حضرت امام خمیني دمسلمانانو او دنړۍ دپتمنو بیلګه شخصیت دی

دافغانستان دولسمشر سلاکار آیت ا... محمد هاشم صالحی ایرنا خبري اژانس سره په خبرو کې دایران داسلامی جمهوری نظام ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمیني دغوره شخصیت په ستایلو سره وویل ارواښاد امام په دیندارۍ ،سیاستوالۍ ،عدالت غوښتنې ، زهد اوتقوا کې بې سا

دافغانستان دولسمشر سلاکار آیت ا... محمد هاشم صالحی   ایرنا خبري اژانس سره په خبرو کې   دایران داسلامی جمهوری نظام  ارواښاد بنسټګر  حضرت امام خمیني  دغوره شخصیت  په ستایلو سره  وویل  ارواښاد امام  په دیندارۍ ،سیاستوالۍ ،عدالت غوښتنې ، زهد  اوتقوا کې  بې ساری ؤ . 
دافغانستان دولسمشر سلاکار  دحضرت امام خمیني په رهبرۍ کې  داسلامی انقلاب بریالیتوب  په وروستۍ پيړۍ کې  یو کم ساري پيښه وبلله او زیاته ئې کړه  امام خمیني  دخداوندمتعال په مرستې سره وتوانید درسته استکباري نړۍ  په ګونډو کړي  او استعمارګران ولړزوي .
دافغانستان درسالت دیني مدرسې موسس  او مدرس  دحضرت امام خمینی لارښونې  او دهغه بزرګوار لارې ته دوام  ورکونکي  په نړۍ کې  دویښتیا اصلی عاملان   وبلل او وې ویل ،  بې شکه  دحضرت امام خمیني  افکار اولیدتوګې  نن سبا  داسلامی هیوادونو پشمول  په درستې نړۍ کې  دځوانانو  لپاره په یوې بیلګې بدلې شوي دي
دافغانستان دولسمشر  سلاکار دمسلمانانو په وحد ت کې  دحضرت امام خمیني غوره رول وستایه او وې ویل  ارواښاد امام یو ځانګړی شخصیت  درلود او دمسلمانانو دیووالی آو اتحاد لپآره ئې ډيرې هلې ځلې  کړي چې اوس  ددغه اقدام په برکتونوسره  دمسلمانانو ددوحدت  کتونکي یو   چې هره ورځ لاپراخیږي

Add new comment