شیعه او سُنی به اتحاد سره د تکفیری ترهګرو سپیره جرړه وچه کړی

د پاکستان د مجلس وحدت مسلمین غورځنګ عمومی منشی علامه راجه ناصر عباس جعفری نن په کراچۍ کې دغدیر داختر په ولولناکو دستورو کې وویل ، شیعه اوسنی مسلمانان سره متحد دی او دتکفیریانو دسیسې پخپل اتحاد اویووالی سره شنډوی .

د پاکستان دمجلس وحدت مسلمین غورځنګ عمومی منشی علامه راجه ناصر عباس جعفری نن په کراچۍ کې دغدیر داختر په ولولناکو دستورو کې وویل ، شیعه اوسنی مسلمانان سره متحد دی او دتکفیریانو دسیسې پخپل اتحاد اویووالی سره شنډوی .
هغه زیاته کړې دترهه ګرو دحملو په خاطر دپاکستان امنیتی وضعیَت څه خاص ښه نه دی اوباید حکومت دترهه ګرۍ دجرړو وچولو لپاره جدی شی ،خو له بده مرغه حکومت دملی اقدام دپلان په نامې سره د اهل تشیَع په ضد اقدامات کوی او له کوم تورو او دلیل پرته ئې نیسی چې دحکومت دځینواورګانونو له دغه ډول اقداماتو به حالات نور هم ترینګلی شی .
دپاکستان دمجلس وحدت مسلمین غورځنګ عمومی منشی روښآنه کړې که دنواز شریف حکومت وغواړی په دغه هیواد کې امنیت ټینګ شی ، نو باید دتکفیری ترهه ګرو په ضد عملی ګامونه پورته کړی که داسې نه وی نو راتلونکی به ئې هیڅکله هم ونه بخښی او بیا به ئې دپټیدو ځای هم نه وی .

Add new comment