نهج البلاغه د حمزه با با له نظره

د مرحوم حمزه بابا علمي او ادبي حېثيت لکه د نمر ځلند دے. او دا هم معلومه ده چې هغه په يو وخت يو اوچت شاعر، ناول نګار، تکل ليکونکے، ډرامه نګار، او سفرنامه ليکونکے دے. موضوعات ئې هم ډېر خواره او متنوع دي. فلسفه ، مذهب، قوميت، نفسيات، جماليات ، طنز و مزاح، تن

د مرحوم حمزه بابا علمي او ادبي حېثيت لکه د نمر ځلند دے. او دا هم معلومه ده چې هغه په يو وخت يو اوچت شاعر، ناول نګار، تکل ليکونکے، ډرامه نګار، او سفرنامه ليکونکے دے. موضوعات ئې هم ډېر خواره او متنوع دي. فلسفه ، مذهب، قوميت، نفسيات، جماليات ، طنز و مزاح، تنقيد او نور ډير اړخونه د هغه د ليکونو مرکز او محور دي د دي هر څه نه علاوه ئې يو حيثيت د مترجم هم دے. د يو مترجم  يو مترجم په حېث ئي د رحمن بابا غونډ دېوان د پښتو نه اردو کښې منظوم ترجمه کړے دے. د ډاکټر علامه محمد اقبال مرحوم دوه کتابونه (ارمغان حچاز او جاويد نامه) ئې د فارسۍ او اردو نه پښتو ته منظوم ترجمه کړي دي. دا ټول کتابونه چاپ دي. د اردو د معروف شاعر صبا اکبرابادي د (چراغ بهار) منظمه ترجمه ئې د اردو نه پښتو ته کړې ده. چې لا چاپ نه ده . دا ټولې ترجمې منظومې دي. د نظم نه علاوه حمزه بابا  نثري ترجمې هم کړي دي چې يوه پکښې د مولانا حافظ بلخ شېر سني حنفي کتاب ارمغان ايمان اردو نه پښتو ترجمه ده او دويمه د حضرت علی عليه السلام د نهج الباغه اردو نه پښتو ترجمه ده . وړومبے ذکر شوے کتاب پخوا چاپ دے او دوئم ذکر شوے کتاب (سپيځلې وېناوې) دادے اوس ستاسو لاسوته راورسيدو. دې نه مخکښې چې د سپيځلې ويناوې پحقله تعارفي خبرې وشي، لږ شان ددې کتاب د چاپ پس منظر هم بائد چې واضح شي. د حمزه بابا دا کتاب د ګمنامۍ په تيرو کښې پټ پروت وو. تردې چې د حمزه بابا مرحوم کورهۍ نه هم ترڅه وخته بې درکه شوے وو. نن نه تقريبا څلور کاله وړاندې چې کله ما د ښاغلي کليم شنواري او د حمزه بابا د نمسي سجاد شنواري په وساطت ددې کتاب مسوده وليده نو په جون 1998 کښې مې ددې کتاب د چاپ نه وړاندې ددې په حپله يوه وړه کتابچه د (سپيځلې ويناوې) په نوم وليکله او چاپ کړه . د مسودې د مطالعې نه پس مې په هغه وخت کښې هم ډير خواهش وو. چې ددې کتاب اصل    سوده چاپ شي خو د چاپ وسائل ئې نه وو. يو ځل دوه مې کوشش هم کړے وو. خو کتاب ضروري وو اخراجات ئې ډير غوښتل. څه موده وړاندې چې زما ګران ملګري علي کمېل قزلباش د اصل کتاب د چاپ اخراجات په خپله ذمه واخستل نو د خپل خواهش د تکميل يو روڼ امېد راته په نظر راغے. او بيا کله چې د دوېم عالمي کانفرانس په موقع ښاغلي کمېل د خپلې وعدې پخلے وکړو نو په هم هغه موقع مو مراد شنواري (د حمزه بابا زوې) سره رابطه وکړه او اصلي مسوده موترې ترلاسه کړه او کمپيوټر ته مو وسپارله. ښاغلي کمېل پکښې د ترجمې ځنې اضافې هم وکړي او د محترم طاهر بخاري صاحب نه مو هم په ترجمه کښې مدد واخستو. دغسې