بي بي مريمه پيغمبره وه اوکه نه؟

دلته حافظ اسماعيل بن کثيردمشقي (المتوفی سنه:۷۷۴ه)رحمه الله ليکلي دي: چي داصديقيت ددې ترټولولوړمقام دی،له دې څخه معلومه شوه چي داپيغمبره نه وه،لکه څنګه چي ابن حزم اوبل هغه چاويلي دي څوک چي وايي:دحضرت اسحاق عليه السلام موربي بي ساره رضی الله عنها،دموسی عل

 بسم الله الرحمن الرحيم

 نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:

داولواالعزم پيغمبرحضرت عيسی عليه السلام دمبارکي اوپاک لمني مور

 حضرت مريم عليهاالسلام دنبوت اوولايت په هکله اختلاف دی

 زموږدمذهب نامتومفسرعلامه شهاب الدين سيدمحمودآلوسي بغدادي(المتوفی سنه :۱۲۷۰ه)رحمه الله ليکي چي:

په دې آيت سره هغه چادليل نيولی دی څوک چي وايي حضرت مريم(عليهاالسلام)پيغمبره نه وه،داځکه چي الله پاک صديقيت ددې لپاره  په داسي ځای کي ذکرکړی دی چي ددې ترټولوعزتمندصفت ته اشاره کوي،لکه څنګه چي يې دحضرت عيسی عليه السلام لپاره رسالت اوپيغمبري په داسي ځای کي ذکرکړې ده،نوکه دې دنبوت مرتبه لرلای نوالله پاک به دغه مرتبه ذکرکړې وه،نه دصديقيت مرتبه ځکه دنبوت مرتبه دصديقيت ترمرتبې پرته له کوم شکه ډېره لوړه ده(تفسيرروح المعاني ملخصا۵۱۲ج۶)

دلته حافظ اسماعيل بن کثيردمشقي (المتوفی سنه:۷۷۴ه)رحمه الله ليکلي دي:

چي داصديقيت ددې ترټولولوړمقام دی،له دې څخه معلومه شوه چي داپيغمبره نه وه،لکه څنګه چي ابن حزم اوبل هغه چاويلي  دي څوک چي وايي:دحضرت اسحاق عليه السلام موربي بي ساره رضی الله عنها،دموسی عليه السلام مور اودحضرت عيسی عليه السلام مورپيغمبراني وي!!

ددوی دليل دادی چي ددوی سره ملائکوخبري کړې دي اوپيغمبروايي هغه چاته چي ملائکي ورسره خبري کوي .

خودجمهوروعلماوومسلک دادی چي الله پاک پيغمبران يواز ي له سړوڅخه رالېږلي دي لکه څنګه چي الله پاک فرمايي :

وماارسلنامن قبلک الارجالانوحي اليهم من اهل القری(سورة يوسف۱‍۰۹)

 (اوله تامخکي موهم پرته له سړوڅخه بل څوک نه دي لېږلي(همداسي)وحي موورته کوله،ددې کليوله خلکوڅخه)

 (نوله دې آيت مبارک څخه دامسئله معلوميږي چي حضرت مريم عليهاالسلام پيغمبره نه وه،ځکه الله فرمايي چي ترتامخته مو پرته له سړوبل څوک پيغمبرنه دی لېږلی،نوحضرت مريم عليهاالسلام خوتررسول الله صلی الله عليه وسلم مخکي وه،نوددې اودنوروټولومېرمنودنبوت نفی وشوه(عزام))

اوشيخ ابوالحسن اشعري رحمه الله(چي داشعاعروومشرامام دی)اجماع(دعلماوواتفاق) پردې خبره نقل کړی چي پيغمبران يوازي نارينه راغلي دي .(تفسيرابن کثيرملخصا۵۸۴ج۲)

نوراجح قول دادی چي حضرت مريم عليهاالسلام پيغمبره نه وه،بلکي دالله پاک يوه وليه اودوسته وه،چي ديوه اولواالعزم پيغمبرموروه.

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

© http://www.benawa.com/fullstory.php?id=57154#ixzz2mIvf3VHJ

Add new comment