغه پرتمینه ورځ یعني داسې ورځ چې اسلام پخپل ټول حقیقت سره دکفراوشرک په مقابل کې ودرید او اسلام دګران پيغمبر او دهغه بزرګوار دکورنۍ ایمان او ز

دوستانودذی الحجې میاشتې په څلورویشتمه نیټه دنجران له مسیحیانو سره داسلام دګران پيغمبردمباهلې واقعه رامینځةشوه.دغه پرتمینه ورځ  یعني داسې ورځ  چې اسلام پخپل ټول حقیقت سره  دکفراوشرک په مقابل کې  ودرید او اسلام دګران پيغمبر او دهغه بزرګوار دکورنۍ ایمان او زړونه د ډګر ګټونکي شول ،پر تاسو ټولو مبارک وي اسلام هیڅکله  څوک ددیني عقایدوپه منلوکې تقلیدته اوله قیداوشرط پرته  نه دي هڅولي .پیغمبر اکرم  هم تل له انسانانوغوښتي دي چې دلاغوره اولوړې لارې دټاکلو لپاره له خپل عقل او زړهّ مرسته وغواړئ ځکه چې عقل  او فطرت مقصد ته درسیدا لپاره ښه لارښونکي دي . د مباهلې واقعه هاله پيښه شوه چې نبي کریم  داسلام ددین  تبلیغ او دالهي آيتونو وړاندې کولو ته مخه کوله .اوپخپلو دوامدارو هلوځلو سره ئې  داسلام اصول او اساس برابرول . داسلام ګران پیغمبر داسلام دبلنې دپراختیا لپاره دنړۍ له پاچایانو ، سیاسی اوروحاني مشرانوسره مکاتبې وکړې چې ددغو لیکونو مطالعه د هغه دمنطقي او برهانی بلنې دیوې رودې ښودنه کوي .په دغو  مکاتبو کې  له تثلیث څخه پاک  او واقعي توحید ته دبلنې په باب دعربستان په جنوب کې دنجران مسیحیانو ته بلنه  شامله وه . دغه لیک دنجران اوسیدونکي داسلام دین ته وبلل . مسیحي عالمانو هغو مطلبونو ته په پام سره چې د وروستي پيغمبر په باب ئې په مقدسو کتابونو کې لوستلي وو ،دپیغمبر اکرم دادعا په باب دڅیړنو لپاره ئې دنجران مسیحیانوڅومشران او لویان  رسول ا... ته دخبرو اترو لپاره  ولیږل . دنجران مسیحیانوله هغه بزرګواره دوه اساسی پوښتنې درلودې . یوه دا چې دخداي رسول دوي ته دڅه لپاره  بلنه ورکوي ؟ او بله دا چې دحضرت مسیح په اړه دهغه نظر څه دی ؟ رسول ا... دمسیحیانودلومړنۍپوښتنې په ځواب کې  هغوي دواحدخداي عبادت ته بللي  او ددوهمې پوښتنې په ځوا ب کې  ئې هم وفرمائيل :،عیسی د خداي یوبنده دی او انساني حالات ئې درلودل  اوباید دهغه ته لپاره دخداي د زوي او الوهّیت درجه ورنکړل شي .خودنجران مسیحیانو وویل ، که عیسی  دخداي بنده  اومخلوق دی،نودهغه مور اوپلار څوک دي ؟ .انسان باید مورپلار ولري .: پیغمبر اکرم  هم په ځواب کې د قرآن کریم دآل عمران سورې  ۵۹آیت تلاؤت کړ . إِنَّ مَثَلَ عِيسَى عِندَ اللّهِ كَمَثَلِ آدَمَ خَلَقَهُ مِن تُرَابٍ ثِمَّ قَالَ لَهُ كُن فَيَكُونُ :په حقیقت کې عیسی دخداي په نزددآدم دخلقت په څیردی چې هغه ئې له خټې راوپنځوهّ  او وروسته ئې ورته وویل ،وشه،نوهغه  موجودشو :. دخداي رسول په دوام کې وفرمایل :،په حقیقت کې دحضرت عیسی مسیح  وضع دحضرت آدم په څیرله نظره ده چې خداوندمتعال  هغه پخپل نه ختمیدونکي قدرت سره،له دې پرته چې مورپلار ولري له خاورو راوپنځوهّ . پردې اساس که داچاره (دپلارنه درلودل)پر الوهیّت  اوله بشره دلوړیدادلیل وي،نوحتما آدم له عیسی