د استانبول حمله کوونکې په افغانستان کې روزنې لیدلي

په ترکیه کې چاروکي وایي هغه بریدګر چې په يو نایټ کلپ کې یې ۳۹ تنه ووژل، په افغناستان کې ترهګریزې روزنې پترلاسه کړې دي.

د ترکیې پولیس وايي د ۲۰۱۷ کال په لومړۍ شپه په یو نایټ کلپ باندې د برید په تور یې یو مشکوک کس نیولی دی. د ترکیې صدراعظم بن علي یلدریم د سه شنبې په ورځ ومنله چې نیول شوی هماغه کس دی چې په نایټ کلپ کې یې ۳۹ تنه ووژل.
ښاغلي یلدریم بریدګر "داړونکی ترهګر" یاد کړ او وویل مهمه خبره دا ده چې د دغه کس په نیولو سره به په برید کې ښکیل نور کسان هم وموندل شي. د ترکيي مطبوعات وايي دغه مشکوک بریدګر عبدالقادر ماشاریف نومیږي چې د دوشنبې په شپه په عملیاتو کې ونیول شو.
د استانبول ښاروال واسپ شاهین وايي چې د نیول شوي کس د ګوتو له نښې ښکاري چې هماغه بریدګر دی. هغه وايي دی په خټه ازبک دی خو په افغانستان کې یې ترهګریزې روزنې ترلاسه کړې او باور کیږي چې د ۲۰۱۶ کال په جنورۍ کې ترکیې ته راغلی وي.

Add new comment