د عربستان تر مشرۍ لاندې دائتلاف شمیر زیات شوی

سرلیک: د ایران او دپاکستان سرحد نور امنه کیږي او د دواړو هیوادونو په سرحد کښې دوې(۲) نورې دروازې هم جوړیږي .

ټی وی شیعه(ایکنا)راپور له مخې، پارس ټو ډی وایی د پاکستان دبهرنیوچارو سیکرټرې میرمن تهمینه جنجوعه د ملی پارلمان دبهرنیو چارو کمیټۍ ته وویل چې دسعودی عربستان تر مشرۍ لاندې دتش په نامه د مسلمانو هیوادونو د ائتلاف چې دایران د اسلامی جمهوریت پرضد جوړ کړی شوی دی شمیر یوڅلویښتو(۴۱) ته ورسید .
هغې وویل پاکستان دمسلمانو هیوادونو ترمینځ په شخړو کښې د هیڅ هیواد دپلویتوب د نه کولو سیاست ته دوام ورکوی .
دپاکستان دخارجه وزارت سیکرترې میرمن تهمینه جنجوعه وویل دسعودی عربستان ترمشرۍ لاندې دتش په نامه ائتلاف نه د کوم هیواد پرضد دی او نه دکوم هیواد لپاره دی او دغه ائتلاف یوازې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره جوړ کړی شوی دی .
هغې وویل له ایران څخه دګازو دنل لیکې  دپروژې بشپړولو غواړو خو په ایران نړیوال بندیزونه یوه(۱) ستره مسله ده .
میرمن تهمینه جنجوعه وویل له  ایران او سعودی عربستان انډوله اړیکې د پاکستان په ګټه دی .
هغې دا ونه ویل چې دسعودی عربستان ترمشرۍ لاندې دتش په نامه د ائتلاف د مشرۍ لپاره دپوځ دپخوانی مشر راحیل شریف دټاکلوله فیصلې ایران خبر کړی شوی او که نه .؟
دپاکستان دبهرنیو چارو سیکرټرې میرمن تهمینه جنجوعه وویل پاکستان به دایران پرضد جنګ ونکړی او زمونږمتقاعد پوځیان به هم دایران پرضد ونه جنګیږی او زیاته یې کړه پاکستان له ایران سره هیڅ سرحدی جګړه نلری او  پاکستان له ایران څخه دګازو دپروژې د بشپړولوغوښتونکی دی .
هغې وویل دایران او دپاکستان سرحد نور امنه کیږی او د دواړو هیوادونو په سرحد کښې دوې(۲) نورې دروازې هم جوړیږی .
تهمینه جنجوعه وویل د ایران اوسعودی عربستان اړیکې کړکیچنې دی او مونږ د دواړو هیوادونو ترمینځ دکړکیچ دکمولوکوشش کوو .

Add new comment