د امام کاظم(ع) په تفکر کښې عقلانیت او هوښيارتيا

امام موسی کاظم علیه السلام د ۱۲۸هجري سپوږمیز کال د صفرې د میاشتې په اومه ورځ د مدینې ښار سره نزدې په ابواء سیمه کښې دنیا ته تشریف راوړه. حضرت امام جعفرصادق علیه السلام د خپل زوي موسی بن جعفر(ع) د زوکړې په وخت وفرمایل: خدای تعالی جل جلاله ماته ډیر غوره

حکیم خدای جل جلاله د حقیقي نیکمرغۍ په لور د انسان د هدایتولو لپاره تل یوشمیر سفیران او استازي لیږلي دي چې د هغوي د هدایت په رڼا کښې لوړ او غوره ژوند ته رسيدی شو. پیغمبران او الهي مشران پخپلو بندګانو باندې د خدای تعالی د رحمت او مهربانۍ نښې دي. دغو سترو انسانانو د تاریخ په اوږدو کښې د انسانانو د لارښوونه کولو بیرغ اوچت کړی څو بې لارې شوې کسان د نیکمرغۍ منزل ته هدایت کړي. د اسلام قدرمن پیغمبر حضرت محمدمصطفی(ص) او د هغه حضرت اهلبیت علیهم السلام هم د دې دندې په ترسره کولو کښې د ظلم او جهل په تیَرو کښې لکه د ډیوې او څراغ وځلیدل او په دې لاره کښې یې ډیر کړاونه وزغمل. هغوي د هوښیارو بیړۍ چلونکو په شان د فتنو او مصیبتونو په څپانده سمندر کښې د اسلامي امت کشتۍ امنه ساحل ته ورسوله. اوس د دغو بزګوارانو په یاد پاتې سیره او وینا همهغه شان د نیکمرغي لټونکو ژوند ته په خوزنده توګه یوځل بیا ژوند وربخښي. د تهران راډیو ګرانو مینه والو نن اراده لرو چې له دغو نه د یو بزرګ، شخصیت وجاجوو. د حضرت موسی کاظم علیه السلام د زوکړې د کلیزې په ورځ په محمد(ص) او آلِ محمد(ص) باندې درود لیږو او دا فرصت غنیمت ګڼو چې د دغه بزرګواره امام د علم او معرفت له دریابه یوه ملغلره ترلاسه کړو او څو دقیقې خپل روح او ځان د هغه حضرت له سیرت او کلام سره مانوس او بلد کړو. د حضرت موسی کاظم علیه السلام د زوکړې کلیزه دې په تاسو ټولو دوستانو مبارکه وي. 

         امام موسی کاظم علیه السلام د ۱۲۸هجري سپوږمیز کال د صفرې د میاشتې په اومه ورځ د مدینې ښار سره نزدې په ابواء سیمه کښې دنیا ته تشریف راوړه. حضرت امام جعفرصادق علیه السلام د خپل زوي موسی بن جعفر(ع) د زوکړې په وخت وفرمایل: خدای تعالی جل جلاله ماته ډیر غوره انسان راوبخښه او راډالۍ یې کړ. امام موسی کاظم علیه السلام د خپل پلار له شهادت وروسته د ۳۵کالو په موده د اسلامي ټولنې د مشرۍ او لارښوونې ستر مسئولیت او دنده په غاړه ولرله. د دوي د امامت دروان یو له لوړوژورو ډک دوران او د بني عباس کورنۍ د طاقت له زیاتیدو سره په یو وخت و. د عباسي واکمن هارون الرشید په شان کس په دوکې او ظاهري ښه والي سره قدرت ترلاسه کړ او د خلکو په پرګنو باندې د ظلم په کولو او د اسلامي احکامو په ګډوډولو سره یې د خپلو ادعاو اپوټه کار وکړ. دغې کورنۍ به هڅه کوله چې ځان د پیغمبراکرم(ص) او د هغه د اهل بیتو(ع) مینه وال وښئي خو په عمل کښې د خدای د ګران رسول له اهل بیتو سره مخالفت ته راپاڅیدله او هغوي یې په سخت بندون او سختۍ کښې راوستل. خو د ټولنې د سیاسي فضا له کړکیچن والي سره سره امام موسی کاظم علیه السلام له فکري او عقیدتي انحرافاتو نه د خلکو په تیره بیا د پوهانو د افکارو د سمولو په لټه کښې و. د امام موسی کاظم علیه السلام علمي او کلتوري هلې ځلې سبب شوې چې د انحرافي او بې لارې رایو او تفکراتو د یرغل په وخت د اسلام رښتوني عقاید له تحریفه لرې، پاک او ستره پاتې شي. امام موسی کاظم په خلکو کښې د پوهې او زده کړې د ترلاسه کولو د روحیې په رواجولو