هند کې مسلمان عالمان سره را غونډ شو

د ټی وی شیعه راپور له مخې، د قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) نه په نقل، د هند اسلامی مذهبونو مشران او عالمان د «مسلمانانو ترمنځه یووالی» شعار سره او د امیرالمومنین علیه السلام کلني کلتوري جشنوزمي څلورمې برخه کې چې د حضرت عباس علیه السلام د زیارت

 د ټی وی شیعه راپور له مخې، د قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) نه په نقل، د هند اسلامی مذهبونو مشران او عالمان د «مسلمانانو ترمنځه یووالی» شعار سره او د امیرالمومنین علیه السلام کلني کلتوري جشنوزمي څلورمې برخه کې چې د حضرت عباس علیه السلام د زیارت له اړخه د هند بنګلور ښار کې پيل کېږي سره راغونډ شوي.
دا غونډه د مذهبونو ترمنځه د نزدېکت موخې سره د اسلامی مختلفو ډلو ترمنځه د یووالی په ټینګار او د ډله ډلبندۍ نه مخنیوي او سره سوله یز ګډ ژوند تېرولو هدف سره پيل شوه.
د حضرت عباس علیه السلام د زیارت نه راغلې غونډې مشر استاد حاج طلال البیر او د دغې زیارت د چارو مشر په دې اړه وویل: د اسلامی فرقو ترمنځه د یووالی او وحدت موضوع له مهمو چارو نه دي، ځکه چې د مسلمانانو ترمنځه اختلاف او ډله ډلبندي له غټو مصیبتونو نه دي او الله تعالی د سوره نساء ۵۹ آیت کې فرمایلې: «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا»اى مؤمنانو ! د الله ، رسول او هغو كسانو اطاعت وكړئ چې له تاسې نه دامر خاوندان وي ، بيا كه ستاسې تر مينځه په كومه چاره كښې شخړه پېښه شي؛ نو هغه د الله او رسول لوري ته محوله كړئ كه تاسې په ريښتيا سره پر الله او د اخرت په ورځ ايمان لرئ همدا د كار يوه سمه طريقه ده او د عاقبت په اعتبار هم غوره ده.
هغه هند کې د اسلامی مذهبونو عالمانو غونډې په اړه وویل: دا غونډه د قرآن کریم له آیت سره شروع شوه او یو شمېر پوهانده، د اسلامی مذهبونو عالمان او دیني او کلتوري شخصیتونو او د عراق سپېڅلې زیارتونو غړو شتون سره د یو والي او سره سوله یز ژوند کولو په اړه یی مشترکات وړاندې کړل.
حاج طلال البیر څرګنده کړه: د دې غونډې په ادامه کې علامه سید محمد الحلو د عراق وتلی عالم خپل تقریر کې ټینګار وکړو چې د سوله یز ژوند ستونزه اوس یو اندېښنې ته بدله شوي او مونږ یو اسلامی کلتوری او سره یو سوله یز ژوند چې د اهل بیت امامانو علیهم السلام له اړخه یو مهم اصول دي ته اړتیاوې لرو او د حضرت امیرالمومنین علیه السلام له دې لپاره زمونږ الګو دې چې څه رنګه مونږ له خپلو فکري مخالفانو سره ګډ ژوند کولې شو.
په دې غونډه کې ګډون کوونکو همدارنګه د ډله ډلبندي او د توکمپالنې باندې نیوکه او مشترکات باندې تمرکز کولو، د الله کتاب او د پیغمبر صلی الله علیه و آله او د دهغوی پاک اهلبیت علیهم السلام لار د ټولو ستونزو د حل کېدو لاره وټاکله او دینی مشترکات او د یووالی لپاره لاره هواره کولو سره د دا رنګه خبرونو نه چې نور راوپاروي نه پرهېز کولو او د افراطی ډلو سره مقابله کولو باندې ټینګار وکړو.
د امیرالمومنین علیه السلام کلني څلورمه کلتوری جشنوزمه د «مُسْتَوْدَعُ عِلْمِ الرَّسُولِ وَبَابُ حِكْمَتِهِ»(امیرالمؤمنین علیهم السلام)؛ د پیغمبر صلی الله علیه و آله د علم خزانه او د هغوي د حکمت دروازه، شعار سره شروع شو چې تر څلورو ورځو به ادامه لرې. دا جشنوزمه د حضرت امام حسین علیه السلام او کاظمین علیهم السلام سپېڅلې زیارتونو په همکاري سره د هند بنګلور ښاره کې پیل کېږي.

Add new comment