د محمد بن سلمان خوب

ملک سلمان په اقتدار کښې له راتلو وروسته په څو مرحلو کښې د سعودی عربستان د اقتدار په جوړښت کښې یو لړ مهم بدلونونه رامنځته کړل چې له دغو مهمو بدلونو څخه یو

ملک سلمان په اقتدار کښې له راتلو وروسته په څو مرحلو کښې د سعودی عربستان د اقتدار په جوړښت کښې یو لړ مهم بدلونونه رامنځته کړل چې له دغو مهمو بدلونو څخه یو د سعودی د ولیعهدۍ او د دفاع د وزارت په پوسټونو باندې د سعودی د باچا د زوے محمد بن سلمان ټاکل وو. که څه هم اقتدار ته له رسېدو مخکې ملک سلمان د سعود په بچوړو کښې یو شمېر کسانو په حساسو او مهمو حکومتی پوسټونو کښې شتون لرۀ خو محمد بن سلمان وړومبنے نمسے دے چې د عبدالعزیز د ځینو اولادونو په شتون کښې د ولیعهدۍ د نائب والی مهم پوسټ ته ورسېد. په نورو الفاظو سره په داسې صورت کښې چې اوسنے ولیعهد محمد بن نائف چې سخت بیمار هم دے مړ شی نو محمدبن سلمان به د سعودی په ولیعهدۍ کښې د هغۀ ځاے ناستے شی او قاعدتاً د ال سعود د باچاۍ تخت ته به له یو ګامه زیاته فاصله ونلری. دا په داسې حال کښې دی چې هم دا اوس د عبدالعزیز ځینې زامن ژوندی دی او د عبدالعزیز د وصیت مطابق اقتدار پکار دی له ورو نه ورور منتقل شی او هم دا چې د نمسو ترمېنځ هم داسې کسان موجود دی چې له بن سلمان سره په پرتله کښې لا زیات صلاحیت لری.
په سعودی عربستان کښې اقتدار ته د ملک سلمان له رسېدو نه د تقریباً شلو میاشتو په تېرېدو سره د محمد بن سلمان تحرکات هم ډېر زیات شوی دی. هغه له دې سره سره چې د سعودی عربستان د ولیعهد نائب او د دفاع وزیر دے د دغه هېواد د اقتصادی کمېټۍ مسئول او د دوه زره دېرشم د طرحې مجری هم ګڼل کیږی. له دې نه علاوه بن سلمان چې د یمن په خلاف د سعودی د جنګ په شروع کولو کښې یې د اهمیت وړ رول لرلے او د دغه جنګ یو فېصله کوونکے ؤ، په تېره بیا په دوه زره شپاړسم کال کښې یې خپلې بهرنۍ کتنې هم ډېرې زیاتې کړې دی دې لپاره چې هم زیاتره د رسنیو په نظر کښې وی او هم دا چې د تجربې د حاصلولو ترڅنګه د آل سعود د لویدیځو انډیوالانو د لابۍ په تېره بیا د امریکې له لارې ځان د سعودی د باچائۍ تخت ته نزدې کړی. په دې کښې شک نشته چې د سعودی د باچائۍ ماڼۍ ته د رسېدو لپاره یوه مهمه او اصلی لاره د سپینې ماڼۍ د خوښه حاصلول دی.
محمد بن سلمان په دې وروستیو درې میاشتو کښې یو لړ بهرنی سفرونه او لیدنې کتنې لرلې دی چې له دغو څخه زیاتره سفرونه د ډېپلومېسۍ په عرف کښې غېر هم سویه تعریف کیږی.  په وروستیو  دریو میاشتو کښې د بن سلمان ځینې ډېر مهم سفرونه او لیدنې کتنې په دا ډول دی:
 پاکستان ته سفر او د دغه هېواد له  وزیراعظم سره کتنه، چین ته سفر او د دغه هېواد له وزیراعظم سره کتنه، جاپان ته سفر او د دغه هېواد له وزیراعظم سره کتنه، د شل نومې ډلې په غونډه کښې د سعودی د پلاوی د مشر په توګه چین ته سفر، نیویارک ته سفر او د ملګرو ملتو له مشر بان کی مون سره کتنه،همدارنګ د امریکې له ولسمشر او یو شمېر نورو امریکائی سیاسی چارواکو سره کتنه او قطر ته سفر او د دغه هېواد له امیر شېخ تمیم بن حمد آل ثانی سره کتنه.  په عېن حال کښې محمد بن سلمان په چین کښې د شل ډلې په غونډه کښې د ځینو ګډون کوونکو هېوادونو له سیاسی چارواکو سره هم کتنې او خبرې اترې یې وکړې چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوټین او د ترکیې له ولسمشر  رجب طیب اردوغان سره کتنه له دغو کتنو څخه دی. چین ته د محمد بن سلمان په سفر کښې د دواړو هېوادونو ترمېنځ پینځلس موافقه لیکونه او د تفاهم یادښتونه لاسلیک شول.