برلاسه  اولا لوړ دی ؛. خداوندسبحان  ددې لپاره چې خپل رسول داستدلال لرونکی اسوه  وګرځوي ،دنحل سورې په ۱۲۵آیت کې فرمائي ؛، ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ په حکمت او نیکیو سره  خلک دپروردګار په لور وبوله  او له هغو سره په داسې رودې سره چې لا نیکه او غوره وي استدلال او مناظره وکړه :. یو داسې آوزار چې خداوند دبلنې لپاره معرفي کړی دی  ،استدلال ،موعظه او ښه چلند دی . ښه اوغوره اخلاق او چلندداسې دی چې  انسان له حق پرته نه څه وائی  او له حق پرته بل څه نه مني  . سست او نیمګړي دلیلونه نه کاروي  او دسیال له کمزورتیاؤ ناسمه استفاده نه کوي .لکه څنګه چې داحزاب سورې په اویایم آیت  کې لولو:، ائ  هغسې کسانو چې ایمان مو راوړی ، له خداي ویریږئ او ټينګه خبره وکړئ ؛. داسلام ګران پیغمبر هم  دنجران له مسیحیانوسره  په خبرو کې دحضرت عیسی  په باب دقرآن کریم آیتونه په ډيرې مهربانۍ سره بیان کړل  اودخداي د لوي پیغمبر په باب ئې  دمنطق اواستدلال په مرستې سره  له هغوي سره خبرې وکړې .خو لکه څنګه چې هغوي پر حقیقت خپلې سترګې په کلی توګه بندې کړې وې ،او دمنطق او استدلال په ژبه نه پوهیدل ، له یوه قانع کونکي دلیل پرته  ئې پرخپلو خبرو ټینګار کاوهّ  اوویل به ئې ، مونږ قانع نه شو :.په عین حل کې  یوازنۍ لاره چې  دحقیقت دثابتولو لپاره پاتې وه ،مباهله وه . په مباهلې کې دواړه لوري ددعا لپاره لاسونه اوچتوي  او له خدایه غواړي هرڅوک چې په غلطه وي دخداوندمتعال په عذاب کې دې  ښکیل شي .په دې توګه خداوندسبحان  پیغمبر اکرم ته وفرمایل :.اوس چې دوي دبرهان له آوریدو او په حق له پوهیدا وروسته دښمني او ضد کوي  او دا نه مني  او د ظاهر په اساس  دهغوي لپاره هیڅ شک پاتې نشو، دوي دحق دمنکریدونکي په ضد مباهلې ته وبوله خوږو دوستانولکه څنګه چې مباهله داسلام  دګران پيغمبریوه تل پاتې معجزه ده  ،په دې باب یوه لنډه شانته توضیح ستاسو خدمت ته وړاندې کوو       مباهله یوډول دعا اولمنځ  او له تضرع سره یو ځاي غوښتنه ده .دغه عمل کله کله دبرکتونو دنازیدلیدالپاره  وي ،لکه دباران دغوښتلو لپاره لمونځ  چې دخداوندمتعال   څخه درحمت دباران دنازیلیدا دغوښتنې لپاره دی  او کله  هم د بلاګانو او مصیبتونو دلیریکولو لپاره  وي . کله هم دعا پر یو ه کس یا ډلې د عذاب دنازیلیدا لپاره  وي .دحضرت نوح پیغمبر ددعاپه څير چې خداوندمتعال ته ئې عرض وکړ ،پروردګاره ! دمځکې پرمخ یو کافر هم پرې نه ږدې (دا خبره دنوح سورې په ۲۶آیت کې راغلې ده ). همدارازدځينو ضدي کافرانو په ضد دځينو پیغمبرانو نفرین  . دپیغمبر اکرم په مباهلې کې خداوندد آل عمران سورې په ۵۹ او ۶۰ آيتونو کې  فرمائی :، کله مسیحیان  له هغه علم او پوهې وروسته چې (دمسیح دالوهیّت  او ددې په څير  له انحرافاتو او تثلیث  په باب )تاته درشي ،او له تاسره په یوه ځآي کې مجادله وکړي ،نو هغوي ته ووایه ،مونږ خپل بچیان وبولو،تاسو خپل بچیان ،مونږخپلې میرمنې وبولو اوتاسو  هم خپلې میرمنې ، مونږ خپل نفسونه وبولو  او تاسو هم خپل نفوس ،هغه وخت دخداي په درګاه کې په دعا اولمنځ کې په ټینګار سره وغواړو  او  پر دروغجنو دې دخداي لعنت وي ؛. دا کار  له منطق اواستدلال له بې اغیزوالي وروسته دوروستۍ حربې په توه وکارول شو دنجران مسیحیانو له مخکې ټاکلې وه چې که پیغمبر له ډیرو زیاتو خلکواوشورماشورسره  دمبارهلې ډګر ته راووځي ،نو هیڅکله شاتګ نه کوي . خو دوي کله  له ناببره صحنې سره مخامخ شول ،ا و وې ئې لیدل چې پیغمبر خپل لمسی حسین په غیږې کې نیولی  او په لاس کې ئې  بل لمسی حسن  نیولی ،علی  و فاطمه هم ورسره ملګري دي ، او په عین حال کې  هغوي ته سپارښتنه کوي چې کله زه دعا وکړم نو تاسو آمین ووائۍ . دنجران مسیحیانو دخداي درسول آرامښت اوپریکندوالي په لیدوسره  چې له هغوي سره دمقابلې لپاره  یوازې له خپل اهل بیتوسره یوځاي راغلی ؤ ،سخت ویریدل  او له مباهلې ئې ډډه وکړه  و مصالحې ته چمتوشول . داسې وشول چې پرټولو په تیره بیا پر مسحیانو داسلام ددین حقانیت لازیات ښکاره شو.                         همداراز دغه لويه واقعه درسول ا.. بزرګوار دنورو رودو ترڅنګ  یوه بله لاره وه څو خپل اهل بیّت چې  هغوي هم دهغه په څیر  دالهي رازونو امانتدار وو، په رسمي توګه خلکو ته ورمعرفي کړي ،او له دې لارې  مسلمانانو ته له ځان وروسته  لارښونکي وروپيژني . داسلام ګران پیغمبر  کله چې  له دغو خپلوڅلوروخپلوانوسره دنجران مسیحیانوته ورنزدې شو   اودخداي په وړاندې ئې عرض وکړ؛.پروردګاره دادي دما اهل بیت :، او په دې توګه دټولومسلمانانوپه نزد ددغو څلوروکسانوعظمت اوکرامت  ښکاره شو .ځکه چې دخداي رسول  کله دمباهلې دآيت پوره کول غوښتل نو  دخپل ځان اونفسونولپاره ئې له علی پرته ،دخپلومیرمنو لپاره ئې له فاطمه پرته او دخپلوبچیانو لپاره ئې له حسنینو پرته بل څوک له ځان سره بونه تلل . مباهلې ته بلنه داسلام دګران پیغمبر دحقانیت  او صداقت یوه روښانه نښه ده .ځکه  ممکنه نه ده  څوک چې  له خپل پروردګار سره پخپل ارتباط  پریکنده ایمان نه لري  دغه ډول ډګر ته وړاندې شي  او خپلو مخالفانو ته بلنه ورکړي  چې  یوځاي  دخداوندپه درګاه کې حاضر شي  او له خداي پاکه وغواړي څودروغجن رسوا کړي  ، اوډاډمن شي چې نفرین  اوښیرې به ئې دمخالفانو په حق کې عملی شي . په مسلمه توګه دغه ډول ډګر ته وړاندې کیدل ډیر خطرناک دي ،ځکه که ښیرې ئې ونه منل شي  اودمخالفانو دسزاکیدا ئې ظاهره نشی ،نو دبلنه ورکونکي  له رسوائۍ پرته به بله نتیجه ونه لري  او یو عاقل او په راتلونکي فکر کونکی انسان  په نتیجې له ډاډمنیدا پرته په ډګر کې ګام نه ږدي . په همدې دلیل کله چې مباهله پيل کیدله ، دنجران مسیحیان داسلام دپیغمبر په لیدوسره چې له هرډول شورماشور  او تشریفاتوپرته  له خپلو واړو لمسیانو ،خپلې لور فاطمه  او علی سره د وعدې ځاي ته ورغلل ،نوسخت ویریدل  او سملاسی ئې مصالحه وکړه  ،ځکه دهغوي زړونه او عقلونه  له مخکې دپیغمبر دبلنې په صدق  پوه شوي وو (سیماب ) 

Add new comment