امام حسین ،دانسانیَت لوي روح

حضرت امام حسین ابن علی علیه السلام پوهیږي چې دیوې ټولنې لپاره عدل او انصاف سګو ته د هوا په څير حیاتي دی او هغه چې ټولنه په عدالت اودغورځنګ سره د ولسی حرکت په لورکاږي ، بشریت د خپل لوي خدمت پامته داره ګڼي . حسین پخپله دهمدغه ډول انسانیت بیرغوال ؤ

حضرت امام حسین ابن علی علیه السلام پوهیږي چې دیوې ټولنې لپاره عدل او انصاف سګو ته د هوا په څير حیاتي دی او هغه چې ټولنه په عدالت اودغورځنګ سره د ولسی حرکت په لورکاږي ، بشریت د خپل لوي خدمت پامته داره ګڼي . حسین پخپله دهمدغه ډول انسانیت بیرغوال ؤ .
پيغمبر ته خبر ورکړل شو چې ُامَ ایمَن چې یوه وخت د پيغمبر پرستاره وه ، شپه ورځ ئې ژړل ، هغه ئې خپل حضور ته وبلله، تر ې وې پوښتل سترګې دې ژړیدلي دي ؟ 
وې ویل ډير دردونکی خوب مې لیدلی 
وې فرمایل ؛. ووایه څه دې ولیدل ؟
وې ویل ،یارسول ا.... شپې مې په خوب کې ویلیدل چې دتاله بدنه یوه برخه بیله شوې او زما کورته رالویدلې ده . 
پيغمبر اکرم وفرمايل ؛، په آرام شه ، زما لور فاطمةالزهرا یو زوی زیږوي ،ته به ئې وروزې او ساتنه به ئې وکړې . په دې توګه زما د بدن یوه ټوټه به دتاپه کور کې وي 
یوه ورځ پيغمبر اکرم جومات ته لاړ . امام حسین علیه السلام ئې په اوږو اوچت کړی اوپخپلو لاسونو مبارکو سره دهغه پښې پخپلې سینې مږي ، هغه بزرګوار فرمائي :، ائ خلکو دا حسین ابن علی هغه څوک دی چې خوراغوره نیکهّ لري،نیکهّ ئې د پيغمبرانوسالارد خداي رسول محمد دی اونیا ئې خدیجه بنت خویلد،هغه لومړنۍ ښځه ده چې په خداي او دهغه پررسول ئې ایمان راوړ . مور ئې فاطمه د نړۍ دمیرمنو سرداره ده . بیا پيغمبر اکرم ماشوم له خپلو اوږو راکوز کړ څو له هغه سره لوبې وکړې، په دې وخت هغه وفرمایل .؛، ائ خلکو دا حسین ،نیکه اونیا ئې په جنت کې دي ماما او ترور یې په جنت کې دي ،پخپله او ورور يې هم په جنت کې دی ؛. 
دا دی اوس امام حسین علیه السلام په لوړمقام او پاکۍ سره په کربلا کې ویدهّ دی .په دغه ټاټوبي کې په هغه ځاي کې ګام ږدي چې هلته دتاریخ یوه لویه اوخونړۍ پيښه رامینځته شوې ده . یو داسې ټاټوبی چې یوه نړۍ خاطرې لري ،هم زړه سوځوي اود یادیدا له امله ئې اوښکې تویږي ،هم انسان ته د غیرت ،میړنتوب او شجاعت او هم له ظلم سره دمبارزې روح بخښي ، یو داسې لوي انسان پکې دفن دی چې روح ،عشق او سرښیندنې په عظمت د انسانیت شاهکار دی .
کله دامام حسین علیه السلام پاک حرم ته داخلیږې ،نو ددغه پاک او سپيڅلی ځاي عظمت او لویوالی دې ځان ته جذبوي .زیارتوال په ډير ادب اواحترام سره زیارت لولي او وائي :،سلام وي پرتاائ داسلام او مسلمانانوبریالي همیشني اتله ..... ائ زمامولا،ګواهي ورکوم ته هغه نور ئې چې هیڅکله دتاریخ په اوږدو کې د جاهلیت په ککړتیاؤ نه یې ککړ شوی .زه شهادت ورکوم چې تهّ د دین پياوړي استوانه (ستنې) او د ایماندارو انسانو پياوړي قلا ئې. تهّ نیک چلنداو باتقوا امام ئې ، د تقوانښه ،د الهی هدایت پیاوړي رسۍاو پرنړیوالو د خداي حجت ئې 
کله دحضرت امام حسین علیه السلام زیارت مبارک ته نزدې ورسیږئ،نویوه نرۍ لاره ده چې په یوې واړې کوټګۍ ختمیږی .هلته هماغه ځاي دی چې غړیدلواوظالمانوهغه امام چې د اسلام د ګرام پيغمبر محبوب زوی ؤ شهید کړ .داسې ځاي چې امام حسین علیه السلام پکې شهیدشو،له دې لږ شان وړاندې د میدان یوژورځاي دی دغه ځاي ته د قتل ګاه ګودال وائي .