جاپان ته د هغۀ په سفر کښې هم د دواړو طرفو لخوا د کلتوری، تولیدی، تاسیساتو او انرجۍ په زمینو کښې د تفاهم اوۀ یادښتونه لاسلیک شول.
د دغو بهرنیو سفرونو او کتنو مخ په زیاتېدو چلند د دې سبب شو چې شناندی او حتی د بهرنیو هېوادونو ځینې چارواکی په سعودی کښې د باچائۍ تخت ته د رسېدو لپاره د بن سلمان د ارادې او هلو ځلو خبر ورکوی. د مثال په توګه مجتهد نومې کس چې د آل سعود له کورنیو رازونو پرده اوچتوی د سعودی د علماو د لوړې کمېټۍ د ړنګولو لپاره یې د بن سلمان د کوششونو خبر ورکړ او د دغې کمېټۍ له غړیو سره د بن سلمان له سپکاوی نه ډک سلوک ته یې اشاره وکړه. د امریکې پخوانی استخباراتی افسر او د مېنځنی ختیځ د چارو کارپېژاندی بروس رېډل هم  په یو رپوټ کښې وویل چې د امریکې چارواکو په رسمی توګه د سعودی د ولیعهد جانشین محمد بن سلمان واشنګټن ته د سفر لپاره دعوت کړوځکه چې هغه به په نزدې رتلونکی وخت کښې د سعودی  عربستان باچا شی. نو ځکه له نزدې څخه د هغۀ د پېژندګلۍ په خاطر امریکې ته د سفر لپاره هغۀ ته بلنه ورکړې شوه. دغه څرګندونې دا ښودنه کوی چې بن سلمان د سعودی باچائۍته د رسېدو په لاره کښې له هغۀ څخه د ملاتړ لپاره له امریکې سره سلامشورې لرلې دی. د سعودی د اوسنی باچا زوے بن سلمان هم پوهیږی چې په سعودی کښې د باچائۍ په تخت باندې د سعودی د خاندان د یو غړی د کښېناستېدو لپاره له ټاکلې شوې لارې نه علاوه د دغه مقصد د پوره کېدو لپاره یو اصلی شرط د امریکې د ملاتړ ترلاسه کول دی.
که څه هم بن سلمان د خپل پلار د باچائۍ په ذریعې سره په سعودی عربستان کښې له بل هر چا نه زیات د باچائۍ د ردا د اغوستلو سودا په سر کښې لری خو دا ویلې شوو چې اقتدار ته د هغۀ رسېدل په ګڼل شمېر وجوهاتو سره لرې ښکاری. محمد بن سلمان په داسې حال کښې د باچائۍ سودا په سر کښې لری چې د عرف له مخې پکار دی اقتدار له وروه ورو ته منتقل شی او حتی د اوسنی ولیعهد محمد بن نائف د مرګ په صورت کښې د عبدالعزیز یو شمېر نور اولادونه هم موجود دی چې د اقتدار مدعیان دی. د عبدالعزیز له مرګه  وروسته د هغۀ شپږ زامن تر اوسه اقتدار ته ورسېدل چې په ترتیب سره ، سعود، فېصل، خالد، فهد، عبدا... او اوسنے باچاسلمان باندې مشتمل دی.
اوس که وټاکل شی د عمر د زیاتوالی او بیمارۍ په وجه د عبدالعزیز د زامنود اقتدار خاتمه اعلان شی نو بیا هم د هغه د نمسو ترمېنځ داسې کسان شته چې باچائۍ ته د رسېدو لپاره خپل صلاحیت له بن سلمانه څو چنده زیات پېژنی، هغه کسان چې د ملک عبدا... د باچائۍ په دوران کښې یې مهم پوسټونه په اختیار کښې لرل او اقتدار ته د ملک سلمان له رسېدو وروسته له خپلو پوسټونو لرې کړې شول. لکه د ملک عبدا... زوے متعب بن عبدا...،د سعودی پخوانے ولیعهد سلطان بن عبدالعزیز زوے بندر بن سلطان چې د سعودی د علماو په کمېټۍ کښې هم زیات نفوذ لری په دومره سادګۍ سره به د باچائۍ تخت ته د رسېدو لپاره د بن سلمان بیعت ونکړی او حتی په سعودی خاندان کښې د اقتدار لپاره د جنګ احتمال هم پیاوړے کیږی.
