د آسمانی دینونو توهین کولو بندیز او مخنیوې لپاره د قانون جوړولو ضرورت

د اینا اسلامی نړیواله خبرونو نه په نقل، د اردن استازی «فاتن خلیفات»، په دغه غونډه کښې چې د اسلامی مرسته سازمان غړی هیوادنو یوون سره پیل شوه خپل تقریر کښې د پارلمانانو نه غوښتنه وکړه چې د آسمانی دینونو او د پیغمبرانو توهین کولو بندیز او مخنیوی لپاره دې قان

(ټی وی شیعه)قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اینا اسلامی نړیواله خبرونو نه په نقل، د اردن استازی «فاتن خلیفات»، په دغه غونډه کښې چې د اسلامی مرسته سازمان غړی هیوادنو یوون سره پیل شوه خپل تقریر کښې د پارلمانانو نه غوښتنه وکړه چې د آسمانی دینونو او د پیغمبرانو توهین کولو بندیز او مخنیوی لپاره دې قانون جوړ کړی او د پیغمبر صلی الله علیه و آله توهین محکوم کولو بیانیه دې صادر کړی.
هغه زیاته کړه: د مخالفانو له اړخه د پیغمبر صلی الله علیه و آله مقدس ذات څوځله توهین ؤ شو چې دا د بیان ازادی نه ده او مونږ مسلمانان د دې توهین او بې حرمتی په حقله نه باید چپ پاتې شو بلکې د نړۍ ټولو سازمانونو باندې او نړیواله حقوقی او قانونی سازمانونو باندې واجب دې چې دارنګه بې حرمتی محکوم کولو او توهین کوونکو ته سزا ورکولو لپاره قانون جوړ کړی.
د اردن غړی په دې غونډه کښې وویل: هغه ډېر ستونزې چې اسلامی ټولنه ورسره مخامخ ده په ریښتونې حل کولو لپاره دین او عدالت ته ګرځېدلو ته اړتیا لری او مونږ په کار دې د خبرو او شعار ورکولو په ځې عملی اقدام وکړو.
هغه همدارنګه د اسلامی نړۍ او عرب سېمې ښځو ستونزو ته او بیا د افریقا، فلسطین او شام ښځو ته چې د جنګ، غریبی، ترهګری او بریدو په سبب مختلفو ستونزو سره مخامخ دی اشاره وکړه او وې ویل: ښځو سره تاوتریخوالی د عربو یا د اسلام ښکارندویه نه ده بلکې له دې نه څو چنده زیات او وېرندوکې پېښی پرمختللی هیوادونو کښې هم لیدلې کېږی.
خلیفات څرګنده کړه: په ښځو باندې ظلم د جنګ په وخت له نورو نه زیات لیدلی کېږی، په دې اړه دی اسلامی هیوادونه دې یو قانون جوړ کړی او عدالت کښې دې د ښځو حقوقو ضروری وګرځه وی او په هغې دې ټینګ ولاړ وی.

Add new comment