دحضرت امام حسین علیه السلام ضریح شپږ کونجه دی یعني دوه کونجونه پکې زیات دي چې د امام حسین علیه السلام میړنی زوی علی اکبر چې د امام حسین یوازني پاتي زوي امام سجادد هغه بزرګوار دپښو تر څنګ ښخ کړی دی . ضریح شپږ کونجه جوړشوی څود حضرت علی اکبر قبر هم مشخص وي . 
د حضرت امام حسین علیه السلام د ضریح شاوخوا یو بل ځای دی چې ستره وسپنیزه پنجره لري اودکربلاد نورو شهیدانو نامې پرې لیکل شوی دي . په دغه ځاي کې امام سجاد علیه السلام د امام حسین علیه السلام پاک او میړني ملګري یوځاي خاوروته سپارلي دي . 
دکربلا زیارت ته تلل ،یوډول له امام حسین علیه السلام سره ژمنه کول دي چې دهغه بزرګوارلاره اوموخه به هیره نشي . زیارتوال له اوښکوپه ډکوسترګو سره وائي :، ائ د خداي د رسول زویه ،ګواهي ورکوو تا هغه ژمنه چې دې کړې په رښتیا دې پوره کړه ،ته ریښتونی ئې او په سمه لاره کې دې قرباني ورکړې او په هغه څه چې خلک دې ورته بلل په صادقانه او خلوص سره دې پرې عمل وکړ ....ګواهي ورکووچې د ټولو لپاره دې خیر غوښتنه نهایت ته ورسوله اودخداي په لاره کې دې جهادوکړاوپه بشپړاخلاص سره دې دهغه عبادت وکړ،خداوندمتعال دې خوراغوره انعام درکړي :.
دحضرت امام حسین علیه السلام درنښت ،ارادت او احترام تل د تاریخ په زرینو پاڼو کې لیدل کیږی .عباسی خلیفه متوکل یوهغه کس ؤچې داسلام دګران پيغمبر له کورنۍسره ئې ډیره دښمني درلوده .هغه کله د شهیدانو دسردار حضرت امام حسین علیه السلام په حرم کې غونډ خلک لیدلی ،نو غوسه کیده ،وروسته ئې حکم ورکړ چې دامام حسین قبر وران کړي او خلک هم تیت پرک کړي او چاته د امام بزرګوار زیارت ته د تلو اجازه ورنکړي ،خوله یوې مودې تیریدا وروسته لیوالو په خاصې ولولې او شوق سره دامام بزرګوارضریح بیا ورغوهّ او دامام حسین زیارت ته لاړل اوبیا هلته دپتمنو انسانانوتګ راتګ پيل شو.دادی اوس کربلا دیوې ځلانده ملغلرې په شان ځلیږي اودامام حسین دلارې له لیوالواو پيروکارو ډکه ده . 
دحضرت امام حسین علیه السلام په حرم کې یوه عالم د امام بزرګوار د زیارتوالو دیوه ټول لپاره وینا کوله او ویل ئې :،تاسو خبر یاست حسین څوک ؤ ؟، هغه بیا په دوام کې وائي ، حسین د علی او فاطمه زوی دی ،د امام حسین په تل پاتې حماسې کې دهغه بزرګوارد روح شجاعت او لویوالی هرڅوک ستایلو ته اړباسي ،حسین شخصی ګټې او ستونزې نه درلودې . هغه یو کلی روح دی چې دانسانانو له روح او خټې سره اخښل شوی دی .د هغه سرښیندنې ،مهربانۍ،بزرګوارۍ ،عدل ،تقوا او اخلاص ستر عظمت او لويوالی نندارې ته وړاندې کوي . هغه بزرګوار په ټولنې کې د ایمان ،عدالت اوپتمنۍ د ژوندي کولو لپاره د خپل او د ټولو ملګرود ژ وند تر قربانی کولو پورې پرمخ لاړ . په همدې دلیل ده چې له یوه انسانه د هغه د شخصیت له پراخوالي ورآخوابشریت ته د یوه بډائ کلتور په معنا وړاندې شوی دی ؛.
