ايا سماع اوموسيقي حرامه ده؟

په قرآن او حديثو کې دموسيقۍ او يا ميوزيک کلمه نلرو.فقهاوو هم چې کله پدې اړه بحث کړى دى نود غنااو يا دلهو دکارندويو(سامانونو) تر سرليک لاندې يې مسئله څېړلې ده . په ژوند كې داسې مساېل ډېر دي، چې د اسلام له هماغو لومړنيو ورځو څخه يې د حكم په اړه علماء بېلابې

په قرآن او حديثو کې دموسيقۍ او يا ميوزيک کلمه نلرو.فقهاوو هم چې کله پدې اړه بحث کړى دى نود غنااو يا دلهو دکارندويو(سامانونو) تر سرليک لاندې يې مسئله څېړلې ده .
په ژوند كې داسې مساېل ډېر دي، چې د اسلام له هماغو لومړنيو ورځو څخه يې د حكم په اړه علماء بېلابېل نظريات لري، چې په دې ډله كې غنا او نڅا هم شامله ده. علماء او فقهاء د سماع او موسيقۍ په اړه هم بېل بېل نظر لري آن تر دې چې دواړو ډلو په دې اړه افراط او تفريط ته هم ملا تړلې ده. ځينې خلك داسې هم شته، چې موسيقي، ډول، رباب او ارمونيه خو لا پرېږده، چې آن د ځينو مرغانو اوازونه هم نه خوښوي، ځكه چې موسيقيت په كې دى، خواږه لګېږي او انسان ترې خوند اخلي. بله ډله يې بيا په جواز كې دومره افراط كوي، چې موسيقۍ ته هېڅ حد نه مني، هر ډول موسيقي، د هر چا اواز د هر چا په وړاندې روا بولي، چې اسلام بيا دا دواړه افراطي او تفريطي نظرونه ردوي او په هره معامله او هره مسئله كې يې د خپل تعامل له مخې په يو معتدل او منځني چوكاټ كې موسيقۍ ته هم اجازه وركړې ده، د موسيقۍ لپاره يې حدود ټاكلي، افراطي موسيقي، سكس يا بربنډه موسيقي، فحشا او ګناه ته تحريكوونكې موسيقي نه مني، د انسان له فطرت سره سمه او برابره موسيقي چې پورتني اړخونه ونه لري، روا بولي.
د موسيقۍ په اړه امام غزالي په احياء العلوم او كيمياى سعادت كې، حضرت امام سعيد ابن حزم په المحلى کې ، حضرت مولنا ابوالكلام ازاد په "غبار خاطر" كې، حضرت علامه عطاء الله پالوي په "قرآن اور فنون لطيفه" كې، اوسمهالي د نړېوال شهرت لرونكي عالم علامه دكتور يوسف قرضاوي په "الحلال والحرام فى الاسلام" او "الاسلام والفن" كې ښاغلي ډاکټر محمد عماره په "الاسلا م والفنون الجميله "کې اوږدې څېړنې كړې دي، چې زما پر دې ليكنه هم د همدې مشاېخو اغېز پروت دى، د ليكنې ډېره برخه مې يا د دوى له اثارو څخه مستقيم اقتباس دى او يا خو يې ممكن غېر مستقيم اغېز وي. ماته خو د موسيقۍ په اړه د دوى نظر د اسلام له روح سره برابر او حق ته رسېدلى برېښي او الله جل جلاله دې توفيق راكړي، چې په دې اړه د اسلام د ريښتوني تصور وياند او ژباړن واوسم
نوربیا ...

Add new comment