په یمن کی د عربستان د جنګ غوښتونکو او تفرقه اچونکو سیاستونو دوام

د آل سعود رژیم د دفاع وزیر سلاکار په ډاګه کړه: ریاض په یمن کی د اوربند منلو ته چمتو نه دئ. پداسی حال کی چی

د آل سعود رژیم د دفاع وزیر سلاکار په ډاګه کړه: ریاض په یمن کی د اوربند منلو ته چمتو نه دئ. پداسی حال کی چی سعودی ائتلاف له دې وړاندی د یمن انصارالله غورځنګ د اوربند په نقضولو تورناوه؛ د عربستان د دفاع وزیر سلاکار«احمد عسیری» په پاریس کی په خبری کنفرانس کی، په یمن کی له اوربند سره د ریاض مخالفت څرګند کړ.
دا پداسی حال کی ده، چی د یمن په چارو کی د ملګرو ملتو استازی«اسماعیل ولد الشیخ احمد» له دې وړاندی ټینګار وکړ: د یمن کړکیچ د هوارۍ لپاره د سیاسی ارادې او ښه نیت لرل ضروری دی.
په یمن کی د اوربند له ټینګیدو سره د ریاض څرګند  مخالفت پداسی حال کی دئ، چی سعودی- امریکایی تیری ګرو جنګی الوتکو د یمن په مرکز کی د مأرب ولایت د صرواح ښار بمبارې کړ. په همدی حال کی د یمن د بشری حقوقو او پراختیایی چارو مرکز، په یو راپور کی اعلان وکړ: د ۲۰۱۵ م کال له مارچ څخه په یمن باندی د سعودی عربستان د حملو له پیل څخه تر اوسه پوری، ۱۲ زره او ۴۱ تنو یمنی غیر پوځیانو خپل ځانونه له لاسه ور کړی دی، چی ۴۴۰۰ کسان یی ماشومان او ښځی دی.
جګړې ته د لمن وهلو؛ او د ښځو او ماشومانو په ګډون د یمن د خلګو د دوامداری وژلې په چورلیز باندی، د سعودی رژیم د ګام اخیستو د دوام محصول دئ؛ چی په تیرو دؤو کالو کی د دغه هیواد خلګ په ډیرو لږو امکاناتو سره، د سعودی رژیم د تیری ګریو په وړاندی دریدلی، او په یمن کی یی د سعودیانو معادلې ګډوډې کړی دی. سعودی مسؤلان چی د ۲۰۱۵ م کال د مارچ په ۲۶ نیټه، په یمن کی د قاطعیت توفان د عملیاتو له پیلیدو وړاندی یی، د دغو عملیاتو موده یوه اونۍ اټکل کړې وه؛ په اوس حال کی پخپل لاس له جوړې کړې جبۍ څخه د وتلو لپاره، د لویدیځی بشری حقوقو د ادعا کونکو له خوا د ور لیژل شویو وسلو په وسیله؛ د جګړې له دوام پرته بله لاره نه لری. عربستان، د امریکا او بریتانیی  په ملاتړ سره؛ د ۲۰۱۵ کال له مارچ میاشتې څخه د یمن سیاسی ډګر ته د خپل عامل، یعنی د دغه هیواد د استعفا کړی ؤلس مشر«عبدربه منصور هادی» د بیرته راګرځولو په منظور، پر دغه هیواد حملې پیل کړی دی.
د ملګرو ملتو سازمان او د بشری حقوقو ادعا کونکو هم، د سعودی رژیم د جګړه ماریو په وړاندی پخپلې چپتیا سره، پدې موده کی د سعودی ائتلاف جنګی ماشین چالان ساتلئ دئ. د جګړې په وخت د ماشومانو د حقوقو د پایمالولو له تور لیسټ څخه د سعودی ائتلاف د نوم په ایستلو کی، د ملګرو ملتو د سازمان سیاسی اقدام، او له سعودی رژیم څخه د لویدیځ په تیره بیا د امریکا د سیاسی او وسله وال ملاتړ ادامې، په یمن کی د دغه رژیم نسل وژنې ته دوام ور بخښلئ دئ. دا پداسی حال کی ده، چی په یمن د عربستان د حملو بندیدل، او د دغه هیواد د کلابندۍ ختمیدل؛ د هر ډول اوربند د ټینګیدو او بشپړ ثابت پاتی کیدو په شان لارو چارو او حل لارو څخه امکان لری. خو په یمن باندی د سعودی دولت د حملو د دوام په سیوری کی، نشو کولای په اوربند پوری د مربوطو مسایلو په شمول؛ د یمن کړکیچ په هکله د خبرو لپاره د روښانه او مثبت راتلونکی تصور وکړو، او په یمن د عربستان د حملو، او د دغه هیواد د کلابندۍ دوام؛ د تفاهم، تعامل او اوربند له سیاست سره سمون نه خوری. دا پداسی شرایطو کی ده؛ چی د عربستان په مشرۍ د یمن په خلاف د تیری ګرو ائتلاف، هیڅکله په یمن کی پر اعلان شویو اوربندونو باندی، چی د سولې خبرو اترو په اساس؛ او د ملګرو ملتو تر څارنی لاندی، اجرا شوی دی، پابند نه دئ پاتی شوئ، او هماغه راز یی پر دغه هیواد باندی خپلو تیری ګرو حملو ته دوام ورکړئ دئ، او دغو حملو د یمن د سولې خبرو اترو لپاره پر هر ډول هڅې باندی هم منفی اغیز لرلئ دئ.
په یمن کی د اوربند له وړاندیز سره د ال سعود مخالفتونو، او پدې لاره کی د هغه کار شکنیو، یو  ځلې بیا د خلګو د عمومی افکارو پام، دې موضوع ته اړولئ دئ، چی عربستان د اوربند د ټینګیدو په وړاندی اصلی خنډ دئ، او پخپلو کارشکنیو او مداخله غواړو سیاستونو سره، په یمن کی د کړکیچ د رامنځته کولو او دوام عامل دئ.
دا پداسی حال کی ده، چی آل سعود په یمن کی د حملو په سختولو سره، د حالاتو د خړپړولو، او د یمنی ډلو ترمنځ د خبرو اترو د شنډولو په لټه کی دئ.

Add new comment