په افغانستان کې د تر ټولو غټ بم غورځولو عاملان څوک دی

اسلامی نړۍ او په تېره د پښتنو سېمی او افغانستان د امریکا د هرېوې وسلې یو ازمېښتون جوړ شوی دی او د دې سبب د مسلمانانو غفلت دی، او هغه کس چې دا خبره یی مونږ ته ډېره مخکې څرګنده کړې وه خو ولی هغه مونږ ته امریکې او د امریکې دغه ملګرو(سعودی عرب او

اسلامی نړۍ او په تېره د پښتنو سېمی او افغانستان د امریکا د هرېوې وسلې یو ازمېښتون جوړ شوی دی او د دې سبب د مسلمانانو غفلت دی، او هغه کس چې دا خبره یی مونږ ته ډېره مخکې څرګنده کړې وه خو ولی هغه مونږ ته امریکې او د امریکې دغه ملګرو(سعودی عرب او وهابیانو) کافر ثابت کړو چې د هغه خبرو نه څنډې ته شو چې د هغې لاره خلاصه وې نن مونږ ګورو که مونږ د هغه خبره منلې وه او دغه غټ شیطان مننونکې(زمونږ د هیوادونو سیاستوال او وهابیان) په خلاف مو اواز اوچت کړې وې نو نن به دا حالات نه وو، خمینی(رح) دا خبره مخکې نه په ډاګه کړې وه چې ویلې وو:

خبرشي تاسې یو داڅې قدرت سره مخامخ یی که چرې ترې غفلت وکړي نو هیوادونه به مو له منځه وېسي، نو نباید غفلت وکړي،

په افغانستان کې د غټ بم غورځول اصلی عاملان همدغه سیاسي مشران دې چې نن یی صرف ولس ته ښودلو لپاره په ظاهر سختۍ سره د دغه بمب غندلو بیانونه ورکړل خو ولی د امریکې په غېږه کې خوبونه کوی تر ټولو د دغه غټ شیطان نا مشروع ځوې سعودی حکمرانان دی چې په مسلمانانو کې د نوې عقیدې خپرولو سره یی ډله ډلبندی جوړه کړې او کمزوری کړې یی دی چې د امریکې مخنیوې ؤ نشی.

سعودی حکمرانان چې د اسلامی ځواک په نوم باندې یی د یو شمېر هیوادونو ځواکونه را جمع کړي ولی تراوسه د افغانستان د دغه خلکو، د افغانستان د مسلمانانو له امریکې نه تپوس نه دی کړی. تراوسه ولی نه یواځی د افغانستان په هکله بلکې د هر اسلامی هیواد په هکله د امریکی په خلاف نه دی ولاړ او بیان یی نه دی ورکړی. که په افغانستان باندې د امریکی حمله په اسلامی حکومت او هیواد باندې حمله نه وه او که د سعودی حکمرانانو دا مسولیت نه دی. 

د افغانستان په هکله

Add new comment