صدقه څرنګه ورکړل شی(1)

دقرآن کریم په آیتونو او دمعصومین علیهم السلام په روایتونو کې ،د صدقې او انفاق لپاره آداب او شرائط بیان شوی دی . په هغو کې یو ادب چې پر نورو آدابو اوشرئطو برلاسه دی ، دادی چې انفاق او صدقه باید له حلال مال اوشتمنۍ وی . دا مهم اصل دبقرې سورې له ۲۶۷آیت څخه ر

دقرآن کریم په آیتونو او دمعصومین علیهم السلام په روایتونو کې ،د صدقې او انفاق لپاره آداب او شرائط بیان شوی دی . په هغو کې یو ادب چې پر نورو آدابو اوشرئطو برلاسه دی ، دادی چې انفاق او صدقه باید له حلال مال اوشتمنۍ وی . دا مهم اصل دبقرې سورې له ۲۶۷آیت څخه راخستل شوی دی چې فرمائی :، ائ هغو کسانو چې ایمان مو راوړئ، له هغو پاکو او حلالو شیانو چې مو ترلاسه کړی او له هغه څه څخه چې له مځکې مو د تاسو لپاره راپورته کړی دی ، انفاق وکړئ :.
داسلام ګران پیغمبر انفاق او صدقه چې له حلال مال څخه وی ، په الهی درګاه کې منل شوی ګڼلې او فرمائیلی ئې دی ، څوک چې دیوه مومن مال اوشتمنۍ په ناحقه ورڅخه غصب کړی ، هغه ښه او نیک عملونه چې کوی ئې ،دهغه په حسناتو کې نه حسابیږی تر هغه وخته چې توبه ونه کړی او غصبی مال خپل خاوند ته بیرته ونه ګرځوی :. البته څوک چې له خپلو پاکو اوحلالو مالونوو صدقه ورکوی ، نو خداوندمتعال به هم هغه ته په بدل کې لوی اجر ورکړی .
خدای پاک په قرآن کریم کې دوه ډوله یعنی په پټه اوڅرګنده صدقه ورکول مطرح کوی .دانفاق په دغو رودو کې هره یوه روده خپلې خاصې نتیجې او اغیزې لری . ښکاره صدقه،دغه ښه او غوره عمل ته دخلکو په عملی توګه هڅول او بلل دی .امام علی علیه السلام په دې باب فرمائی:،ښکاره صدقه مال اوشتمنۍزیاتوی.:ښکاره صدقه ددې په ترڅ کې چې نیک کار ته عملی بلل وی،دبې وزلو اواړمنودخوشالولو لامل هم کیږی،ځکه هغوی احساس کوی،په ټولنې کې رحمدل خلک هم شته چې دهغوی په فکر کې دی او همدا چاره دهغوی دهیله منیدا اوخوشالیدو لامل ګرځی .په ټول کې دپټې اویا د ښکاره صدقې ورکولو په باب باید دشرائطوټولګې ته په پام سره عمل وشی.حضرت امام جعفرصادق علیه السلام دانفاق کولو پشمول دعبادتونو دترسره کولو په باب یوه کلی قاعده ذکر کړې اوفرمائیلی ئې دی:،هرهغه شی چې خدای پرتاسو واجب کړی،ښکاره ترسره کیدا ئې له دې غوره ده چې په پټه ئې ترسره کړئ،او هغه څّّه چې مستحب دی له څرګندې ترسره کیدا ئې په پټه ترسره کیداسپارښتنه شوې ده .پر دې اساس،زکواة اوخمس چې د واجباتو یوه برخه حسابیږی غوره ده په ښکاره ورکړل شی او مستحبې صدقې حتی الامکان په پټه ورکړل شی .
په ډیرو روایتونو کې په پټه دصدقې د ورکولو سپارښتنې شوی دی ، ځکه چې په پټ عمل کې د ریّا امکان کم وی . همداراز دبې وزله کس عزت هم خوندی ساتل کیږی اوهغه د ذلت اوشرمندګۍاحساس نه کوی .دحضرت امام جعفر صادق علیه السلام یو صحابی اسحاق بن عمارنقل کوی،یوه ورځ امام بزرګوار راته وفرمائیل،دمال دورکولو لپاره،څرنګه عمل کوې؟ما عرض وکړ،بې وزلوته خبرورکوم چې دماکور ته راشی او دهغوی حق ورکوم. امام بزرګوار وفرمائیل،ته په دغه شان کارسره دمومنانو دذلت او بې عزتۍ لامل کیږې .ائ اسحاقه،خیال کوه اوله دغه ډول کارونو ډډه وکړه،ځکه چې خداوندمتعال فرمائی،څوک چې دمونږ دوستان سپک او خوار کړی،په حقیقت کې ئې له ماسره جنګ ته مخه کړې ده :.
دامام بزرګوار په دغه روایت کې دې ټکی ته اشاره شوې ده چې کله کله ممکنه ده اړمن کس داړتیاله امله دغه ښکاره صدقه ومنی،خودنورو د سترګو په وړاندې دغه کار دهغه د روحی کړاؤ او دنفس سپکیدا او شرمیدا لامل کیږی .

Add new comment