له دې لږ شان وړاندې یو بل روحاني دامام حسین د پتمنۍ او عدالت په باب خبرې کوي او وائی :، حسین ابن علی پوهیږي چې عدل او آزادی دټولنې لپاره دسګو لپاره د هوا دتنفس په څیر حیاتي ده او هغه څوک چې ټولنې ته په عدالت اوتاند غورځنګ سره د وړاندې په لورحرکت ورکوي، بشریت د خپل لوي خدمت پامته داره کوي . امام حسین علیه السلام د خپل انسانیت دغه ډول بیرغوال ؤ .امام بزرګوارد ابراهیم ،موسی ،عیسی اوحضرت محمدپه څيرد لویو انسانانو وارث دی .هغه غوره پيغمبران چې نیک اوغوره خويونه ئې درلودل،په علم اوبصیرت کې ئې ساری نه درلود،او پخپلو زیارونو او هلوځلو سره ئې دخداي وند متعال د نامې او یادپه سیوري کې آرامښت اوامنیت ډالۍکړ .همدغه ډول امام حسین علیه السلام د آزادي غواړوانسانانوبیلګه اودستمګرواو ظالمو قدرتونو سره د مقابلې سمبول دی . هغه د حق پر چورلیز خپله لوړه لیدتوګه خوره کړه اوداسې لوي او الهي حرکت ئې پیل کړ چې په هغه کې حق غوښتنه، سرښیندنه ،احترام او عزت غوښتنه څپې وهي هغه د لوي انساني روح مظهر دی 
ستر دیني متفکر استاد شهید مرتضی مطهری د امام حسین دحماسې راپنځیدا د روح په لویوالي کې ګڼي او وائي :، حسین ابن علی علیه السلام یو لوي او سپیڅلی روح دی ،اساسا روح چې لوي شی ،نو زحمت ته غاړه کیږدي ،خو وړوکی روح په خواهشاتو پسې وي ،هرڅه ته چې غاړه کیږدي ،نو اطاعت ئې کوي . علی خپل زوی امام حسن مجتبی علیه السلام ته فرمائي :، ائ زویه دخپل روح لویوالی(له هرې پستۍ یا سپکتوب )وساته :. د کربلا واقعه د بزرګوار انسان او لوي انسان تقابل ښئ . د عاشورا مازدیګر ظاهرا بزرګوار انسان له مینځه یوړ او په کربلا کې ئې د عمرسعد،ابن زیاد، او د نورو خودغرضو کسانو په څیر په ظاهره لوی انسانان بریالی کړل ،خو لوي انسان یعني حسین بهیر ساز شو. هغه لکه چې لوي اوبزرګوار روح درلود، دټولنې دفاسدوحالاتود بدلولو لپاره ئې قیام وکړ او وې فرمائل ؛. زه مرګ له دغه ډول ستمګرو سره د ژوندپه مقابل کې غوره ګڼم :. 
په کربلا ټاټوبی کې د هرزیارتوال په ذهن کې دا پوښته راپورته کوي چې ، آیا داهماغه حسین دی چې د خداي پآک رسول دهغه په باب فرمایل :، حسین له ماڅخه دی او زه له حسینه یم ؟ دپيغمبر اکرم د رحلت لا پنځوس کلونه نه وو تیر چې غړیدلو اوبدغواړودامام حسین په باب د رسول ا.... بزرګوارخبرې هیرې کړې اودجنت دځوانانود سردار حسین په وړاندې ئې دصفونو په جوړولو سره په تاریخ کې یوه لویه غمیزه رامنیځته کړه .داهل سنت په مشهور کتاب صحیح بخاري کې راغلی دي چې انس بن مالک وائي ،زه له عبیدا ....ابن زیاد سره نزدې وم چې د حسین ابن علی سر مبارک ئې په یوې منجمې کې هغه مجلس ته راوړ ابن زیاد په یوې لختې سره د هغه بزرګوار مخ او پوزې ته اشاره وکړه او وې ویل ، ما ددغې څیرې په شان نیکه څیره نه ده لیدلې . ومې ویل ائ ابن زیاده ،مګر ته نه ئې خبر چې حسین ابن علی درسول ا....بزرګوار ته ورته څیره درلوده ؟
.................درود اوسلام وي د د شهیدانو پرسالار حسین ابن علی او د عاشوراپه حماسه راپنځونکو شهیدانو .

Add new comment