د نهج البلاغه مولف سيد رضي ديباچه او د محمد عبدوه مقدمه ښاغلې کمېل او د سپيځلې ويناوې د متن څوپاڼي محترم طاهر بخاري صاحب ترچمه کړل. ددې مر څه مجموعه د (سپيځلې وېناوې) په نوم ستاسو د نظر د لاندې ده چې د ترتيب او تدوين په کار کښې ئې مونږ تر خپله فهم ه پوره خواري کړې ده. خداے دې وکړي چې زمونږ دا خواري په راحته راشي . مرحوم امير حمزه بابا شنواري د نهج البلاغه ترجمه د (سپيځلې وېناوې) په نوم کړې ده. نهج البلاغه پخپل اصل شکل کښې په عربۍ ژبه کښې دے خو ددې کتاب په مختلفو ژبو کښې ګڼ شمير ترجمې هم شوي دي . دغه شان په اردو ژبه کښې هم ددې کتاب ډيرې ترجمې شوې دي. چې هره يوه ترجمه خپل ځانله اهميت لري. مرحوم حمزه بابا خپله ترجمه د اردو ترجمه شوي هغه کتاب نه کړې ده. کوم چې سيد رئيس احمد جعفري ترجمه کړے دے . هسې خو حمزه بابا خپلې ترجمې سره دا وضاحت نه دے کړے چې هغوئ دا کتاب له کوم ځائے نه ترجمه کړے دے خو په نوټونو اوتوضيحاتو کښې چې د مترجم نوم اخلي نو هغه نوم د سيد رئيس احمد جعفري صاحب وي. د رئيس احمد جعفري صاحب دغه کتاب د کوم نه چې حمزه بابا ترجمه کړې ده . په دوو برخو ويشلے شوے دے وړومبۍ برخه ئې سيد رئيس احمد جعفري کړې ده . کومې ته چې دا عنوان ورکړے شوے دے. (خطبات و کلمات امير المومنين حضرت علی عليه السلامه) ترجمه و شرح نهج البلاغه (حصه اول) ترتيب وايزاد – مولانا مرتضی حسين فاضل لکهنوي ناشر شيخ غلام علي اينډ سنز پرنټرز وپبلشرز کشميري بازار لاهور – بند روډ کراچي. دوئمې برخې ته ئې ليکلے شوي دي. توقيعات و رقعات امير المومنين ترجمه نهج البلاغه (حصه دوم) يعني اميرالمومنين عليه السلام کي ايمان پرور تحريرو کا مجموعه – ترجمه عبدالرزاق مليح ابادي ترتيب وايزاد _ مرتضی حسين فاضل مطلب دا شو جې دغه کتاب کوم نه چې حمزه بابا ترجمه کړې ده په دوو برخو مشتمل دے . حمزه بابا ددې کتاب د وړومبۍ برخې کومه چې د عربۍ نه اردو ته سيد رئيس احمد جعفري ترجمه کړې ده. (جعفري صاحب هم د نهج البلاغه صرف ترجمه نه ده کړي. بلکې د متعلقه تاريخي واقعاتو سره ئې د خپلېي مطالغې او دلائلو په بينا د وضاحتونه نوټونه ، توضيحات او تشريحات هم ليکلي دي) په دې لحاظ سره هم کافي اهميت لري. جعفري صاحب چې له کومو کتابونواو ذرائعونه استفاده کړې ده د هغې تفصيل ئې ښودلے دے. د نهج  البلاغه اردو مترجم د عربی، ايراني او هندي نسخونه استفاده کړې ده چې حوالې ئې په خپله ترجمه کښې ورکړي دي. او په دې پښتو ترجمه کښې به هم ځائے په ځائے د هغو نسخو حوالې راځي. حمزه بابا چې د سپيځلې وېناوې لپاره د کومو کتابونو نه استفاده کړې ده. د هغې تفصيل خو ئې نه دے پيش کړے البته د خپلو نوټونو په دروان کښې ئې د عبارت سره سره د کتابونو حوالې هم ورکړي دي. مرحوم حمزه بابا د دغو کتابونو نه علاوه د قران پاک د تفسيرونو او حديثونو د کتابونو نه هم ښه په خلاص مټ استفاده کړې ده. د حمزه