کښې ډیر کوشش وکړ او د دې کار لپاره یې له مختلفو موقعیتونو کار واخیست. هغوي په دې هکله یوه حکیمانه سپارښتنه کښې فرمایي: ((د پوهانو په غونډو کښې ګډون کوئ او له هغو سره ځان نزدې کړئ که څه هم د ځاې د کمي پوجه د پښو په سر ودریدو باندې مجبور شئ، ځکه چې خدای تعالی جل جلاله مړه زړونه د علم او حکمت په رڼا ژوندي کوي، همهغه شان چې مړه ځمکه د باران په ورولو سره ژوندی کوي)). عزیزانو د دې وینا په دوام کښې غواړو د امام موسی کاظم علیه السلام په کلام او سیرت کښې عقل او پوهې ته د ګروهنې په هکله وغږیږو.                 بې له شکه انسان ته د خدای تعالی یوه ډیره ستره ډالۍ عقل او عقلي پوهه ده داشان چې د انسان لپاره له عقل نه ستر نعمت نشته. د خدای ګران رسول حضرت محمدمصطفی(ص) فرمایي: د انسان ریښینوالی او ټینګښت یعنې د انساني ژوند دوام د هغه د عقل له امله دی او څوک چې عقل نلري، دین نلري. د پیغمبراکرم(ص) د وینا معنا دا ده چې په اسلامي تعلیماتو کښې عقل دومره لوړ موقعیت او اهمیت لري چې د دین اصولو او فروعو کښې د شناخت او پيژندنې د ترټولو مهم اوزار په توګه ورته پاملرنه شوې ده. معتبر روایتونه په ډاګه په دې ټکي ټینګار کوي چې د انسان ابدي شرافت او د الهي خلافت په مقام کښې راتلل د عقل په کمال پورې تړاو لري. د اسلام او قرآن له نظره، هغه څه چې ارزښت لري پوهه او یا همهغه تعقل دی. له دې امله په قرآني آیتونو کښې د عقل ټکی د یو اسم یعنې نوم په توګه نه دی استعمال شوی بلکې تل د فعل په توګه کارول شوی دی څو په دې معنا تاکید وشي چې مهم ‎څیز د عقل او پوهې استعمال دی نه د داسې عقل لرل چې کار ورڅخه وانه خیستل شي.                 عقل د انسان یوه وړتیا ده چې په هغه سره حقایق پیژندلی شي. امام موسی کاظم علیه السلام د نورو معصومو امامانو علیهم السلام په شان غوښتل چې د عقل حقیقي ارزښت او موقعیت د اسلام او وحي له نظره بیان او روښانه کړي، په دې وجه یې په هوښیارتیا او عقلانیت باندې خاص ټینګار درلود. د امام موسی کاظم علیه السلام له نظره، هرڅوک چې له خپل عقل نه ګټه وانه خلي او عقلانیت خپل نکړي هیڅکله به یو حقیقي دینداره او اخلاقي انسان نه شي. په دې وجه امام موسی کاظم علیه السلام په یوه سپارښتنه کښې فرمایي: ((د خدای پاک په دین کښې پوهه او معرفت پیدا کړئ ځکه چې په الهي احکامو او دستوراتو پوهیدل د بصیرت کلي او لوړو دیني او دنیایي مقامونو ته د رسیدو سبب ده)).                 د امام موسی کاظم علیه السلام په سپارښتنه کښې دا حقیقت ترسترګو کیږي چې دین د انسان د نیکبختۍ ضامن دی په دې شرط چې سم پرې پوه شو. ځکه نو هغه حضرت هڅه وکړه د خلکو په افکارو کښې د بصیرت او عقلانیت څراغ بل کړي. دوي د عقل د نعمت د موقعیت په بیانولو کښې فرمایي: ((خدای تعالی جل جلاله په خلکو باندې دوه حجته لري، یو څرګند حجت او بل پټ حجت، څرګند حُجّت رسولان او پيغمبران او امامان دي او پټ حجت، د خلکو عقل دی)). په همدې اساس اسلامي فقیهانو عقل، له قرآن او سنتو وروسته په اسلامي احکامو د پوهیدو لپاره اصلي اصل او سرچینه ګرځولې ده. امام موسی کاظم علیه السلام هم پخپله وینا کښې د دغو دوو الهي حُجّتونو یوځاې والی او ملګرتیا یادوي په دې معنا چې ظاهري حجت یعنې د وحي په تعلیماتو انسان هله پوهیدې شي چې پخپل عقل سره د وحي د کلام په حقیقت پوه شي.