مکې نه مدینې ته سړک او د آیاتو او احادیثو سپکاوې

 آیات او حدیث
آیاتو او حدیثو د چارواکو له اړخه سپکاوې او له منځه وړلو سره سره د دې کار باعث ګرځې چې آیات او احادیث ابتر او غیر مفهوم څرګنده شي. د عربستان یو ښاریز مسعد الحازمی، په دې اړه وویل: دا بورډونه چې پرې آیات او احادیث لیکلې شوي وو

د ټی وی شیعه راپور له مخې، د قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) نه په نقل، د عربستان ځنې ښاریزو د دارنګه بورډونو انځورونه خپور کولو سره غبرګون ښودلې چې ورباندې د قران کریم آیات او د پیغمبر صلی الله علیه و آله احادیث لیکلې شوي او د سعودی چارواکو له اړخه د مکې نه مدینې ته سړک جوړولو په وخت سپکاوې شوي، دغه ښاریزو په دغه ټوله لار کې د دارنګه اسلامي مقدساتو سپکاوې کولو مخنیوي غوښتنه کړي.
د راپور له مخې، بورډونو باندې د لیکلې شوي آیاتو او حدیثو د چارواکو له اړخه سپکاوې او له منځه وړلو سره سره د دې کار باعث ګرځې چې آیات او احادیث ابتر او غیر مفهوم څرګنده شي.
د عربستان یو ښاریز مسعد الحازمی، په دې اړه وویل: دا بورډونه چې پرې آیات او احادیث لیکلې شوي وو د یو اصلي سړک په غاړه چې د دواړو سپېځلو ښارونو حرمین شریفین مکه او مدینه ترمنځه وو لږېدلي وو. خو دا انځورونه د چارواکو بد مخ خلکو ته څرګنده وې دغه بورډونو باندې د قرآن کریم آیتونه او د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله حدیثونه لیکلې شوي وو.
هغه زیاته کړه: مونږ له چارواکو نه غوښتنه کوو چې دا بورډونه په مکمل ټولګه له سړک نه اوچت کړي او یا یی باید بیا نصب کړي.

Add new comment

Fill in the blank.