د غدير په خطبه کښې د ولايت معنې

د غدير واقعه يوازې يوه تاريخي پېښه نۀ د ه چې د نورو پېښو تر څنګه ورته نظر وکړو بلکې غدير يو داسې تفکر دے او داسې نښانه او راز دے چې د نبوت د لارې د دوام بيانوونکے دے. غدير د امامت له مخکښانو سره د رسالت د کاروان د يوځاے کېدو نقطه ده او غدير ته همدا اهميت

د غدير واقعه يوازې يوه تاريخي پېښه نۀ د ه چې د نورو پېښو تر څنګه ورته نظر وکړو بلکې غدير يو داسې تفکر دے او داسې نښانه او راز دے چې د نبوت د لارې د دوام بيانوونکے دے. غدير  د امامت له مخکښانو سره د رسالت د کاروان د يوځاے کېدو نقطه ده او غدير ته همدا اهميت ورکونه رسالت ته اهميت ورکونه ده. قران شريف د سورۀ مائدې په دريم مبارک آيت کښې دغه ورځ د دين د اکمال او بشپړه کېدو او د خداے پاک د خوښۍ او رضامندۍ ورځ بللې ده.
د خداے ګران پېغمبر (ص) د هجرت په لسم کال د ذي الحجې يا لوے اختر د مياشتې په اتلسه نېټه له جَجَت الوداع څخه د ستنېدو په موقع د غدير په نامه يو ځاے کښې مسلمانان راغونډ کړل او د مسلمانانو چې شمېر يې د اتيا زرو او يوسل او شلو زرو ترمېنځ بيان شوے دے په دغه ستره غونډه کښې يې د يوې ګېنټې خطبه وفرمائله چې د ټولو ارزښتناکو او برخليک ټاکونکو کلماتو ترمېنځ دا مشهوره جمله چې ((زۀ د چا مولا يم دا علي د هغۀ مولا دے)) د تاريخ او مسلمانانو په غوږو کښې پاتې شوه.
د غدير خم واقعه نۀ يوازې په مشهورو شيعه سرچينو کښې نقل شوې ده، بلکې په معتبرو سني سرچينو کښې هم د بخاري،ثعلبي شافعي، ذهبي،ابن حجر عسقلاني او ابن اثير جزري په شان د زياتو سترو سني عالمانو لخوا  ذکر شوې ده. د دې باوجود ځينې سني عالمان عقيده لري چې په دغه خطبه کښې د خداے د ګران رسول (ص) د خليفه او جانشين په توګه د حضرت امام علي (ع) د مقررولو لپاره څه دليل نشته. هغوي باوري دي چې ((زۀ د چا مولا يم دا علي د هغۀ مولا دے)) جمله کښې د ((مولا)) له کلمې څخه د خداے د ګران رسول (ص) مراد ولايت او سرپرستي نۀ ده بلکې دا جمله يوازې له حضرت امام علي (ع) سره د مينې او دوستۍ په لازموالي باندې تاکيد دے.
په مقابل کښې شيعه مسلمانان دا عقيده لري چې په زياتو عقلي او نقلي دلائلو سره په دغه مبارک حديث کښې د مولا کلمه د مومنانوله سرپرستۍ او ولايت او د خداے د ګران رسول (ص) له جانشينۍ او ځاے ناستي توبه پرته بله څه معنا  نۀ لري.
د دغې پېښې د رامنځته کېدو او د دغه پېغام د اعلانولو بڼه او شکل د مخالفانو د ادعا په ردولو باندې يو ښۀ ګواه دے. د اسلام قدرمن پېغمبر (ص) اعلان کوي چې دا د هغه حضرت آخري حج دے او د پلاو په لېږلو سره د نورو ښارونو مسلمانان هم خبروي چې ورسره ملګرتيا وکړي. د غدير په نامه سيمه کښې له دې  مخکې چې د خپلوښارونو په لوري د حاجيانو لارې له يوبله جدا شي د اودرېدو او غونډې کولو حکم ورکړے کيږي. د هغې سيمې په سختې تاودې او سوزوونکې هوا کښې مخکې تللې کسان راستنه کوي چې په غونډه کښې حاضر شي او پېغام واوري. په داسې حال کښې سړي،ښځې، بوډاګان او ځوانان د خداے د ګران رسول (ص) له رحلته مخکې د هغه حضرت د وروستي حج  په موقع
د خطبې اورېدو منتظر دي. آيا دا خبره عقل مني چې د خداے ګران رسول (ص) په داسې حالاتو کښې تقريباً تر يوې ګېنټې پورې د امام علي (ع) فضائل بيان کړي دې لپاره چې خلق له هغۀ سره مينه وکړي؟ په مسلمه توګه خبره داسې نۀ ده. د خداے ګران رسول (ص) په داسې حالاتو کښې د امت د راتلونکي د لارې نقشه بيان کړه چې د هغه حضرت له رحلته وروسته د اسلامي امت ترمېنځ د هدايت پرچم رپېدلې پاتې شي.
