په عربستان د افغانستان د پارلیمان اعتراض

په افغانستان کې د عربستان په کړچار اعتراضونه په داسې حال کې زیات شوی چی ډاکټر عبد ا... عبد ا... ویلی دی  د عربستان له مقاماتو سره یې په کتنه کې د افغانستان د سولې د بهیر په هکله خبرې اترې کړی دی

(ټی وی شیعه) د پریس ټی وی چینل له راپور سره سم د افغانستان د پارلیمان استازی په دغه هیواد کې د ریاض د هدفونو د پرمخ وړلو لپاره د طالبانو ډلې ته د سلګونو میلیون ډالرو په ورکولو کې د عربستان په اقدام سخت غوسه دی .
د معترضو استازیو په وینا عربستان هر کال طالبانو ته ۳۰۰ میلیون ډالره مرسته ورکړی ، هغه ډله چی هماغه راز له افغان دولت سره په جنګ اخته ده .
د افغانستان د پارلیمان  یوه استازی جمال فکوری بهشتی وویل د افغانستان له دولته یې غوښتی دی چی له عربستان سره په خپلو اړیکو کې بیا کتنه وکړی  ، ځکه چی د ال سعود رژیم تل له ترهه ګرو ډلو نه یوازې په افغانستان بلکې په پاکستان او نورو دیرو هیوادونو کې ملاتړ کړې دی .
د افغانستان د پارلیمان یوه بل غړی غلام حسین ناصری هم وویل د عربستان مشران طالبانو ته د میلیونونو ډالرو په ورکولو سره  په افغانستان او پاکستان کې د فرقه ای جنګونو او قومی تاوتریخوالیو په شان هدفونه تعقیبوی .
په افغانستان کې د عربستان په کړچار اعتراضونه په داسې حال کې زیات شوی چی ډاکټر عبد ا... عبد ا... ویلی دی  د عربستان له مقاماتو سره یې په کتنه کې د افغانستان د سولې د بهیر په هکله خبرې اترې کړی دی . په عین حال کې  له طالبانو د عربستان په ملاتړونو په افغانستان کې د اعتراضونو زیاتیدا  د افغانستان په شمول د سیمې د هیوادونو په داخلی چاروکې د ریاض  د لاس وهنو له نتیجو د ژورې اندیښنې ښودنه کوی . په یمن ، عراق او سوریه کې د القاعدې او داعش په شان له ترهه ګرو دلو د عربستان هر اړخیزو ملاتړونو په افغانستان کې هم بیلا بیلې ټولنې دې نتیجې ته رسولی دی چی د ریاض دولت د خپلو سپیرو هدفونو په لړ کې  د اسلامی هیوادونو دننه د جنګ او درز لیکه تعقیبوی . د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د عربستان له لوری د اسلامی پوهنتون د جوړولو لپاره د ۵۰۰ میلیون ډالرو د بیلولو په اړه د ځینو راپورونو خپریدا چی د ځای مقاماتو او خلکو له اعتراضونو سره مخامخ شوی ، په افغانستان کې د عربستان لخوا د وهابیت  د پراختیا له پایلو اندیښنو ته لمن وهی .  په پاکستان کې د ترهه ګر ۍ او فرقه پالنې ته لمن وهلو ، د وهابیت پراختیا او د غلطو اسلامی تعلیماتو د دودولو لپاره په دغه هیواد کې د مذهبی مدرسو د فعالیت نتیجه نن دا ده چی په سیمه ایزه او نړیواله سویه یې د اسلام اباد څیره سخته داغی کړی ده .
د سیاسی څارونکیو له نظره  سعودی عربستان د افراط پالنې د لیدتوګو د دودولو او له ترهه ګرو په مالی مرستو سره  په حقیقت کې په اسلامی هیوادونو کې د داخلی جنګونو او درز د رامینځته کولو لپاره د امریکا او انګلستان سیاستونه تعقیبوی . په همدې دلیل له ترهه ګرو ډلو په ملاتړ کې د عربستان د سیاستونو له مخکې زیاتې جوتیدا ته په پام سره  د افغانستان خلک په اسلامی هیوادونو کې د عربستان دولت په سیاستونو له مخکې زیات اندیښمن دی چی ښکاره بیلګه یې په یمن ، سوریې ، عراق او پاکستان کې لیدلې شی.

Add new comment