د حضرت امام علی(علیه السلام) په کلام کې د ملت او حکومت متقابل حقوق(۱)

انسان دیوه ټولنیز موجود په توګه چې تل دنیکمرغه ژوند او هوساینې غوښتونکی دی ، باید داجتماع دکارونو یوه برخه په غاړه واخلي ، او له نورو انسانانو سره ملګرتیا وکړي . څرګنده ده چې ټولنیز ژوند ځينو مقرراتو ته اړتیا لري څو د انسانانو دندې وټاکي او د اړیکو حدود ه

 

انسان دیوه ټولنیز موجود په توګه چې تل دنیکمرغه ژوند او هوساینې غوښتونکی دی ، باید داجتماع دکارونو یوه برخه په غاړه واخلي ، او له نورو انسانانو سره ملګرتیا وکړي . څرګنده ده چې ټولنیز ژوند ځينو مقرراتو ته اړتیا لري څو د انسانانو دندې وټاکي او د اړیکو حدود هم مشخص کړي . دا موضوع دحقوقو دبرابرولو سرچینې ته ګرځي . حقوق،یعني دهغو لازمو اجرائي قوانینو اوقواعدو ټولګه ، چې دټولنې د نظام دساتنې او دملتونو او انسانانو داړیکو دمنظمیدو په خاطر برابریږي . خو له بده مرغه دتاریخ په اوږدو کې دانسان په دغو ټولنیزو حقوقو تیري شوي او دقدرت غواړو دتیریو او ظلمونو قربانی شوي دي . د شتمنۍ اوقدرت خاوندانو،د خلکو اوځان ترمینځ حق او دندې په یواړخیز ډول معرفي کولې .دوي خلک له ځانونو فرمانبردارۍ او اطاعت ته پابنده بلل ،له دې پرته چې دهغوي انساني حقوق رعایت کړي،یا اصولا دهغوي حقوقو ته کوم اهمیّت ورکړي .
په عین حال کې تاریخ د داسې واکوالانو دشتون شاهد هم دی چې د خلکو حقوقو رعایتول اوعدالت دهغوي دحکومت یوه مهمه دنده شمیرل کیدله .دحضرت امام علی علیه السلام لنډ اوڅلورکلن حکومت په دې باب یو بې ساری مثال دی .حضرت امام علی علیه السلام ، نه یوازې دملت او حکومت متقابلو حقوقوته معتقد ؤ، بلکې دغه حقوق ئې له ټولو لوړ او مهم بلل . دحکومت او دخلکو دحقوقو رابطه ، متقابله ده ،ملت یولړ حقوق لري چې حکومت پر ې هیڅ ډول پلمو سره سترګې نشی پټولی او یا ئې نشي سلبولی .په مقابل کې ،ملت هم باید ځیني حقوقو او دندي په بشپړ ډول ترسره کړي او دنورو په حقوقو تیری ونه کړي .که د غه ملګرتیا تحقق ومومي ،خلک ،به صالح او نیکمرغه شي او دیوه لوري د تنګ نظرۍ او تیروتنې په بڼه کې ټولنه له اختلاف او اړۍګړۍ سره مخامخ کیږي او ستمګر واکوالان به پرخلکو واکمن شي . (دا دامام علی علیه السلام په نهج البلاغه کې د ۲۱۶خطبې یوه برخه ده )
اسلامی حکومت باید دملت ګټې له کوم توپير پرته په نظر کې ونیسي . له ملت سره دحکومت قانونی اویوشان چلند ، په هغو حقوقو کې شامل دي چې امام علی علیه السلام ورته ډير زیات پابنده دی . دامام علی په مکتب کې هیڅوک پر بل شرافت او فضیلت نه لري ،مګر داچې تقوا او الهي اطاعت ولرل شي . هغه بزرګوار پخپل حکومتي منشور کې مالک اشتر ته د مساوات د اصل د رعایتولو په سپارښتنې سره هغه پرخلکو دبرلاسه کونې او له خلاف ورزیو منع کوي اوفرمائي:، باید خلک له حقوقو اوقانونه دبرخمنیدا په اندازې کې دتاپه نظر کې یو شان وي .:
دوی په یوه بل ځاي کې د مساوات پر رعایتولو ټينګار کوي چې حکومت ته ځیني نزدې کسان یا خپل خپلوان سفارش کوي چې ، دسلام او اشارې او دنظر او لیدتوګې پشمول خلکو ته پخپلې کتنې کې مساوات رعایت کړې ،څو قدرتمند او بانفوذه کسان دتمې او ظلم په مرحلې کې پر تا اغیزې ونه کړي او کمزوري ا و بې وسه پرګنه دتاسو له عدالته نهیلي نه شي .

Add new comment