د سورۀ مائدې د اوۀ شپېتم مبارک آيت له مخې خداے پاک په دغه ورځ خپل پېغمبر (ص) ته فرمائي: ((اے رسوله! هغه څه چې په تا مو نازل کړي دي خلقو ته ورسوه او که دا کار دې ونۀ کړ نو خپل رسالت دې نۀ دے ترسره کړے او خداے به دې د خلقو له زيانه په حفاظت کښې وساتي..)) د مبارک آيت محتوا ښودنه کوي چې بايد يوه مهمه چاره اعلان شي چې د هغې له ابلاغولو پرته د خداے د ګران رسول (ص) رسالت نۀ دے ترسره شوے او ورسره ورسره دا ضرورت د ے چې د هغې له اعلانه وروسته خپل قدرمن پېغمبر (ص) د بدخواهانو له شره محفوظ وساتي. په مسلمه توګه دغه مهمه چاره د مخالفانو د ادعا په اپوټه به يوازې  د پېغمبر اکرم (ص) له يو نامتو ملګري او اصحابي سره دوستي او مينه نۀ وي او مسئله د اسلام له برخليک سره  تعلق ولري.
د خداے ګران رسول (ص) د خداے پاک له حمد او ثنا وروسته خلقو ته وېنا کوي او ترې پوښتنه کوي: ((آيا زۀ په تاسو باندې خپله ستاسو په نسبت زيات د اختيار خاوند نۀ يم؟ او د حاضرينو له تائيده وروسته بې له څه ځنډه فرمائي: ((بس زۀ چې د چا مولا يم دا علي د هغۀ مولا دے)). په حقيقت کښې د خداے ګران رسول (ص) په خلقوباندې په خپل ولايت او سرپرستۍ باندې په تاکيد سره د امام علي (ع) ولايت مطرح کړ. نو ځکه دا نۀ شوو ويلې چې په وړومبۍ جمله کښې ((مولا)) د سرپرستۍ او د اختيار د خاوند په معنا ده خو په ورپسې جمله کښې د دوستۍ او مينې په معنا ده ځکه چې دا خبره په کامله توګه د فصاحت په خلاف ده.
په دغه خطبه کښې  نور قرائن هم شته چې د حقيقت د لټوونکو لپاره د مولا د معنې حقيقت روښانه کړي. د خداے ګران رسول (ص) د همدغې خطبې  په بل يو ځاے کښې د امير المومنين حضرت علي (ع) ولايت د حضرت هارون(ع) له ولايت سره تشبيه کوي او فرمائي: ((جبرائيل په ما باندې درې ځل نازل شو او زۀ يې مامور کړم چې په دې غونډه کښې پاڅم او ټولو سپينو او تور ته اعلان کړم چې علي بن ابيطالب زما ورور، وصي او په امت کښې له ما نه وروسته زما جانشين دے. له ماسره  د دۀ نسبت له موسی سره د هارون د نسبت په څېر دے بې له دې چې له ما نه پس بل پېغمبرنشته.اوهغه له خداے او رسول (ص) نه وروسته ستاسو د اختيار خاوند دے.)) په زړۀ پورې دا چې په دې پوه شوو چې د قران شريف د مبارکو آيتونو له مخې حضرت هارون (ع) د حضرت موسی(ع) ورور،وصي،وزير او د هغۀ د نبوت په چاره کښې شريک ؤ او د حضرت موسی (ع) په غېر موجودګۍ کښې د هغۀ جانشين او د امت د اختيار خاوند ؤ.
د خطبې له ختمېدو وروسته د خداے ګران رسول (ص) له خلقوتائيد وغوښت. د خلقو اواز اوچت شو چې: ((واموورېدل او په خپلو ځانونو زړونو، ژبو او لاسونو سره   د خداے او رسول (ص) د فرمان اطاعت کوو.)) بيا ټول د خداے له ګران رسول (ص) او حضرت علي نه چاپېره راغونډ شول او د بيعت لپاره له يو بل نه مخکې شول او اميرالمومنين علي (ع) ته يې مبارکي وويله. په داسې حال کښې چې که د خداے د ګران رسول (ص)  له جانشينۍ نه پرته څه بله موضوع مطرح وې نو مبارکۍ ويلو ته څه ضرورت نۀ  ؤ. ستر سني عالم ابو حامد محمد غزالي په دې حقله وائي: ((د غدير خم په ورځ د خطبې د متن د اورېدو لپاره چې د ټولو په ګټه وه ټول راغونډ شول. (په هغه خطبه کښې) د خداے ګران رسو ل (ص) فرمائي: (( زۀ چې د چا مولا يم دا علي د هغۀ مولا دے)) همدلته وه چې دويم خليفه حضرت علي ته وويل: ((اے اباالحسنه! مبارک شه مبارک شه چې له دې وروسته تۀ زما او هر مومن او مومنې مولا شوې.))
