اوباما بیګا په سپینې ماڼۍ کې د عراق د پوځ په وسیله له داعشی ترهه ګرې ډلې د موصل ښار بیرته آزادول سخت کار وباله

هغه هیله ښودلې چې دعراق پوځ په موصل کې د داعش په ناکامولو سره د د غې ترهه ګرې ډلې د نابودولو په لاره کې لوړګام پورته کړی.

روئیټرز خبری آژانس راپور ورکړی د امریکا ولسمشر اوباما بیګا په سپینې ماڼۍ کې د ایټالیا له لومړی وزیر ماتنو رنتزی سره په ګډ خبری کنفرانس کې د عراق د پوځ په وسیله له داعشی ترهه ګرې ډلې د موصل ښار بیرته آزادول سخت کار وباله .
هغه هیله ښودلې چې دعراق پوځ په موصل کې د داعش په ناکامولو سره د د غې ترهه ګرې ډلې د نابودولو په لاره کې لوړګام پورته کړی. هغه همداراز د سورئې د شخړې په حل کې دروسیې پر رول هم ټینګار وکړ خو په عین حال کې ئې د سورئې د موضوع په باب دواشنګټن او ماسکو ترمینځ پراخو اختلافاتو ته په اشارې سره مدعی شو چې روسیه پخپله د سورئې د مشکلاتو یوه برخه ده .
له دې سره په یووخت دچین خارجه وزارت ویندوی دیوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان کړی چې دغه هیواد له ترهه ګرۍ سره دمقابلې او دثبات درامینځةکولو په خاطر دترهه ګرو دنابودۍ لپاره دعراق د حکومت داقداماتو اوهلوځلو ملاتړ کوی . هووا چون اینګ په دغې اعلامی کې د داعش ترهه ګرو له سپیره وجوده د موصل ښار د آزادۍ دعملیاتو دپیلیدا په باب له دغې ترهه ګرې ډلې سره په مبارزې کې دعراق له حکومته دچین دملاتړپه اعلانولو سره ویلی دی ، مونږ هیله مند یوو چې په عراق کې زر ترزره امنیت او ثبات ټینګ شی .

Add new comment