په عراق کې د امام حسین(ع) د زیارتوالو وژله دوام لري

په عراق کې د امام حسین(ع) د زیارتوالو وژله دوام لري

د chapapress خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د الفرات نیوز خبري آژانس د امنیتي سرچینو په حواله خبر ورکړی چې ترهګرو نن له غرمې وروسته، د پلازمېنې بغداد په ختیځ، په المشتل سیمه کې د حضرت امام حسین ع د څلوېښتمې پر زیارتوالو چې کربلا ته پلي روان و، د لاسي بمونو برید وکړ چې له امله یې دوه زیارتوال شهیدان شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.
خبر زیاتوي نن له غرمې مخکې هم د بغداد په ختیځ، الجدیده سیمه کې د امام حسین ع پر زیارتوالو بل برید وشو چې له امله یې درې زیارتوال شهیدان او ۷ نور ټپيان شوي دي.

Add new comment