دغدیر نیکمرغه اختر دې پر ټولو مبارک وي

یا ایهاالرسول بلغ ما انزل الیک من ربک ای رسوله ! هغه څه چې ستا د رب له لوري پرتا نازل شوې ورسوه .( مائده، ۶۷ ایت) دا د وحي د پرښتې غږ و چې د پیغمبر اکرم (ص) په غوږ اوزړه یې ولوسته . د خدای رسول او امین حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم اندیښمن و ته وا له

د غدیر ورځ هغه ورځ وه چې الله تعالی دا آیه نازل کړي وه:

یا ایهاالرسول بلغ ما انزل الیک من ربک
ای رسوله ! هغه څه چې ستا د رب له لوري پرتا نازل شوې ورسوه .( مائده، ۶۷ ایت)
دا د وحي د پرښتې غږ و چې د پیغمبر اکرم (ص) په غوږ اوزړه یې ولوسته . د خدای رسول او امین حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم اندیښمن و ته وا له یو شی ویریده . هغه د اسلام د راتلونکي لپاره اندیښمن و له همدې امله یې دغه رسَول ځنډولې وو چې په یو مناسب وخت کې د خدای د غه فرمان د خلکو غوږونو ته ورسوي خو اوس د خدای استازی بیا نازل شوی و او دخدای پیغام یې راوړی و چې ای رسول هغه چې د پالونکي له لورې دې پر تا نازل شوې د خلکو غوږونونو ته ورسوه او بیا یې د جدي ګواښ په ډول دوام ورکړ چې « و ان لم تفعل فما بلغت رسالته» که دا کار دې ونه کړ نو خپل رسالت دې نه دی ترسره کړی! دنده دې نه ده پوره کړې! بیا یې د پیغمبر د ارامښت او د هغه پيغمبر د اندیښنې دختمولو لپاره چې خپل ټول و جود یې په اسلام او د خدای په دین لګولی و وفرمایل: والله یعصمک من الناس . خدای به تا د هغو کسانو له تاوانه چې ویریږې تاوان درورسوی ساتی.

Add new comment