و په همدې وجه په دیندارۍ کښې عقلانیت لازم شرط بلل شوی دی ځکه چې د دین په اصولو او تعلیماتو باندې په عقلانیت او پوهې سره پوهیدې شو.                 د عقل له لارې د پیغمبرانو د ادعا په سموالی پوهیدی شو. په دې وجه هغه کس چې له خپل عقل څخه په سمه توګه کار نه شي اخیستی، په اصولي توګه به د وحي د مخاطبانو له دایرې بهر وي داشان چې هغه څوک چې عقلانیت نلري هیڅکله به د دیندارۍ او ایمان دایرې ته داخل نشي. په دې اساس د ټولو انساني مقامونو چورلیز پکار دي په عقل او پوهه کښې ولټوو. امام موسی کاظم علیه السلام د عقلانیت د مقام او د معرفت په شمول په ټولو چارو کښې د هغه د اغیزې په هکله فرمایي: ((خدای تعالی خپل پيغمبران او استازي د خلکو لپاره نه دي رالیږلي مګر د دې لپاره چې تعقل وکړي او هوښیار ووسي نو بس په خلکو کښې د منلو او قبلیدو له نظره ترټولو نیک کسان په خدای باندې د معرفت له نظره پوه خلک ترټولو غوره کسان دي او د خدای په کار باندې پوهه خلک د عقل له نظره ترټولو غوره کسان دي او په هغو کښې ترټولو زیات عاقلان په دنیا او آخرت کښې ترټولو لوړه درجه لرونکي دي)). په دې وینا کښې د څرګند حجت یعنې د وحي او د پیغمبرانو علیهم السلام د رسالت په نسبت د عقل حقیقي موقعیت په ښه ډول بیان شوی دی، په دې معنا چې څوک چې عقلانیت کوي د خدای او هستۍ په هکله بشپړ علم او معرفت پيدا کوي او له تعقل او عقلانیت څخه هرډول لرې توب د خدای په هکله د علم او معرفت د نشتوالي په معنا دی.                 د تعقل او هوښیارتیا په ارزښت او اهمیت کښې دا بس ده چې امام موسی کاظم علیه السلام ورسره په دنیا او آخرت کښې د ټولو شیانو محور شرطمنوي او فرمايي چې انسان که له خدایه څه غواړي نو د عقل کمال دې وغواړي او په دې اړه فرمایي: ((هر کس چې بې له پانګې بې نیازي غواړي او د نورو لخوا له حسادت پرته د زړه آرامښت او اطمینان غواړي او څوک چې دیني سلامتي غواړي نو پکار دي د خدای له درګاه څخه وغواړي چې عقل یې کامل کړي)). عقلانیت د هر بل عمل په شان کوشش او مشق ته اړتیا لري. لپاره د دې چې د تعقل او عقلانیت لپاره یوه مناسبه زمینه برابر شي پکار دي د عقل له خاوندانو سره د ناستې پاستې په شمول ځیني کارونه خپل کړې شي او د هغوي له سلامشوره ګټه پورته کړې شي. په دې هکله هم امام موسی کاظم علیه السلام فرمایي: ((د دین له خاوندانو سره ناسته پاسته د دینا او آخرت شرف دی او له خیرخواه هوښیار سره سلامشوره د خدای پاک لخوا د برکت، ترقۍ او توفیق سبب ګرځي. کله چې د عقل خاوند یو ښه غوښتونکی کس درته یوه مشوره درکړي نو هڅې نه چې مخالفت یې وکړې ځکه چې مخالفت یې زیانمنونکی وي)). یوه ډله خلک هم له خپل عقل څخه ګټه نه پورته کوي او تعقل نه کوي ځکه چې له عقل او پوهې لرې دي. له دغه ډله خلکو سره ناسته ولاړه سبب کیږي چې انسان حق لاره ورکه کړي او په چټي او عبسو چارو لګیا شي. په دې وجه امام موسی کاظم علیه السلام د دا ډول ناستې پاستې په هکله خبرداری ورکوي او فرمایي: ((له ناپوهه کسانو سره له معاشرت او له هغوي سره له مینې کولو ډډه وکړه مګر دا چې په هغو کښې یو هوښیار او امانتداره کس ومومې چې که داسې وي نو له هغه سره مینه وکړه او له نورو ځان وساته لکه څنګه چې له ښکاري درندو ځان ساتې)). انشاءا... چې وکړې شو د دین د بزرګانو په پیروۍ سره له عمل سره په مل تعقل او هوښیارتیا سره د الهي کمالاتو په لاره کښې ګام پورته کړو او په دنیا او آخرت کښې د هغه له میوو ګټه پورته کړو.

Add new comment