د ازبکستان موقته ولسمشر: ترهه ګرۍ سره د مقابلې لپاره د اسلامی هېوادونو وحدت ساتنه ضروری چاره ده.

د ازبکستان موقته ولسمشر شوکت مېرزایف پرون په تاشکند ښار کښې د اسلامی ملګرتیا د نتظیم د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په درې څلوېښتمه غونډه کښې

د پارس ټو ډۍ رپوټ له مخې د ازبکستان موقته ولسمشر شوکت مېرزایف پرون په تاشکند ښار کښې د اسلامی ملګرتیا د نتظیم د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په درې څلوېښتمه غونډه کښې وویل، په اوسنی حساس وخت کښې له تندلاریتوب او ترهه ګرۍ سره د مقابلې لپاره د اسلامی هېوادونو وحدت ساتنه ضروری چاره ده.
هغۀ د اسلامی هېوادنو د ملګرتیاو د سطحې د ودې غوښتنه وکړه او څرګنده یې کړ، مسلمانان پکار دی ارامه ژوند وکړی نه د وحشت او ترهه ګرۍ ترسیوری لاندې.
شوکت مېرزایف اسلام  د سولې، دوستۍ، سلامتیا او ارامښت دین وبلۀ او وې ویل، په نړۍ کښې چې په هر ځاےکښې جنګونه او دښمنۍ دی مسلمانانو ته پکار دی چې د پردیو د لاسو ګوډاګۍ جوړ نه شی.

Add new comment