امام غزالي دوام ورکوي: ((د دويم خليفه دا وېنا په حقيقت کښې د امر، رضايت او تحکيم په وړاندې تسلمېدل وو. خوله دې  وروسته وو چې له واکمنۍ او مشرۍ سره د مينې لپاره هوا او هوس په هغۀ باندې غلبه وکړه او د خلافت واګې يې په لاسو کښې واخېستې د هېوادونو د فتح کولو لپاره د هوا او هوس په ساډوبۍ، د نېزو په چلېدو او د اسونو، عسکرو او لښکرو په شور و غوغا کښې لوظونه، معاهدې او تړونونه هېر کړې شول.))
محمد بن طلحه شافعي هم چې په اومه هجري پېړۍ کښې ستر سني عالم ؤ ليکي: ((د غدير د حديث معنا دا ده چې د هر هغه کس لپاره زۀ يعنې پېغمبر په هغۀ باندې اولی،د هغۀ د اختيار خاوند،  مددګار، وارث، ملاتړے او پوخ دوست يم نو علي هم د هغۀ لپاره همداسې دے... او د غدير له حديث نه مراد له امام علي (ع) څخه خاص اطاعت دے او معنا يې دا ده چې د هغه کس لپاره چې زۀ پرې خپله له هغۀ نه زيات حق لرم له دې وروسته علي ورباندې زيات حق لري.))
هم هغه ډول چې ګوروو ځينو سترو سني عالمانو هم له مولا څخه د اختيار خاوند او سرپرست معنا اخېستې ده نۀ د دوست او مرسته کوونکي.
يو هغه قرائن چې دا خبره ثابتوي چې ((زۀ د چا مولا يم داعلي د هغۀ مولا دے)) له جملې څخه د خداے د ګران رسول (ص) مراد د هغه حضرت امامت او ولايت دے د خداے د ګران رسول (ص) لخوا د خداے پاک د پېغام له ابلاغولو وروسته د اکمال د مبارک آيت نازېلېدل دي. خداے پاک د قران شريف د سورۀ مائده په دريم مبارک آيت کښې فرمائي: ((نن مې ستاسو دين ستاسولپاره بشپړه او خپل نعمتونه مې په تاسو تمام کړل او اسلام مې ستاسو د همېشني دين په توګه غوره کړ.))
په يقين سره له اميرالمومنين علي (ع) سره د مينې او دوستۍ اعلان د خداے پاک د دين د تکميلېدو او د هغۀ د نعمتونو د اتمام لقب نۀ شي اخېستې. له  دې نه علاوه د خداے قدرمن پېغمبر (ص) په خپل له برکت نه په ډک ژوند کښې په ځلونو د امام علي (ع) فضائل بيان کړي او له هغۀ سره په مينه او دوستۍ يې تاکيد کړے ؤ او دا مسئله څه نوے څيز نۀ ؤ چې څوک ترې بې خبره وي او اعلان يې داسې يو ځاے ولري.
حضرت امام علي (ع) په ځلونو د غدير په مسئله احتجاج او استناد کړے او د خلقو په موجودګۍ کښې يې په ولايت او خلافت کښې د خپل حق د غصب کېدو شکايت کړے دے. په مسند احمد بن حنبل کښې راغلي دي: حضرت علي (ع) خلق راغونډ کړل او وې فرمايل: تاسو ته په خداے قسم درکوم، هر هغه مسلمان کس چې غدير خم يې ياد دے او په دغه ورځ يې د خداے له ګران رسول (ص) څخه وېنا اورېدلې ده له خپل ځايه دې پاڅي او ګواهي دې ورکړي. ډېرو کسانو ګواهي  ورکړه او وې ويل چې هغه وخت چې د خداے ګران رسول (ص) د اميرالمومنين علي (ع) لاس په خپل مبارک لاس کښې ونيوۀ او خلقو ته يې وفرمايل: (د هر چا چې زۀ  مولا يم نو دا علي د هغۀ مولا دے.)) د دې باوجود چې د خداے د ګران رسول (ص) وېنا واورېده او تائيد يې کړه خو د نفساني او سياسي اغراضو په  دليل يې هغه له خپل الهي حق او د اسلامي امت د هغۀ له هدايت کونې او ولايت څخه بې برخې کړ. نو په داسې حال کښې آيا په تاريخ کښې د حضرت علي (ع) له مظلوميت څخه لا زيات مظلوميت موندې شوو؟
خپل دا مطلب د خداے د ګران رسول (ص) په يوې وېنا سره ختموو. هغه حضرت وفرمايل: ((د غدير خم ورځ زما د امت ترټولو لوے اختر دے،هغه ورځ چې  خداے پاک ما ته حکم وکړ چې خپل ورور او د ابوطالب زوے د خپل امت لپاره د هدايت د بېرغ په توګه وټاکم چې له ما نه وروسته به د هغۀ په ذريعې سره لارښونه او هدايت شي. د غديرخم ورځ هغه ورځ ده چې خداے پاک د خلقو لپاره  په دغه ورځ خپل دين کامل کړ او زما په امت يې خپل نعمتونه تمام کړل او د خلقو لپاره يې اسلام د دين په توګه غوره کړ.))

Add new comment