د پاکستان سیاسي کړکیچ

د پاکستان د سیاسي لانجې آثار او شواهد ښودنه کوي چې ممکنه ده دغه اوږده کشاله ښايي په دوه دریو ورځو کښې ختمه شي. خو هیڅ معلومه نه ده چې دا کار به له سوله ایزې لارې وشي او که د تشدد او تاوتریخوالي له لارې به بڼه ونیسي. د حکومت او د عمران خان په مشرۍ تحریک ان

د پاکستان د سیاسي لانجې آثار او شواهد ښودنه کوي چې ممکنه ده دغه اوږده کشاله ښايي په دوه دریو ورځو کښې ختمه شي. خو هیڅ معلومه نه ده چې دا کار به له سوله ایزې لارې وشي او که د تشدد او تاوتریخوالي له لارې به بڼه ونیسي.
د حکومت او د عمران خان په مشرۍ تحریک انصاف ګوند ترمینځ د مذاکراتو پروسه چې بنده شوې وه، یو ځل بیا پیل شوه او څلورم پړاو یې پرون د حکومت او تحریک انصاف ګوند د ټیمونو ترمینځ ترسره شو چې بې له نتیجې پاې ته ورسید او وټاکله شوه چې نن د دغو خبرواترو پنځمه مرحله ترسره شي چې عمران خان هم تیره شپه په اسلام آباد کښې د خپلو پلویانو په ټول کښې په دې اړه وویل چې نن به له حکومت سره د خبرواترو وروستۍ پړاو ترسره شي. هغه همداشان زیاته کړه چې نوازشریف ته پکار وه چې تراوسه یې استعفا ورکړې وې خو دا کار یې ونه کړ او اوس به د تحریک انصاف راتلونکی پروګرام د دغه ګوند په غونډه کښې وټاکل شي او نن شپه به یې اعلان کړي.
له بلې خوا د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند او د طاهرالقادري په مشرۍ د عوامي تحریک ګوند پلوي اعتراض کونکو د پاکستان د سترې محکمې حکم نه دی منلی او خپلې پرلتۍ او اعتراضي ناستې یې له شاهراه دستور څخه بل ځايې ته نه دي منتقل کړې. د ویلو ده چې د پاکستان سترې محکمې دوه ورځې مخکښې د شاهراه دستور د خالي کولو حکم په دې وجه ورکړی و چې دغه شاهراه  سترې محکمې  ته د دغه ارګان د مسئولانو او نورو حکومتي چارواکو او نورو خلکو د تګ لاره ده.
آخوا د طاهرالقادري ۴۸ ساعتي الټي میټم هم بیګا له پاې ته رسي. اوس پکار دي وګورو چې طاهرالقادري په څه کوي؟ دوي ګواښ کړی و چې که نواز شریف تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو پورې استعفا ورنکړي نو یا خو به دی کفن واغوندي او یا به د نوازشریف د حکومت کار تمام کړي او فاینل او نهايي اقدام به وکړي. د ویلو ده چې په دې څه باندې څوارلسو ورځو کښې چې عمران خان او طاهرالقادري د خپلو پلویانو په ملتیا اعتراضي ناسته پيل کړې ده، د نوازشریف د استعفا لپاره داشان الټي میټمز څوڅو ځلې ورکړې شول. په تیره بیا د عمران خان لخوا داسې ګواښونه ډیر وشول چې تراوسه یې هیڅ ګټه نه ده کړې.
له بلې خوا دواړه خواوې تر سخت رواني او نفسیاتي دباو لاندې دي ځکه چې په ډګر کښې د خپلو پلویانو ساتل ورته ورځ په ورځ ګرانیږي. البته د طاهر القادري پلویان په خپل ځاې کلک ولاړ دي خو د عمران خان ملګري دومره کلک او هوډمن نه ښکاري او شمیر یې هم کم شوی دی. په تیره بیا دا چې د پاکستان په پارلیمان کښې د تحریک انصاف لسو غړو د استعفا ورکولو لپاره د عمران خان حکم نه دی منلی. په دغو لسو کسانو کښې یو ګلزار خان دی چې په دې اړه یې ویلي: اول خو د استعفا په هکله له مونږ سره هیڅ سلامشوره نه ده شوې او دویمه دا چې که خبره د استعفا وي نو وړومبی دې په خیبرپښتونخوا صوبه کښې د تحریک انصاف صوبايي وزیر استعفا ورکړي.
