دمور اوپلار خدمت کول(۰۲)

خداوندمتعال په قرآن کریم کې څه دپاسه ۲۳ځله په ډاګه او یا ضمنا انسانان له خپل مور اوپلار سره نیکئ ته بللي دي . داسراسورې په ۲۳آیت کې خداي پاک فرمائي :، له موراو پلار ته ډيره کمه سپکه خبره هم ونه کړئ.: په عربی ژبه کې په دغه آیت کې خورا کم سپکاوي په باب چې ک

خداوندمتعال په قرآن کریم کې څه دپاسه ۲۳ځله په ډاګه او یا ضمنا انسانان له خپل مور اوپلار سره نیکئ ته بللي دي . داسراسورې په ۲۳آیت کې خداي پاک فرمائي :، له موراو پلار ته ډيره کمه سپکه خبره هم ونه کړئ.: په عربی ژبه کې په دغه آیت کې خورا کم سپکاوي په باب چې کوم عربی ټکی کارول شوی دی :اُف : دی ،یعني دبې پروائۍ او رټلو د خورا کم حد په معنا دی ..
له حضرت امام صادق علیه السلام څخه په نقل شوي یوه حدیث کې هم لولو ،که له : اُف : ټکی هم کوم لاوړوکی ټکی وائ ، نو خداي پاک به هغه هم نهي کاوه ،او دا ټکی دمور او پلار په نسبت لږترلږه دبې احترامۍ او مخالفت په لیکه کې راڅي . د اسلام ګران پیغمبر دیوه کس په ځواب کې چې دمورپلار دحقوقوپه باب ئې پوښتنه کړې وه ، وفرمائيل :، موراو پلار دتاجنت او جهنم دي ، جنت دهغوي په رضایَت کې او جهنم هم د هغوي دغوسې له امله دی . : دوي همداراز په یوه بل حدیث کې فرمائي:، ویریږئ له دې چې خپل موراوپلار خپه کړئ او وئې کړوائ ، ځکه دجنت بوئ له پنځه سوه کاله لیرې احساسیږي ، خو هیڅکله به ئې هم هغه کسان چې مور او پلار ئې کړولي وي دغه بوئ احساس نه کړي .. دغه حدیث دې مطلب ته اشاره کوي چې دغه شان کسان نه یوازې جنت ته نشي داخلیدلی ،بلکې له ډير لیرې هم پرې دجنت بوئ نه لګیږي او نه یوازې ورنزدې کیدلی نشي ،بلکې دجنت خوښ بوئ به هم چې ټوله فضا معطره کوي ، احساس نه کړي
له مورپلار سره دښه چلند دآثارو په باب ډير حدیثونه وارد شوي دي . په هغوکې په یوه حدیث کې داسلام ګران پیغمبرحضرت محمد مصطفی (ص) خپلو پیروکارو ته په سپارښتنې کې ټینګار کوي :، هرڅوک غواړي زیات عمر او روزي زیاته ولري او ژوند ئې ښه شي او له خپل ژونده خوند واخلي او د هغه بچیان ئې احترام وکړي ، باید له خپل مور پلار سره نیکي او احسان وکړي ،ځکه چې دغه عمل ، دخداي پاک د اطاعت یوه برخه ده .: هغه بزرګوار همداراز فرمائي :،حتی هغه کسان چې فاسد اوناکاره هم دي ،خو له موراو پلار سره محترم چلند کوي ، له مورپلار سره دنیکئ له امله به په دې دنیا کې له ښو امکاناتو برخمن شي : حضرت امام محمدباقر علیه السلام هم فرمائي :،له مور او پلار سره نیکي او احسان کول له انسانه دمرګ په شان اویا ډوله بد مرګونه او بې وزلي او کړاؤنه لیرې کوي

Add new comment