د داعش رازونه (2)

یوهغه مورد چې په عراق او سورئې کې له داعش او او نورو ترهه ګرو ډلو سره دمبارزې په باب دلودیځي حکومتونو دروغ نندارې ته وړاندې کوي ، دیوه امریکائي خبریال جیمز فولي د داعشي قاتل یوازې دهغه د غږ له لارې پیژندل دي . دجیمز فولي دسر غوڅولو د ویډیوئي فلم له خپریدو

یوهغه مورد چې په عراق او سورئې کې له داعش او او نورو ترهه ګرو ډلو سره دمبارزې په باب دلودیځي حکومتونو دروغ نندارې ته وړاندې کوي ، دیوه امریکائي خبریال جیمز فولي د داعشي قاتل یوازې دهغه د غږ له لارې پیژندل دي . دجیمز فولي دسر غوڅولو د ویډیوئي فلم له خپریدو او دهغه دقاتل له خبرو وروسته د انګلستان ورځپاڼو لیکلی دي ، دجمیز فولي قاتل د لندن اوسیدونکی یو انګریز ښاریز دی چې په یوې افراطي ټولګې کې له روزنې وروسته سورئې ته لیږل شوی دی . د داعش د غړي د دغه ا نګریز ترهه ګر نامه ؛ جان : ده او دبی بی سی د راپورپه اساس له داعش سره داړونده کسانو دیوې ډلې قومانداني کوي چې دڅو ښځو پشمول ئې شل لودیځوال تښتولي دي . انګریز لومړی وزیر ډیويډ کامرون د جیمز فولي دسرغوڅيدو دفلم او دانګلستان دپلازمینې په لهجې سره د دغه جنایت دعامل له خبرو آوریدو وروسته ومنله چې احتمالا د جیمزفولی قاتل انګریز دی .
آیا لویدیځي حکومتونه او رسنئ ، د داعش بهرني وګړي دهغوي دغږ له لارې پيژندلی شي، دمنلو وړ ده چې له غږه دنورو له لسګونو نښو نښانو په وسیله نه شي توانیدلی د داعش لودیځوال ښآریز وګړي او عراق او سورئې ته تګ راتګ کونکي وڅاري ؟
په عراق او سورئې کې دلودیځي حکومتونو سیاست دترهه ګرو ډلو د پیاوړتیا لامل شوی دی . سره له دې چې لودیځوالو ویلی دي له داعشه ملاتړ نه کوي ،خو د هغوي مرستې هماغه شان ددغې ترهه ګرې ډلې جنایتکارو لاسونو ته رسیږي . دغه مرستې د عربستان ،ترکیې قطر او د څو لودیځي هیوادونو په څیر دځينو هیوادونو له خوا دروزنیزو ، اطلاعاتي ،لوجیسټیکي ، وسله وال او مالي ملاتړونو په چوکاټ کې تامنیږي . نوي راپورونه ښئ د داعش تکفیری بعثي ترهه ګرو دفعالیتونو په باب دنه خبریدو په هکله د واشنګټن دچارواکو له اداعاګانو سره سره سي آئي اې دوه کاله مخکې په اردن کې په ځینو کیمپونو کې دغو ځواکونو ته ټرینینګ ورکړی .
د امریکا د ویټرنز ټوډې خپرونې مسئول چلونکی ګورډن ډاف باوري دی چې امریکایان د موصل په لور دتکفیری ترهه ګرو له خوځښته خبر وو. امریکایان ښّه پوهیږي چې د دغې ډلې وسلې له کوم ځایه تامینیږي . دغه وسلې دسعودیانو په وسیله له عقبه خلیجه اردن ته رسول کیږي او بلوه ګر اوحنایتکار ترهه ګر هم په پراخ ډول په دغو وسلو سنبالیږي او د اسرائيلو د جعلی رژیم له خوا دغو سیمو ته منتقلیږي .
دامریکا دپخوانۍ خارجه وزیرې هیلری کلنټن د خاطراتو په کتاب کې په ښه توګه له داعشه دامریکا دملاتړ سندونه موندلی شو . هغې د خپلو خاطراتو په کتاب کې منلې ده چې : مونږ داعش دمینځنی ختیځ د ویشلو لپاره رامینځةکړې : . همداراز ددغه کتاب په یوه بل ځاي کې لیکي ، ټاکل شوې وه مونږد ۲۰۱۳کال دجولائي په پنځمه نیټه له خپلو اروپائي دوستانو سره په یوې غونډې کې : اسلامی حکومت : په رسمیّت وپيژنو. ما ۱۱۲هیوادونوته سفرونه وکړل څو داسلامی حکومت له جوړیدو سملاسي وروسته د دغه حکومت د په رسمیّت پيژندنې په هکله له خپلو ځينو دوستانو سره موافقه او دامریکا د رول توضیح ورکړم . همداراز دامریکا دملی امنیت دادارې پخواني ټیکدار ایډورډ سنوډن هم په دې باب وائي،دامریکا ، انګلستان او صهونیسټ رژيم استخباراتي ادارو د داعش د عراق او شام داسلامی حکومت په نامې د ډلې په رامینځةکولو کې غوره رول درلود او د :غونبسو د ځّالې؛ په نامې سره په عملیاتو کې ئې داعش ډله جوړه کړه . هغه دایشوا کړائ شویو سندونو په اساس باوري دی داعش ډله داسرائیلو څخه دملاتړ لپاره جوړه شوې او دغونبسو دځالې په نامه دعملیاتو موخه په اسلامی شعارونو سره دهغې ډلې جوړیدا ده چې له درستې نړۍ سرزوري جذب کړي او دتکفیری لیدتوګو اوتفکراتو په اساس خپلې وسلې داسرائیلو دموجودیَت د مخالفو هیوادونو په لور اوږدې کړي
دوستانو ددغه مطلب وخت همدومره ؤ ددغې لړۍ دبحثونو اوپيښو د ورپسې بل مطلب پورې تاسو په نیاؤمن خداي سپارو ،ا... مو مل او ملګری .

Add new comment