دا ډول پيښو عمران خان بلآخره له حکومت سره خبرواترو ته اړباسه چې له دې مخکښې یې له حکومت سره خبرواترو ته غاړه نه کښیښودله. اوس چې نن د حکومت او تحریک انصاف ترمینځ د مذاکراتو پنځم پړاو ترسره کیږي، پکار دي وګورو چې آیا عمران خان منی چې د درغلۍ په اړه تر بشپړو تحقیقاتو پورې چې د پاکستان د سترې محکمې لخوا د قضايي کمیشن په لاس به وشي، پریږدي چې نوازشریف د وزیراعظم په توګه باقي پاتې شي او که نه؟ او د پنځم پړاو خبرواترو د نه کامیابیدو په بڼه کښې به څه وشي او دا کړکیچ به څنګه ختم شي.
تهران راډیو په دې هکله د ټیلیفون له لارې د پاکستان د مشهور حقوق پوه ښاغلي لطیف آفریدي نظر وپوښته چې دوي راته په ځواب کښې وویل: دې ټکي ته په پام سره چې ټول سیاسي او مذهبي ګوندونه او د هیواد زیاتره خلک د ډیموکراسۍ په ضد د غیرقانوني اقدام خلاف دي او غواړي چې هر بدلون چې رامینځته شي پکار دي د قانون له لارې وي، وړومبۍ دې څیړنې وشي او د سترې محکمې د تحقیقاتو په نتیجه کښې هر هغه څه چې باید وي، بڼه ونیسي. هغه همداشان زیاته کړه: که دواړه معترض ګوندونه قانون ته غاړه کښیږ نه دي نو زیات احتمال شته چې تر راتلونکو دوه یا دریو ورځو کښې ورسره سخت چلند وشي او په زوره به له اسلام آباده وباسل شي چې د هغه په وینا ښايي وهل ډبول هم پکښې وشي او مرګ ژوبله هم ولري.
د حکومت په خلاف د پوځي اقدام په اړه هم ښاغلي افریدي وویل چې اول خو په دې لړ کښې امریکا د پوځ ترڅنګ نه ده ځکه چې د نوازشریف د حکومت ملاتړ کوي او ترڅو پورې چې امریکا نه وي پوځ د حکومت په خلاف اقدام نه کوي، دویمه دا چې هیواد له اقتصادي او امنیتي نظره ډیر بد حالت لري او په شمالي وزیرستان کښې د طالبانو په خلاف عملیات روان دي چې په داشان شرایطو کښې پوځ نه غواړي په دغو لانجو کښې ښکیل شي او دریمه خبره دا چې نوازشریف هم له پوځ سره خپل واټن کم کړی دی د پوځ په زړه کښې یې ځاې کړی دی.
د لطیف آفریدي دې څرګندونو او د پاکستان میداني حقایقو ته په پام سره د دغه هیواد سیاسي کړکیچ که ختم هم شي نو اصلي ګټونکی به یې پوځ وي او د نوازشریف حکومت به ډیر کمزوری شي. لکه څنګه چې مخکښې هم دا خبره بیا بیا په رسنیو کښې راغلې چې پوځ نوازشریف ته ډاډ ورکړی چې د هغه د حکومت په خلاف پوځي اقدام نه کیږي خو په دې شرط چې یوازې د هیواد کورنۍ چارې وچلوي او په امنیتي او بهرنیو چارو کار ونلري او له جیو چینل سره د پوځ د نښتې او یا د پرویز مشرف د محاکمې او له هیواده بهر د هغه د تګ په شان مسائلو په اړه پکار دي د پوځ تابع وي. یعنې دا چې د پاکستان د روان سیاسي کړکیچ په پایله کښې له یوې خوا به عمران خان د خپلو عجیبه اعلانونو او سیاستونو په وجه خپل محبوبیت له لاسه ورکړي او له بلې خوا به د نوازشریف حکومت هم ډیر کمزوری شي.

Add new comment