آیا غواړئ چې یو ښه مدیر شئ؟

لاندې ځینې مهارتونه دې د کوم په مرسته چي مدیر کولی شی څو خپل کاریګر له ځانه او کاره راضې کړې او هم د ادارې عامه هدفونه تر لاسه کړې. ۱-: عاقلانه مدیریت کول دا چي مدیر د ادارې او خلکو د کنټرول مسؤل ګڼل کیږې نو په کار ده چې مدیریت یې عاقلانه وې، داسې مدیریت

د یو ښه مدیر لپاره ما ځینې مهارتونه په ګوته کړې کوم چې واقعاً د یو مشر، مدیر، او رهبر سره کومک کولی شې چی په یوه اداره او یا ټولنه کې یو مؤثره  مدیر شې، مخکې له دې چې د هغو مهارتونو یادونه وکړو کوم چې د یو ښه مدیر په جوړیدنه کې کلیدې رول لوبوې اړینه ده چې مدیر او مدیریت وپیژنو.
مدیر: د یوې ټولنې، ادارې او یا د خلکو د یو ګروپ د کنټرول مسؤل ته مدیر ویل کیږې.
مدیریت: د یوې ټولنې، ادارې او د خلکو ټولې د کنټرول فن ته مدیریت وایې او یا د پلان جوړیدنې، تشکیلیدو، د خلکو د کنټرول، او د هغوی د تشویقولو فن ته مدیریت وایې.
دا چې هر مدیر غواړې چې خلک ترې راضې او د ادارې اهداف یې ترلاسه کړې وې نو ضرورې ده چې ځینې خواص، مهارتونه، او صفات په ځان کې پیداکړې تر څو دواړه مقصدونه یې په ښه توګه سرته ورسیږې،
 لاندې ځینې مهارتونه دې د کوم په مرسته چي مدیر کولی شی څو خپل کاریګر له ځانه او کاره راضې کړې او هم د ادارې عامه هدفونه تر لاسه کړې.
۱-: عاقلانه مدیریت کول
دا چي مدیر د ادارې او خلکو د کنټرول مسؤل ګڼل کیږې نو په کار ده چې مدیریت یې عاقلانه وې، داسې مدیریت تر سره کړې چې د ادارې هدفونه تر لاسه او د کاریګرو غوښتنې یې په ځای کړې وې، د مدیر څخه باید هیڅ داسې کوم کار پټ ترسره نشې چې ادارې یا ټولنې ته په زیان وې، او که کوم مشکل پیښیږې نو د ختمولو لپاره یې عاقلانه تصمیم نیول د ښه مدیریت نښه ده، مدیر باید د کاریګرو، دهغوی د کار، او د سپارل شوېو وظیفو څخه آګاه او باخبره وې.
۲-: د اهدافو (مقاصدو ) مقررول
دا چې هره ټولنه ، اداره د ځانګړو اهدافو لپاره جوړیږې او د ټاکلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره کار کوې، پیسې په مصرف رسوې نو مدیر ته په کار ده چې د کمپنئ د عامه هدفونو د ترلاسه کولو لپاره پلان جوړ کړې او د لاسته راوړلو لپاره یې کار وکړې، هر مدیر باید ځانته مشخص، د اندازه کولو وړ، لاسته راوړونکی او رسیدونکې پلان ولرې کوم چې د عامه اهدافو د لاسته راوړلو لپاره کومک کوې، مثال، د مالې چارو مسؤل باید خپل ځانګړی پلان ولرې کوم چې د ادارې د پلان په لاسته راوړلو کې مرسته کوې.
۳-: مؤثره مفاهمه (افهام وتفهیم)
د معلوماتو د شریکولو، کاریګرو د نوو وظیفو د سپارلو، د ادارې یا ټولنې بهر خلکو سره د اړیکو د نیولو، د پیغام د رسولو او د تازه راپورونو د شریکولو لپاره په یوه ټولنه او اداره کې مؤثر افهام و تفهیم ډیر اړین دی، په کومه کچه چي مفاهمه مؤثره وې په هماغه کچه به د ادارې، او ټولنې عامه اهداف زر تر لاسه کیږې. نو په یوه ټولنه کې باید مدیر ښه افهام و تفهیم وکولی شی تر څو پورته ذکر شوې کارونه په ښه توګه تر سره شې.
۴-: کاریګرو ته وخت ورکول
لکه چې پورته مو وویل چې په یوه ټولنه یا اداره کې مفاهیمه تر ډیره اړینه او ضرورې ده، نو د همدې لپاره باید مدیر کاریګرو او ټیټ رتبه خلکو ته وخت ځانګړی کړې تر څو کاریګر راشې او خپلې غوښتنې او ضرورتونه ترې وغواړې،  او مدیر ته په کار ده چې د کاریګرو غوښتنې د امکان په صورت ومنل شې.
۵-: اعتراف کول
هره ټولنه، اداره، مدیر او کاریګر کوښښ کوې تر څو ورسپارل شوې کار په ښه توګه تر سره کړې او خپل هدف ته ځان ورسوې، خو متاسفانه کله چې کوم کاریګر خپل کار په مؤثر ډول تر سره کړې، ځینې مدیران یې په لاسته راوړنو اعتراف نکوې، نو د یو ښه مدیر نښه داده چې د کاریګرو او لوړرتبه مامورینو په لاسته راوړنو یې اعتراف وکړې او په راتلونکې کې یې هم د ورته شان کارونو ته وهڅوې.
۶-: د مشکلاتو حل لټول
کله کله په یوه ټولنه یا اداره کې مشکلات پیداکیږې نو لکه څرنګې چي هر مشکل (که سخت ولې نه وې) د حل مختلفې لارې لرې نو یو ښه مدیر کوشش کوې چې د مشکل وروستئ حل پیدا کړې، یو ښه مدیر ته په کار ده چې مشکل ته داسې د حل لاره ولټوې چې مؤثره، مفیده او کم مصرفه وې، او که مشکل سخت وې بیا دې هغه لار ولټوې کومه چې ډیره مفیده وي، مدیر دې د مشکل په رفع کولو کې تاخیر نکوې او زر تر زره دې ختموې.
۷-: جدیت او غوصه
دا چې یوه ټولنه یا اداره د انسانانو د یو ځاې کیدو څخه جوړه شوې وې نو طبیعی ده چې انسان ته په ځینو مواردو کې مشکلات پیداکیږې. مثلا کله یو کاریګر مریض کیږې او کار نشې کولی، کله د ځینو مشکلاتو له امله ناوخته کیږې او کله بیا د ورپیښو شوو مشکلاتو له امله د کاره وختې ځې نو پداسې حالاتو کې مدیر ته په کار ده چې کاریګر، یا کارمند ته غوصه او یا جدې نشې، یو ښه مدیر ته په کار ده چې د کاریګر مشکلات واورې او د امکان په صورت کې یې هر اړخیزه مرسته وکړې.

Add new comment