ایا ترهه ګری په پاکستان کې واقعا ورکه شوه ؟

 حزب اسلامی  نیت دا وو چی د افغانستان لپاره  یو جلاوطن دولت په پاراچنار کې جوړ کړی چی د بنګشو او طوری قبایلو اجازه ورنکړه چی د پوځ او ځینو افغانانو دا هدف پوره شی  او د شوروی اه ماتې وروسته اوپه کابل کې د افغانستان د مجاهدینو د حکومت له راتلو وروسته چی د

د پاکستان د پوځ مشر په داسې حال کې د ترهه ګرو د ماتې خبره کوی چی تراوسه یې د هغو ترهه ګرو حملو په ارتباط  چی په پاراچنار کې شوی دی  څوک ندی نیولی او نه هم پلټنې شوی دی . د مخکینی یوې چاودنې پړه چی د کورمې په بازار کې شوی وو ، د کورمې ایجنسی د یوه ځای ترهه ګر فضل سعید یې پړه پر غاړه اخیستی وه خو هغه پر ضد هیڅ اقدام ونه شو . په داسې حال کې چی د دغو حملو درست عوامل په بشپړه روښانه دی. که څه هم د دغو حملو مسولیت  معمولا د لشکر جهنګوی او طالبانو لخوا پر غاړه اخیستل کیږی خو د پاراچنار ځینې ځای عوامل چی په پیښور یا کوزې کورمې کې اوسیږی ، په دغو حملو کې د لشکر جهنګوی مرسته کوی او د پاکستان دولت د دې پر ځای چی ترهه ګر ونیسی او له مینځه یې یوسی ، په وروستیو کې فیصله کړی ده چی د پاراچنار مظلوم خلک  بې وسلې کړی چی د خلکو د تړلو او سپیو د خلاص پریښودلو بیلګه ده . د پاراچنار خلک نه یوازې د تکفیری ترهه ګرو لخوا هر وخت له ګواښ سره مخامخ دی بلکې له افغانستان سره د پولې په دلیل هم تل د حملو له خطرو سره مخامخ دی چی د تاریخ په اوږدو د کورمې ایجنسی خلکو تل پخپله د ځان او خپلې خاورې دفاع کړی ده . له پولې وراخوا د خطرې په وخت د پاکستان سرحدی ځواکونه د خپلو خلکو په دفاع کې حتی یو ډز هم نه کوی . دا سیمه په  کابو تیرو  ۴۰ کلونو کې چی په  شلمه پیړۍ کې په افغانستان د شوروی د سره پوځ او بیا په یوویشتمه پیړۍ کې  د امریکا او د هغې د متحدانو له حملې سره مخامخ شو ، له مخکې زیاته له ګواښ سره مخامخ شوه .له یوې خوا د شوروی د سره پوځ او د افغانستان د کمیونیسټی ځواکونو لخوا پرې حملې کیدلې او له بل پلوه په ځلونو د افغان مجاهدینو په تیره بیا د حزب اسلامی د عسکرو چی د کورمې ایجنسی افراطیان هم ورسره ملګری وو  ، د پاکستان د پوځ په غږملتیا سره هدف وګرځیده  چی هغه وخت هم د پاکستان د پوځ اوګلبدین حکمتیار په مشرۍ د  حزب اسلامی  نیت دا وو چی د افغانستان لپاره  یو جلاوطن دولت په پاراچنار کې جوړ کړی چی د بنګشو او طوری قبایلو اجازه ورنکړه چی د پوځ او ځینو افغانانو دا هدف پوره شی  او د شوروی اه ماتې وروسته اوپه کابل کې د افغانستان د مجاهدینو د حکومت له راتلو وروسته چی د مجاهدینو ترمینځ د داخلی جنګ سبب شو او طالبان د یوه ځانګړی بهرنی پروګرام  په اساس ظاهر شول ، نو د پاکستان معلوم الحاله ترهه ګر له مخکې زیات پیاوړی شول ، د پاکستان په تیره بیا د پاراچنار په شیعیانو د تکفیریانو لخوا ترهه ګرې حملې زیاتې شوې   او دا بهیر هماغه راز دوام لری . په پاکستان کې د ترهه ګرۍ رامینځته کول که له یوې خوا د کابل دولت تر دباو لاندې راوستلو په شمول د اسلام اباد د هدفونو د تحقق ، د سټراټیجیکې ژورتیا د ساتلو او افغانستان له لوری د ډیورینډ کرښې د رسمیت پیژندلو لپاره کارول شوی ، له بل پلوه اصلی هدف دا هم وو چی د پاکستان پوځ چی له قبایلو سره د تړونونو په اساس قبایلی سیمو ته یې ورداخلیدا منعه وو ، له ترهه ګرۍ سره د مبارزې  په پلمه دا نه لیکل شوی بندیز یو ډول ختم شو . قبایلی خلک چی لاس تړلی ترهه ګرو ته وسپارل شول ، نوره کومه لاره نه درلوده له دې پرته  چی د پوځ  له راتلو سره مخالفت ونکړی او دا د پاکستان د پوځ یوه مهمه سټراټیجۍ  وه چی پوره شوه  او اوس په لټه کې دې چی قبایلی سیمې له غیر قبایلی سیمو سره یو ځای کړی . نو هغه معلوم ترهه ګر چی د پاکستان د پوځ د ځینو حلقو لخوا د سټراتیجیکې وسلې په توګه نومول کیږی ، تراوسه موجود دی او هڅه کیږی چی هغو لپاره لاره خلاصه  او صافه شی . لکه چی د پوځ د ضرب عضب په نوم په مشهورو عملیاتو کې په عین حال کې په هغه ډرامه کې چی په شمالی وزیرستان کې وشوه ، ترهه ګر له مینځه یو نه وړل شول ، بلکې افغانستان او د پاکستان نورو ښارونو ته انتقال شوی دی .

Add new comment