دمصر یوه ستر عالم روښآنه کړې امام حسین علیه السلام دتکفیر په لیدتوګې سره شهید شوی دی

شیخ مجدی عاشور قاهرې ته دحضرت امام حسین علیه السلام دسر مبارک د واردیدا په دستورو کې پخپلې وینا کې دخوارجو اوتکفیری تفکر اونظرئې باندې په نیوکو

 رسا خبری آژانس راپورورکړ دمصر دمفتی سلاکار او ددغه هیواد د دارالافتا دفتواګانو منشی شیخ مجدی عاشور قاهرې ته دحضرت امام حسین علیه السلام دسر مبارک د واردیدا په دستورو کې پخپلې وینا کې دخوارجو اوتکفیری تفکر اونظرئې باندې په نیوکو سره ټینګار وکړ چې دغې لیدتوګې اونظرئې دعاشورا په ورځ حضرت امام حسین علیه السلام شهید کړی دی .
دمصر دمفتی سلاکار ټینګار وکړ داسلام ګران پیغمبر مسلمانانو ته دسرزورو قومونو اوپرګنو دظهور په باب خبرداری ورکړی ؤ
دمصر دغه متفکر داهل تشیع په ضد دخبری چینلونو او مطبوعاتو په یرغلیزو پروپیګنډو دحیرانتیا په ښودلو سره زیاته کړې د :راس الحسین : په نامه د دستورو ترسره کیدا یوازې د :راس الحسین : مبارک ضریح ته په تلو ، دعا کولو او دقران کریم په تلاؤ ت کې خلاصه کیږی .
دحضرت امام حسین علیه السلام دسرمبارک دبرخلیک په باب دمورخانو رائ مختلفې دی او شیعیان اعتقاد لری چې دپیغمبر اکرم دلمسی سر کربلا ته بیرته ستون کړائ شوی او دهغه له پاک مړی سره دفن کړائ شوی دی .

Add new comment