د حضرت محمد(ص)په شان کې ګستاخي په لودیځ کې د اخلاقي ځوړتیا نښه ده

دجمعې لمانځه موقتي خطیب آیت ا... محمد علی موحدي کرماني نن دخپلو خطبوپه دوام کې داسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) په شان کې دفرانسې دشارلی ابدو خپرونې دسپک اقدام په محکوم کولو سره ټينګار وکړ دغه خباثتونه د لودیځوالو د آزادۍ او دیموکراسۍ او دنورو د حق

دجمعې لمانځه موقتي خطیب آیت ا... محمد علی موحدي کرماني نن دخپلو خطبوپه دوام کې داسلام دګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) په شان کې دفرانسې دشارلی ابدو خپرونې دسپک اقدام په محکوم کولو سره ټينګار وکړ دغه خباثتونه د لودیځوالو د آزادۍ او دیموکراسۍ او دنورو د حقوقو د رعایتولو په باب له دروغجنو شعارونو سره په تضاد کې دي .
دتهران دجمعې لمانځه خطیب په امریکا او اروپائي هیوادونو کې داسلام له نفوذ اوپراختیا څخه دلودیځي چارواکو ویرې ددغه بهیر دمخنیوي لپاره دهغو هڅې ته په اشارې سره روښآنه کړه ، داسلام دګران پیغمبر په شان کې دلودیځي رسنیو ګستاخي او سپک اقدام په لودیځ کې دجهالت او داخلاقي ځوړتیاؤ نښه ده .
آیت ا... موحدي کرماني په فرانسې کې دوروستیو ترهه ګرو اقداماتو په محکومیت کې په لودیځ کې وروسیتو مظاهرو په باب هم وویل ، ددغو هیوادونو واکوالان اوخلک په داسې حال کې ترهه ګري محکومه کوي چې د داعش ترهه ګرې ډلې پشمول زیاتره ترهه ګر چې په عراق او سورئې کې دډيرو زیاتو جنایتونو اوورانکاریو عامل دي ، دهمدغو واکوالانو او حکومتونو له خوا ئې ملاتړ کیږي . هغه ددې خبرې په کولو سره چې له اسلام سره د دنړیوال استکبار دښمني په بشپړ ډول ښکاره ده ، مسلمانانو ته خبر داری ورکړ اسلامی نړۍ ددښمنانو ددسیسو په وړاندې دې دخپل وحدت او یووالی په ساتلو سره هوښیار اوځير ووسي او داسلامی سپڅلتیاؤ په ضد دهغوي دسپيرو اوسپکو اقداماتو دتکراریدو دمخنیوي لپاره دې کومه لاره چاره ولټوي .
آیت ا... موحدي کرماني همدرااز دایران دایټمي مرکچي ټیم په ملاتړ سره وویل ، دایران ایټمی مرکچي ټيم باید هیره نه کړي چې دایران له ملت سره داستکبار دښمني ختمه شوې نه ده پر ډې اساس باید په هوښیارۍ او دمقابل لوري په بشپړ پيژندګلوۍ سر ه دې د هغه دښمن له لاسه دبندیز حربه وباسي چې هیڅکله هم باؤر وړ نه دی .
دتهران دجمعې لمانځه خطیب ټینګار کړی دامریکا ئي چارواکو غیر منطقي کړنې او هغه دباؤنه چې پر ایران ددغه هیواد له خوا واردیږي ، هیڅکله به دایران ملت اواسلامی جمهوری نظام دهغوي زیات غوښتنو ته تسلیم نه کړي . هغه په نړیوالو بازارونو کې دتیلو دبیّو کمیدا ته پّ اشارې سره وویل دښمنان له دې لارې غواړي ایران ته تاوان ورسوي خو په اوسنیو شرائطو کې د مقاومتی اقتصاد اهیمّت معلومیږي ددې په ترڅ کې چې دایران اسلامی جمهوریت هم باید په تیلو تکیه کول کمه کړي او له خپلو نورو ډيرو ظرفیتونو څخه په استفادې سره دپراختیا لارې ته دوام ورکړي او په هیڅ ډول شرائطو کې داستکبار دسیسو او پلانونو ته تسلیم نه شي .

Add new comment