بابا د ترجمې طريقه داده چې وړومبے د حضرت علی عليه السلام د خطبې ترجمه وليکي. بياکه د مترجم رئيس احمد جعفري صاحب څه نوټ يا وضاحتې نوټ ليکي يا د مترجم د نوټ مزيد وضاحت يا ورسره اختلاف کوي نو وليکي چې (زه وايم ) دې عنو لاندې حمزه بابا خپل توضيحات پيش کړي. دا توضيحات ډېر زيات اهميت لري ځکه چې يو       توضيحات په تاريخي واقعاتو او شواهدو مبني دي او بل له دې توضيحاتو نه د حمزه بابا د نقطه نظر وضاحت هم کيږي. د حمزه بابا سپيځلې ويناوې په دې وجه د انتهائي اهميت وړ کتاب دے چې د دوئ د توضيحاتو په وجه ددې موضوع سره متعلق ګويا يو بل ځانله کتاب هم په دې کښې پروت دے . دې وضاحتونو کښې د قران پاک، حديثونو او تاريخي کتابونونه علاوه د نهج البلاغه د نورو مترجمينو په حوالو هم بحث شوے دے. دې توضيحاتو کښې اکثر ډېر اوږده دي. چې د حمزه بابا په نري خط په مسلسلو پنځو شپږو صفحو مشتمل دي. د رئيس احمد جعفري صاحب کتاب (کوم نه چې حمزه بابا ترجمه کړې ده)  کښې وروستۍ خطبه په دوه سوه يو کم څلوېښتم نمبر ده او د حمزه بابا سپيځلې ويناوي کښې وروستۍ خطبه په دوه سوه پنځه ديرشم نمبر ده. دا دواړه هم يوه خطبه (ال محمد) ده. ګويا دغه شان حمزه بابا نه د عبارت ترمينځه څلور خطبې د ترجمې نه پاتې شوې دي . سپيذلې ويناوې د حمزه بابا په انتهائي نري خط په درې سوه ديارلس صفحو مشتمل دے . دې صفحو کښې د صفحه 8 او 46 تر مينځه څلور صفحې د حمزه بابا د وارثانو د بې پرواهۍ په وجهخ ضائع شوي دي. چې اوس ئې هم دا يو علاج کيدے شو. چې ددې کتاب ددغې نيمګړتيا تکميل په ژوندو کسانو کښې په چا داسې ليکوال وشي چې د حضرت علی عليه السلام ، نهج البلاغه او حمزه بابا د مزاژ او علمي اپروچ سره اشنائي لري شائد چې دې کار دپاره سيد طاهر بخاري صاحب يا سيد چراغ حسين شاه صاحب زيات مناسب وو. هر کله چې د طاهر بخاري صاحب پخپله هم دې موضوع سره دلچسپي ډېره زياته وه. ځکه مونږ دا مناسبوګڼله چې دا کار دې هم دوئ وکړي. طاهر بخاري صاحب د حضرت علي عليه السلام سوانح عمري هم ترجمه کړيده چې په بله مناسبه موقع به چاپ شي. د سپيځلې (ويناوې په شروع کښي په وړمبۍ پاڼه حمزه بابا ددې ترجمې د ابتدا تاريخ ، ورځ، وخت او مقام ښودلي دي. حمزه بابا ليکلې دي. 3 دسمبر 1962 بماطبق 21 رجب المرجب 1382 هـ لواړګے د جمعرات ورځ يوکم يوولس بجي) او بيا ئې چې کله کتاب مکمل کړے دے نو په اخره کښې ئې نوټ کښې ليکلي  دي . ننپه دولسم ستمبر 1964 لس نيمې بجې ختم شو. ددې په ترجمه شو. ددې په ترجمه کښې ځنډ ډيروشو. ځکه چې يوه يوه دوه دوه مياشتي هم زمانه دابرجمه پاتې وه. الحمدلله چې سرته ورسيده. ددې نه پس به د امير المومنين سوانح همري او ملحقات ترجمه کووم. انشا الله حمزه. مطلب دا شو چې ددې کتاب په ترجمه حمزه بابا د ډير ځنډ سره تقريبا يو کال او ځو مياشتې لګولي دي حمزه بابا د خپل نوټ په اخره کښې دا وضاحت کړے دے چې