په مصر کښې دتکفیریانو له خطر څخه دخلکو دخبرولو لپاره غونډې جوړیږي .

دمصر د اوقافو وزیر وویل چې د تکفیریانو د فعالیت له خطر څخه د خلکو دخبرولو لپاره به یو شمیر غونډې وکړي . الشعب خبري سایټ د مصر د اوقافو د وزیر محمد مختار جمعه په قول راپور ورکړ دمصر اوقافو وزارت د تکفیریانو له خطر څخه دخلکو په تیره بیا دځوانانو د خبرولو په

 

دمصر د اوقافو وزیر وویل چې د تکفیریانو د فعالیت له خطر څخه د خلکو دخبرولو لپاره به یو شمیر غونډې وکړي .
الشعب خبري سایټ د مصر د اوقافو د وزیر محمد مختار جمعه په قول راپور ورکړ دمصر اوقافو وزارت د تکفیریانو له خطر څخه دخلکو په تیره بیا دځوانانو د خبرولو په هدف سره په کلتوري مرکزونو او سترو جوماتونو کښې د سلګونو غونډو د ترسره کیدا لپاره یو پروګرام برابر کړی دی او دغه پروګرام به ژر اجرا شي .
دمصر د اوقافو وزیر وویل په اوقافو وزارت کښې دسترو جوماتو د چارو د اداره کولو مشر شیخ احمد ترک ددغو غونډو د ترسره کولو مسوول شوی دی .
مختار وویل په مصر کښې ځینې سرزروي ډلې سیاسي هدفونو ته درسیدا او دخپلو سیالانو د څیرو دخرابولو لپاره نورې ډلې کافرې ګڼي اود هغوې وژل او مالونه جایز ګڼي او په دیني تعلیماتو سترګې پټولو سربیره په انساني ارزښتونو هم سترګې پټوي او یوازې دخپلو ګټو دتامینولو په فکر کښې دي .
د مصر داوقافو وزیر وویل اسلام دهغه انسان وژل چې جرم یې ثابت نه دی شوی حرام کړي او دیوه بې ګناه کس وژل دټولو خلکو له و ژلې سره برابر ګڼي چې دغه ديني تعلیمات د بې ګناه انسان د وینې د حرمت بیانونکي دي .

Add new comment