د افغانستان شمال ته د اوۀ نیم زرو داعشیانو د منتقلولو ادعا

باید وویل شی چې په افغانستان کښې د طالب ډلې لخوا د ځینو سیمو او ولسوالیو د قبضه کولو په اړه هم دوستم وائی چې دغه کار د ځینو معاملو په بنیاد ترسره کیږی. سیمې، پوستې، ټېنکونه او نورې درنې او سپکې وسلې د پېسو په بدله کښې طالب ډلې ته سپارلې کیږی

تهران رېډیو ته د رارسېدلو رپوټونو له مخې په داسې حال کښې چې د افغانستان او امریکې ځواکونه ادعا کوی چې د دغه هېواد په ختیځ کښې یې داعش ډلګۍ ځپلې ده او هره ورځ د امریکې او افغان ځواکونو د سرچینوپه نقل سره په دې اړه  چې په لسګونو داعشیان په هلاکت رسېدلی دی داسې رپوټونه خپریږی د افغان ولسمشر اشرف غنی وړومبی مرستیال جنرل عبدالرشید دوستم چې د فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالۍ د ازادولو لپاره یې د دغه هېواد شمال لویدیځ ته سفر کړے دے وائی ټاکلې شوې ده چې د یوې پروژې په بنیاد د چېچنیا، ازبکستان او تاجېکستان هغه داعشی جګړمار چې په سوریې او عراق یې د داعش تکفیری ډلې په لاسو روزنه شوې ده او جنګېدلی دی د افغانستان شمال ته منتقل کړې شی.
باید وویل شی چې په افغانستان کښې د طالب ډلې لخوا د ځینو سیمو او ولسوالیو د قبضه کولو په اړه هم دوستم وائی چې دغه کار د ځینو معاملو په بنیاد ترسره کیږی. سیمې، پوستې، ټېنکونه او نورې درنې او سپکې وسلې د پېسو په بدله کښې طالب ډلې ته سپارلې کیږی خو په عېن حال کښې یې وویل چې هغه امنیتی چارواکی او ځواکونه چې په دې معامله کښې لاس لری زر به  وپېژندل شی او قانون ته به حواله کړې شی.
د ویلو ده چې مالی فساد چې د دغه هېواد په فوځی ډانچه کښې یې رسوخ کړے دے د دغه هېواد په فوځی ډانچه کښې یې هم دومره نفوذ کړے دے چې د جنرل دوستم د وېنا له مخې له طالب ډلې سره د درنو او سپکو وسلو معاملې کیږی او حتی ویل کیږی چې د زرګونو خیالی ځواکونو په نامه چې خارجی وجود نه لری د هغوی تنخواګانې د مالی فساد په توګه اخېستل کیږی. په داسې یو حالت کښې بیا هم د بروکسل په غونډه کښې د نړیوالې ټولنې لخوا له همدغه سېسټم سره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د مرستې په توګه له پینځلس میلیارډ ډالرو زیات اعلان شول، بې له دې چې په افغانستان کښې له مالی او اداری فساد سره د صحیح مقابلې لپاره څه فکر شوې وی. البته دافغانستان د حکومتی سرچینو د وېنا له مخې د هغو اتیا فیصده مرستو تر اوسه له دغه هېواد سره تعلق نه دے لرلے او خپله د بهرنیانو په تېره بیا د ا مریکې په لاسو خرچ شوی دی.
نو د حېرانتیا خبره نه ده چې له یوې خوا طالب ډله د افغانستان په شمال، جنوب او لویدیځ کښې په جنګ پوخته ده او ولسوالۍ او سیمې نیسی او په سلګونو افغان امنیتی ځواکونه په خاورو او وینو کښې لوغړی او یا یې نیسی او له بلې خوا د دغه هېواد په ختیځ کښې داعش تکفیری ډلګۍ جاله جوړه کړې ده او د جنرل دوستم د وېنا له مخې ټاکلې شوې ده چې د یوې پروژې له مخې اوۀ نیم زره داعشی جګړمار د دغه هېواد شمال ته منتقل کړې شی.
تهران رېډیو په دې باره کښې د ټیلفون له لارې د افغانستان د سټراټیجکو مطالعاتو د دفتر مشر غلام جېلانی ځواک نظر وپوښتۀ چې ولې له یوې  خوا امریکایان ادعا کوی چې د افغانستان په ختیځ کښې داعش ځپل شوے دے او هره ورځ د لسګونو دعشیانو د وژل کېدو ادعا کوی او له بلې خوا د ولسمشر اشرف غنی وړومبے مرستیال په اپوټه د دغه هېواد شمال ته د زرګونو داعشیانو د منتقلېدو ادعا کوی چې ځواک په ځواب کښې د جنرل دوستم د څرګندونو په تائیدولو او د افغان حکومت او  امریکایانو د ادعاګانو په ردولو سره وویل له هسکې مېنې او اچین ولسوالیو او د ننګرهار  ولایت له نورو سیمو څخه موثقه رپوټونه د داعش په نامه د عامه خلقو د وژل کېدو ښودنه کوی. د هغۀ د وېنا له مخې د دغې سیمې خلق له حکومت او امریکایانو سخت ګیله من دی چې د داعش تکفیری ډلګۍ په خلاف عملیات نه کوی بلکه د هغوی په ځاے هغه عامه خلق چې د داعش مخالف دی بمباری کوی. د عینی شاهدانو د وېنا له مخې افغان امنیتی ځواکونو څو ورځې مخکې ځینې سیمې د داعش له وجوده پاکې کړې وې خو د هغو سیمو په پرېښودو سره داعش بیا هغه سیمې ونیولې.
غلام جېلانی ځواک د افغانستان شمال ته د اوۀ نیم زرو داعشیانو د منتقلېدو په اړه هم وویل،چې دا یوه ستر پروژه ده چې د امریکې لخوا جوړه شوې او عملی کیږی چې د ځواک د وېنا له مخې پاکستان هم د امریکې د دغې پروژې په عملی کولو کښې مرسته کوی. د افغانستان د سټراټیجکو مطالعاتو د دفتر مشر د دغې امریکائی پروژې مقصد ته په اشارې سره څرګنده کړه چې امریکه غواړی مېنځنۍ اېشیا ته چې د روسیې دویم اګڼ او له انرجۍ څخه ډکه سیمه ده د جنګ په منتقلولو سره یې ناامنه کړی او له داعش سره د مقابلې په بهانه هلته کښې فوځی شتون پېدا کړی. خو د افغانستان د علومو په اکېډېمۍ کښې د دائرت المعارف د څانګې مشر او د دغه هېواد مشهور لیکوال استاد حبیب ا... رفیع زمونږ له رېډیو سره په ټیلفونی مرکه کښې د جنرل دوستم د ادعا په ردولو سره وویل چې د افغانستان شمال ته په دومره اندازه د  داعشیانو منتقلېدل زیاتره تبلیغاتی اړخ لری جنرل دوستم له داعش سره د مقابلې په بهانه خپله فوځی ملېشا هم شان وساتی او له مخکې یې زیاته په وسلو سنباله کړی. رفیع په عېن حال کښې د داعش موضوع تر یوۀ حده تائید کړه او وې ویل چې د داعش په نامه یو شمېر محدود کسان دی چې ورته د افغانستان او امریکائی ځواکونو ملاتړ حاصل دے چې په افغانستان کښې د اوږدې مودې لپاره د امریکایانو شتون توجیه کړې شی.

Add new comment