د پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله مباهلې ته تلل

د پېغمبر اکرم د مباهلې پېښه د تاريخ له حيرانوونكيو پېښو شمېرل كېږي.كه څه هم ځينو مفسرينو او سيرة ليكونكيو د مباهلې د جزيياتو له رانقلولو سره ظلم كړى؛خو “زمخشري” په كشاف كې ( ۱ج/ ۲۸۲-۲۸۳)، “امام رازي” په خپل تفسير مفاتيح الغيب( ۲/ ۴۷۱-۴۷۲) کې ، “ابن اثير”

د پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله مباهلې ته تلل
د پېغمبر اکرم د مباهلې پېښه د تاريخ له حيرانوونكيو پېښو شمېرل كېږي.كه څه هم ځينو مفسرينو او سيرة ليكونكيو د مباهلې د جزيياتو له رانقلولو سره ظلم كړى؛خو “زمخشري” په كشاف كې ( ۱ج/ ۲۸۲-۲۸۳)، “امام رازي” په خپل تفسير مفاتيح الغيب( ۲/ ۴۷۱-۴۷۲) کې ، “ابن اثير” په كامل ( ۲/ ۱۱۲) كې په دې باب روايتونه رانقل كړي دي،چي موږ دلته د “زمخشرې” څو خبرې راخيستي:((د مباهلې وخت راورسېد. پېغمبر اکرم او د “نجران” استازيو له پخوا پرېكړه كړې وه، چې مباهله به له ښاره لرې په دښته كې کوي. پېغمبر اکرم له ټولو مسلمانانو او خپلوانو يوازې څلور تنه له ځان سره راوستل،چې په دې تاريخي پېښه كې ګډون وكړي. دا څلور تنه؛ “علي”، “فاطمه”،”حسن” او “حسين” وو؛ځكه په مسلمانانو كې د هېچا پاكي او ايمان ورته نه رسېده.
پېغمبر اکرم “حسين” په غېږ كې،”حسن” يې له لاسه نيولى و او “فاطمه” او “علي” (ک) ورپسې راروان وو او،چې د مباهلې ډګر ته راورسېدل؛ نو پېغمبر اکرم خپلې كورنۍ ته وويل:(( ما چې هر وخت دعا وكړه؛ نو تاسې راپسې “آمين” ووياست.))
د “نجران” استازيو مخکې له دې،چې له پېغمبر اکرم سره مخ شي؛يو بل ته يې ويلي وو:((كه ومو ليدل “محمد” سرتېري او افسران مباهلې ته راوستل او مادي او ظاهري ځواک يې راوښود؛نو پوه شئ پر خپل نبوت عقيده نه لري او رښتين نه دى او كه خپله كورنۍ يې راوسته؛ نو پوه شئ چې رښتين پېغمبر دى او دومره پر خپل نبوت پوخ ايمان لري،چې له ځان؛بلكې له خپلې كورنۍ هم ورته تېر دى.))
د “نجران” استازي پر خبرو بوخت وو،چې ناڅاپه يې سترګې د پېغمبر اکرم پر څېره ولګېدې،چې څلور تنه ورسره راروان دي. ټول حيران شول او يو بل ته يې وكتل،چې څنګه پېغمبر اکرم خپله يوازېنۍ لور او زامن له ځان سره راوستي دي. پوه شول،چې پېغمبر اکرم پر خپل نبوت ښه پخه عقيده لري او كه نه يې درلوداى؛نو خپل دا عزيزان به يې له ځان سره نه راوستل.
د “نجران” اسقف وويل:((داسې څېرې وينم كه دعا وكړي،خداى ورته غرونه له بېخه راونړوي؛نو ورته يې رانړوي؛نو غوره به وي،چې ورسره مباهله ونه کړو؛ځكه كه دا كار مو وكړ؛نو پوپنا به شو او امكان دې ولري، چې دعذاب لمنه پراخه شي او د نړۍ ټول مسيحيان پر عذاب اخته شي او يو مسيحي هم د ځمكې پر مخ ژوندى پاتې نه شي.))
 د نجران استازيو له مباهلې ډډه وكړه د نجران د استازيو پلاوي،چې دا حالات وكتل؛نو ټولو په يوه خوله پرېكړه وكړه،چې له مباهلې ډډه وكړي او هر كال اسلامي حكومت ته جزيه وركړي او اسلامي حكومت دې د هغوى د مال او ځان امنيت وساتي. پېغمبر اکرم ورسره ومنله او پرېكړه وشوه، چې هغوى اسلامي حكومت ته ماليات وكړي.
بيا پېغمبر اکرم وويل:((د عذاب سيورى د نجران پر استازيو خپور شوى و او كه مباهله يې كړې واى؛نو په همدې دښته كې به سوځېدلي واى او د عذاب لمنه به “نجران” ته هم خپره شوې واى او په الهي عذاب به اخته شوي واى.))
حضرت عايشه بي بي روايتوي چې: (( د مباهلې پر ورځ پېغمبر اکرم څلور تنه تر خپل تور څادر لاندې كړل او دا آيت يې ولوست: (( انما يريدالله ليذهب عنكم الرجس اهل البيت و يطهركم تطهير ))
“زمخشري” ليكي: (( د مباهلې پيښه او ددې آيت منځپانګه د “اهل كساء” د اصحابو فضيلت راښيي او د اسلام حقانيت ته ژوندى سنددى.))
له هغو روايتونو،چې له مذهبي مشرانو رانقل شوي،ګټه اخېستل كېږي،چې مباهله يوازې په پېغمبر اکرم پورې محدوده نه وي؛بلكې هر مسلمان، له خپل مخالف سره مباهله کولاى شي.
د مباهلې طريقه او دعا يې د “نورالثقلين” په لومړي ټوك، ۲۹۱-۲۹۲ مخونو كې راغلې ده.
خداى بښلي “علامه طباطبايي” په خپله رساله كې ليكلي: (( مباهله د اسلام له معجزاتو ده او هر مسلمان يې د اسلام حقانيت ثابتولو لپاره کړاى شي.))

 

Add new comment