دې       به د حضرت علي عليه السلام سوانح عمري او نور ملحقات ترجمه کوي او د دغه کال ستمبر 1964 نه پس حمزه با با 18 فروري 1994 پورې ژوندے وو خو د حضرت علي عليه السلام د سوانح عمرۍ او نورو ملحقاتو د ترجمې څه پته ډې ونه لګيده شائد چې بيا ئي توجه نورو کارونو ته اوړيدلي وي او دا کار ترې پاتې شوے وي او دا هم ممکنه ده چې دغه ترجمه ئې هم کړې  وي. خو د حمزه بابا وارثانو نه يا لائبريرو کښې ګډه شوې وي ځکه چې د نهج البلاغه دا ترجمه هم تر ډيره وخته معلومه نه وه. د کتاب د مفهوم او ماهيت پحښله به دومره قدر ووائيم چې په دې کتاب کښې د حضرت علي عليه السلام دور سره متعلقه اسلامي تاريخ او مختلف واقعات قلمبند شوي دي. خو بنيادي موضوع پکښې د حضرت علی عليه السلام خلافت ، جنګونه، خدمات او نور اصلاحات ښودل دي. د حضرت علی عليه السلام  د خپلو خطباتو او فرامينو نه نه علاوه مترجمينوهم خپل معروضات ورسره قلمبند کړي دي. چې مرحوم حمزه بابا ئې  ترجمه کړې ده او ځنې نوټونه ئې پخپله هم ليکلي دي. په دغو معروضاتو او نوټونو کښې ور مترجمين او پخپله حمزه بابا د ځنو معتبرو اصحابو تردې چې د عشره مبشره او کاتبين دحي د حيثيت لرونکو اصحابو په حق له هم کله کله جذباتي شوي دي. او بيا د امير معاويه او ابوسفيان پحقله خو د حمزه بابا قلم دومره ازاد چليدلے دے چې اندازه ئې نشته . شائدچې په دين اسلام کښې شاملې ډيرې طبقې د حمزه بابا دغه ازادي خوښه نه کړي. خو مرحوم حمزه بابا ته چې څه حقائق ښکاره شوي دي. هغه ئې په ډاډه زړه ليکلي دي. او د عقائدونه زيات ئې د حقائقو خيال ياتلے دے . وغه حقائق تر کومه حده درست دي . دې لړ کښې زمونږ اسلامي تاريح په خپله ډېر په تيرو کښې پټ دے . د هغه دور د مستند و حوالو ډير کمے دے . خو په مجموعي حواله دا يو کتاب دے چې علمي او ادبي مقام او تاريخي حيثيت ئې ډير واضح دے . ځکه ددې پښتو ترجمه د حمزه بابا يوه لويه علمي او ادبي کارنامه ده چې په هېڅ شان د هيرولو نه ده. په اخر کښې بايد چې د هغو کسانو مننه هم وشي چا چې ددې کتاب تردې مرحلې رارسولو کښې مونږ سره مرسته ، ملګرتيا ، او زمونږ حوصله افزائي کړې ده . ښاغلے علی کمېل قزلباش خو ددې کتاب د چاپ اصلی محرک او دکتاب په هره مرحله کښې شريک معاون دے . ښاغلے مذکر شاه خليل ددې کتاب کمپوزنګ په ډېره دلچسپۍ او خوارۍ کړے دے. محترم همېش خليل نه يواځې دکتاب غليپ ليکلي دے . بلکې د مخکښې غوندې په دې موقع ئې هم په هر قدم زما رهنمايي او حوصله افزائي کړې ده . بلکې د مخکښې غوندې په دې موقع ئې هم په هر قدم زما رهنمائي او حوصله افزائي کړې ده. دې نه علاوه ښاغلي شېر احمد خليل ، ډاکټر ميا مهېل انشا هم د کتاب په پروف کښې تعاون کړے دے. زه ددې ټولو ښاغليو او محترمو د زړه نه مننه کوم . او ورسره د مراد شنواري ، سجاد شنواري ، کليم شنواري او طاهر بخارې صاحب د خصوصي مرستې هم منت باريم.

Add new comment