یوه بله موضوع دا  ده چې د عمر له لحاظه هم د بن سلمان د ژوند څلورمه لسیزه دویمې نیمائۍ ته لا نه ده رسېدلې او له پینځۀ دېرش کلنۍ نه کم عمر لری، دا په داسې حال کښې چې د عبدالعزیز په نمسیو کښې داسې کسان شته چې حتی د دفاع د  اوسنی وزیر دوه برابره عمر او همدارنګ د حکومتی مدیریت او سیاسی تجربه لری.

له دې امله چې په سعودی کښې له پلاره زوے ته د اقتدار انتقال تر اوسه موجود نه ؤ او په داسې  صورت کښې چې اقتدار له سلمانه محمد ته منتقل شی نو له عبدالعزیز وروسته به دا وړومبنۍ واقعه رامنځته شی،  چې د آل سعود په نظام کښې یو ډول بدعت ګڼل کیږی چې دغه بدعت به د عبدالعزیز د زامنو د اقتدار د دوران خاتمه او د  سلمان د زامنو د اقتدار د دوران شروع کېدل وی. په نورو الفاظو سره اقتدار ته د محمد بن سلمان رسېدل به له یوې پېړۍ وروسته چې په سعودی کښې د سعودی خاندان له جوړېدو څخه تیریږی په دغه هېواد کښې د یو دور شروع وی. همدا موضوع هم د دې سبب کیږی چې د باچائۍ تخت ته د رسېدو لپاره د محمد بن سلمان لاره له هغۀ څه نه چې  په خوله ویل کیږی لا زیاته مشکلوی.
یوه بله موضوع دا ده چې د سعودی عربستان د باچائۍ په جوړښت کښې د ((شمری)) او ((سدېری)) په نومونو دوه مهمې کورنۍ شتون لری چې ترمېنځ یې د اقتدار د حاصلولو لپاره سخته سیالی موجوده ده. د سعودی د پخوانی باچا ملک فهد تعلق له سدېری کورنۍ سره ؤ او د دغه هېواد د پخوانی باچا ملک عبدا... تعلق له شمری کورنۍ سره ؤ او اوسنے باچا ملک سلمان هم له سدېری کورنۍ څخه دے.
 د عبدالعزیز له مرګه وروسته د سعودی له شپږو باچایانو څخه د دریو تنو تعلق له سدېری کورنۍ سره ؤ چې فېصل، فهد او سلمان دی. اوس که داسې وشی چې اقتدار په سدېری کورنۍ کښې باقی پاتې شی نو شمری کورنۍ  چې اقتدار ته د ملک سلمان په رسېدو سره له مهمو پوسټونو لرې کړې شول او یو ډول پاکسازی یې وشوه په دومره سادګۍ به له دې موضوع څخه تېر نه شی او بن سلمان چې اتفاقاً کم تجربه هم دے د سعودی د باچائۍ په جامه کښې قبول نکړی او دا چاره هم په سعودی خاندان کښې د اقتدار د یو بل جنګ بنیاد کېدې شی.
هغه زیات اختلافات چې د اوسنی باچا د زوے بن سلمان او د پخوانی باچا د زوے متعب بن سلمان ترمېنځ موجود دی او حتی په متعب باندې د ناکامه قاتلانه حملې په اړه چې یو لړ خبرونه اورېدل شوی وو هم د دې بیانوونکی دی چې د عربو له ټولو زیات سرمایه  دار هېواد د باچائۍ تاج او تخت ته د بن سلمان  د رسېدو لپاره ټولې هلې ځلې ترسره کیږی، چې دغه هدف ته په رسېدو کښې پکار  دی قوت لرونکی سیالان څنګته پرېښودل شی چې که وویل شی ناممکنه موضوع ده نو بده به نه وی.
شناندی په دې باوری  دی چې د سعودی د باچائۍ په پوسټ کښې د محمد بن سلمان د ناکارنده توب د ثابتولو لپاره د هغۀ تجربه لرونکی او مضبوط سیالان به په هغو سیمه  ایزو او نړیوالو نتائجو چې د یمن په خلاف جنګ د سعودی لپاره لرلې دی هم استناد وکړی. د یمن په خلاف د سعودی عربستان جنګ چې د دوه زره پینځلسم کال له مارچ څخه د بن سلمان د نېغ په نېغه حکم له مخې شروع شو او هغه په دغه  جنګ کښې وړومبنے کردار په غاړه لری، د اتلسو میاشتو د تېرېدو باوجود د پلار او زوے یعنې د باچا او د دفاع د وزیر د خوښې نتائج یې نه دی لرلی. دا په داسې حال کښې دی چې بن سلمان په یمن باندې د حملې د حکم په جاری کولو سره دا خیال کوۀ چې دغه جنګ به آسان وی او ډېر زر به د سعودی په کامیابۍ سره تمام شی او هغه به په یو ملی اتل بدل شی او همدا موضوع به په سعودی کښې اقتدار ته د هغۀ د رسېدو زمینه هم برابره کړی.

Add new comment