عبرتناکه واقعه

یوه عرب ښځه دخپل خاوند کیسه کوی, او وایی چی،زما خاوند ډیر اخلاقی مسلمان او دمور پلار سره ډیر زیات نیکی کونکی وو. تر دی چی دهغی نیکۍ زه په تعجب کی اچولی وم، دیو کال په تیریدو سره مونږ ته الله تعالی یوه لور راکړه، کله چی مو لور دوه کلنه شوه نو زما دخاون وظی

یوه عرب ښځه دخپل خاوند کیسه کوی, او وایی چی،زما خاوند ډیر اخلاقی مسلمان او دمور پلار سره ډیر زیات نیکی کونکی وو. تر دی چی دهغی نیکۍ زه په تعجب کی اچولی وم، دیو کال په تیریدو سره مونږ ته الله تعالی یوه لور راکړه، کله چی مو لور دوه کلنه شوه نو زما دخاون وظیفه بل ښار ته منتقل شوه، ۹ درمضان وو چی دوظیفی نه واپس کور ته راتلو چی دتقدیر موافق یی په یوه ټرافیکی حادثه کی خپل مازغه دلاسه ورکړه ،او ډاکټرانو پری فیصله وکړه چی دماغی طور داسړی مړ دی، او په روغتون کی د ده په علاج لس کاله تیرشو چی دا نه خه کیده او نه مړ کیده،نو ماته خپلو ملګرو او خپلوانو ویل چی ته په محکمه کی عارضه وکړه چی محکمه درته طلاق درکړی،ما د طلاق داخستلو نه انکار وکړه او خپلوانو ته می وویل چی ترڅو پوری چی زما خاوند کی روح موجود وی  نو زه طلاق نه غواړم او پدی حالت الله تعالی ته صبر کوم، دوخت په تیریدو سره به ما دخپلی لور تربیه هم کوله  او روغتون ته به دخپل خاوند پوښتنی ته هم ورتلم، لور چی می لس کلنه شوه نو دقرانکریم حفظ یی مکمل کړه . نو یو شپه زه او زما لور روغتون ته دمریض پوښتنی لپاره لاړو نو ماته می لور وویل چی نن شپه به زه دخپل پلارسره دهغه دخدمت لپاره تیره کړم،
نو ددغی شپی واقعه زمالور داسی بیانوی
وایی زه دخپل پلار دکټ سر ته کیناستم او دسورة فاتحی تلاوت می کولو نو د تلاوت په دوران کی ماته خوب راغی او زه ویده شوم،
خوب کی یو کس راغی او ماته یی ویل پاڅه ولی ویده یی، نو زه راپاڅیدم او دوه رکعته مونځ می وکړه ، نو بیا راباندی خوب راغی چی ویده شوم، خوب کی یو کس راغی او ماته یی ویل پاڅه دا هغه وخت دی چی رحمن ذات پکی دعاء ګانی قبلوی، نو زه راپاڅیدم مونځ می وکړه او دالله تعالی نه می داسی دعاء وغوښته
(ياحي ياقيوم ، ياعظيم ياجبار ، ياكبير يامتعال ، يارحمن يارحيم)
یا الله دا زما پلار ستا دبنده ګانو نه یو بنده دی ده ته تکلیف رسیدلی او مونږ پری صبر کړی، او ستا شکر مو ادا ء کړی دی. او ستا په فیصله باندی راضی یو، یا الله دا ستا دمشیت او رحمت دلاندی دی،
او تا دخپل رحمت په وجه ایوب علیه السلام د لوی مرض نه روغ کړی دی.
او موسی علیه السلام د خپلی مور ته واپس کړی دی.
او یونس علیه السلام د دماهی دخیټی نه را ویستلی دی.
او اور دی په ابراهیم علیه السلام برابر کړی دی.
یا الله زما دپلار نه هم دا تکلیف لری کړی.
ددی دعاء دکولو نه روسته بیا ویده شوم نو دسهار مانځه وخت کی می یو هیبتناک اواز واوریده چی ویل یی (ته څوک یی او دلته څه کوی!) چی ما سترګی خلاصی کړی نو داواز واله سړی زما پلار وو او ماته یی غږ کولو نو د ډیر خوشحالۍ نه زه په ژړا شوم او خپل پلارته ورغاړی وتم  نو هغه زه دخپل جانه جدا کولم او ویل یی چی دالله تعالی نه ویریږه.
او زما نه جدا شه،ما ورته وویل زه ستا لور اسماء یم، نو زما دبلار دحالت نه چی ډاکټران خبر شول . هغوی هم ډیر تعجب کوو او ویل یی چی
(پاک دی هغه ذات چی هډوکی په پداسی حالت کی ژوندی کوی چی هغه ذره ذره شوی وی) پدی ټولو حالاتو باندی زما پلار نه وو خبر، تر دی چی مونږ خبر کړه نو وی ژړل او بیا یی وویل چی(الله تعالی غوره حفاظت کونکی دی او هغه دنیکانو بندګانو ساتنه کوی)
داسماء مور وایی: چی زما دصبر دوجی الله تعالی ماته خپل خاوند د 15 کالو نه روسته بیرت روغ رمټ واپس کړه سره د دینه چی د ډاکټرانو په نظر کی هغه مړ وو.
چری هم دالله تعالی درحمت نه مه نا امیده کیږئ، او هر وخت دالله تعالی نه دعاء غواړئ. مور او پلار سره نیکی مه هیروئ،
ځکه دمور او پلار رضا د الله تعالی درضا ده .

Add new comment